روزنامه ملی انیس

د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو د کمیسیون نوبتی غونډه تر سره شوه

په پېل کې د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې د رسنیزو کړنو له قانونی کېدو څخه خپل ملاتړ څرګند کړ.

له اجنډا سره سم د طلوع تلویزیون هغه ریپوټ چې د هلمند دسولې د کاروان له غړو څخه یې د جمهور رئیس د لېدنې پر مهال جوړ کړی وو؛ د جمهور رئیس د ویاند د دفتر شکایت،‌ د مخابراتو د پخوانی وزیر عبدالرزاق وحیدی په اړه د بی بی سی مقاله، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خپرونو د نظارت دریاست هغه شکایت لیک چې د آرزو تلویزیون د مرده های متحرک سریال په اړه یې دې کمیسیون ته لیږلی و وڅېړل شول او په همدې ډول د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث او خبرې وشوی.

د یادو موضوعاتو په اړه د کمیسیون غړو د هېواد د نافذه قوانینو او همدارنګه د ټولیزو رسنېو د قانون په رڼا کې لازمې پریکړې وشوې.

په پاې کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرستې او نوماند وزیرې حسینه صافۍ د بحث شوو موضوعاتو په اړه د غونډ جمع بندی وکړه او د کمیسیون له غړو یې ددوی د فعالې ونډې له امله مننه وکړه.

ممکن است شما دوست داشته باشید