روزنامه ملی انیس

د دوحې بین الافغانی مذاکرات دسولې لپاره تاریخی فرصت

دلومړی ځل لپاره د قطر په پلازمینه دوحه کې دافغانستان داسلامی جمهوریت او طالبانو ترمنځ دروان لمریز کال د وږی میاشت په دوه ویشتمه نیټه د سولې راوستو لپاره د خبرو لړۍ پیل شوې او افغان ولس په دې تمه او هیله دی چې پاک الله (ج) دې وکړی چې دغه بهیر پرته له کوم خنډ او ځنډ څخه په ښه توګه پرمخ ولاړ شی او بالاخره په ګران افغانستان کې تلپاتې ، نیکمرغه او باعزته سوله افغان جګړه ځپلی ولس ته ورپه برخه کړی او په هیواد کې د څلورو لسیزو جګړه نوره د تل لپاره پای ته ورسیږی، البته دې ټکی ته موباید پام وی له څو اوونیو را په دیخوا چې د قطر په پلازمینه دوحه کې د افغانستان اسلامی جمهوریت او طالبانو تحریک د پلاویو ترمنځ په هیواد کې دسولې راوستو لپاره مذاکرات پیل شوی دی ، داپه افغانستان کې د سولې لپاره مهم فرصت هم بلل کیږی ، دسیمې اونړۍ ټول هیوادونه په دې ټینګار کوی ، چې له دغه تاریخی فرصت څخه پوره ګټه واخیستل شی ، په رښتیا هم چې دا ستر تاریخی فرصت دی چې باید ترې غوره اعظمی ګټه پورته کړل شی ، دا دمذاکراتو پر دواړو ټیمونو پورې هم اړه لری چې څنګه دغه فرصت وکاروی خو دواړه په دې برخه کې مسوول دی او دا به په تاریخ کې ثبتیږی نو لازمه ده چې دواړه لوری خپل دغه تاریخی ، ایمانی ، وجدانی . اخلاقی او ملی مسوولیت په ښه توګه ترسره کړی ، ځکه نړیواله ټولنه او په تیره بیا افغان ملت د هغوئ د پریکړو لپاره په تمه دی او په عین حال کې یې ملاتړ هم کوی نو دا بهیر باید په ښه توګه مدیریت شی ترهغه چې پایله یې په جګړه ځپلی افغانستان کې د تلپاتې او باعزته سولې را منځته کیدل او ټینګښت وی ، د یادونې وړ ده چې دافغان سولې له روان بهیر څخه د ملاتړ په لړکې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له هغې اعلامیې هم هرکلی کړی چې په هغې کې پر دایمی اوربند ټینګار شوی، د امنیت شورا اعلامیه څه وایی او د جګړو د ډیریدو ترشا عوامل څه دی؟ د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد ویلی چې په افغانستان کې د سولې لپاره یو بې ساری نړیوال ملاتړ رامنځ ته شوی، چې له دغه فرصت باید ګټه واخیستل شی. نوموړی په خپلو وروستیو ټویټ پیغامونو کې په دې اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له اعلامیې هم هر کلی کړی دی، «د ملګرو ملتونو امنیت شورا د افغان سولې د مذاکراتو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې چې په کښې د افغانستان پر «حاکمیت، خپلواکۍ، مځکنۍ بشپړتیا او ملی یووالی» ټینګار شوی.» ښاغلی خلیلزاد زیاته کړې چې دا د افغانستان لپاره یوه بې سارې شیبه ده. د نوموړی پروینا د مذاکراتو له لارې د یوه سیاسی جوړجاړی او په افغانستان کې د سولې لپاره پراخ نړیوال ملاتړ شته. د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په اعلامیه کې څه دی؟ د افغانستان په اړه د امنیت شورا په یوه وروستۍ اعلامیه کې چې د سپټمبر په ۱۸ مه خپره شوې راغلی چې په افغانستان کې دایمی سوله یواځې د افغانانو په مشرۍ د سولې بهیر پر مټ شونې ده. اعلامیه زیاتوی چې ددغه بهیر بنسټیزې موخې دا دی چې هم د یو ټولیز او دایمی اوربند ترڅنګ باید یوه ټولمنلې سیاسی هوکړه رامنځ ته شی. د ملګرو ملتونو سرمنشی په افغانستان کې د یوه عمومی بشری اوربند غږ کړی، خوپه ډیرې خواشینۍ سره باید وویل شی چې د افغانستان له ډیرو ولایتونو د تاوتریخوالی ډیریدو راپورونه ورکول کیږی چې دا بهیر ولس ته د منلو او زغملو وړ نه دی ، ځکه ولس هیله لری چې د سوله ییزو مذارکراتو د ښه پرمختګ او باورجوړونې په موخه ترهرڅه لومړی باید تاوتریخوالی کم او دایمی اوربند وشی ترڅو دهراړخیز اعتماد په ترڅ کې پر سیاسی جوړجاړی ، تلپاتې نیکمرغه او باعزته سولې پر ټینګښت هوکړه وشی ترڅو له امله یې په هیواد کې روانه څلویښت کلنه جګړه نور د تل لپاره پای ته ورسیږی او پر ځای یې دایمی امن او امان او نیکمرغه سوله منځته راشی.
درفولدر ۶ میزان ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید