روزنامه ملی انیس

د حضرت محمد(ص) نیکمرغه میلاد

داسلام دستر پیغمبرحضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دهیلو او ارشاداتو څخه معلومیږی او حقیقت هم همداسې دی چې اسلامی ټولنه دې سوکاله او آرامه واوسی ، سوله ، ټیکاو، امن اوامان دې همیشنی وی ، نوهمدا لامل دی چې داسلام ستر پیغمبر(ص) دیوه فرد وژل یې دټولې نړۍ دافرادو د وژل کېدلو په معنا بللی دی ، نواوس چې موږ دنړۍ ټول مسلمین دجناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دنیکمرغه اوبختور میلاد په درشل کې یو پاک خدای (ج)دی دهمدغه بختور میلاد په برکت دافغانستان په شمول دټولې اسلامی نړۍ پراوسیدونکو رحم اوکرم وکړی ترهغه چې ټول مسلمانان دامن، ثبات ، ډاډمن امنیت اوسوکالۍ په نیکمرغه فضا کې درب العالمین درښتینی عبادت دترسره کولو ترڅنگ په سوله ییزه فضاکې دخپل ژوند چارې هم په خورا خوښی اوهوسا خاطرپرمخ یوسی، پردې بنسټ اوس مونږ دنړۍ ټول مسلمین په واقعیت سره چې دخاتم النبین جناب حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دنیکمرغه اوبختور میلاد دنمانځنې په لړکې دزړه له کومې ددغه نازنین الهی استازی سره دهغه په مبارکه لاره باندې دتللو اوعمل کولو هوډ تازه کوو اوپه حقیقت کې داسلام دستر پیغمبرحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم نیکمرغه میلاد یعنې دبدمرغیو څخه دبشریت ژغورنه ده ، جناب حضرت رسول اکرم محمد صلی الله علیه وسلم د عبدالله زوې او دعبدالمطلب لمسی ، دهغه مبارکه موربی بی امنه اودهغه حضرت رضاعی مور بی بی حلیمه نومیده ، حضرت محمدصلی الله علیه وسلم په (۵۷۱) میلادی کال دربیع اول په دولسمه د دوشنبې په ورځ دمکې مکرمې په ښارکې سترگې نړۍ ته پرانیستلې اودغه مبارکه ورځ له همدې امله د اسلام دستر ناجی دزوکړې ورځ ده اود مولودشریف په نامه یادیږی ، داسلام دستر لارښود له زیږیدونه مخکې دهغه بزرگواره پلار عبدالله مړشو اوتقریبا دشپږکلنۍ په عمر دهغه مور وفات شوه اوپه اته کلنۍ کې دهغه کاکا ابوطالب هم وفات شو ، پاک خدای (ج) خپل حبیب یتیم کړ اوپاک خدای (ج) دهغه حضرت په وجودکې خپله خدایی څرگنده کړه ، هغه حضرت (۴۰) کلن و چې قران کریم دپاک خدای (ج) له لورې دحضرت جبراییل امین په واسطه آیت آیت پرې نازل شو ، دغه مبارکه آیتونه د درویشتوکلونو په اوږدو کې پردغه حضرت (ص) باندې بشپړ نازل شول اوخپله دی حضرت (ص) په څلویښت کلنۍ کې د پیغمبری سپیڅلې دندې ته مبعوث شو، حضرت محمد صلی الله علیه وسلم په وړکتوب کې دښه سلوک خاوند و او په لاره به چې روان و ، ونو اوکاڼو ، بوټو. به له مخکې پرده سلام وایه او ورته ویل به یې چې السلام علیکم یا محمدصلی الله علیه وسلم.

دیادونې وړ ده چې حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم دبعثت نه مخکې او دځوانۍ په مرحله کې دمکې دخلکو له پاره (رمه ) پیوله ، دغه مبارک سیرت یې په دې دلالت کوی چې باید هرانسان کاراوعمل ولری او دخپل لاس مزد وخوری او نورو پیغمبرانو هم دارنگه کسبونه اوجسمانی فعالیتونه درلودل او دغه کار دبشریت تاریخ ته عزت نفس، لوړ همتی ، دکار اوعمل درس ورکوی ، چې خپله ټولنه آباده ، ښیرازه او ودانه کړی ، جناب رسول اکرم صلی الله علیه وسلم په امین هم شهرت درلود چې په وعده به یې وفا کوله په معاملاتو کې به پاک چلیده ، هیچاته یې ضرر نه رساوه ، نوکله چې په پیغمبری باندې مبعوث شو دعوت یې ډیر ژر دقبول وړ وگرځید چې نن ورځ داسلام دین وینوچې دنړۍ گوټ گوټ ته رسیدلی دی ، درسول الله صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت د ژوند ټولو اړخونو ته شامل دی او هیڅ یو جانب نشته چې په هکله یې هدایتونه او لارښوونه نه وی کړې ، نوویلای شو چې د مبارک سیرت دهر دعوتگر،مربی ، سیاسی. اوهرانسان له پاره مثال دی ، پردې بنسټ ددغه الهی استازی نیکمرغه میلاد په حقیقت کې په باطل باندې دحق بریالیتوب او له تیارونه وروسته د رڼا رابلل دی ، پاک خدای (ج) فرمایی : اوماته یې لیږلی پیغمبره ، مگر لیږلی مې یې د رحمت له پاره د مخلوقاتو ، نوله شک پرته چې رښتیا هم حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم یو بې ساری رحمت ود عالمیا نو له پاره چې هغه یې د ژوند په چارو کې له تیارو او جهالت څخه روښانه ژوند ته راوبلل او دهغوئ په زړونو کې یې یوازې درب العالمین دعبادت د ترسره کولو له پاره رغنده بدلون او سپیڅلې مینه را پیدا کړه ، همداشان حضرت محمد صلی الله علیه وسلم د ځوانی دوره هم په هوش ، فکر او دپاک خدای (ج) دکایناتو د پیدایښت په اړوند فکر کړی او دالله (ج) حکمت یې په هر پیداشوی موجود کې لیدلی دی او دخدای(ج) خدایی یې په کې ثابته کړې ده ، پردې اساس د سرور کاینات حضرت محمد صلی الله علیه وسلم دمیلاد سپیڅلې ورځ یوازې موږ مسلمانانو ته نه ، بلکې ټولې انسانی نړۍ ته سترتاریخی ارزښت لری ، داهغه ورځ ده چې د حضرت محمد‏ صلی الله علیه وسلم له میلاد سره سم په ټوله نړۍ کې د انسانی ژوند په ټولو برخو او دنړۍ په نقشه کې بدلون منځته راغی ،دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم میلاد د نوې نړۍ میلاد ، دنوی رحمت میلاد ، دسعادت او نیکمرغی میلاد ، دټولو انسانانو له پاره دی ، حتا پاک خدای (ج) فرمایی ، دپیغمبراکرم صلی الله علیه وسلم میلاد د رحمت ، سعادت ، قوی عدالت او دطهارت پیام و ، دټولې نړۍ او انسانانو له پاره ، تاریخ شاهد دی چې دحضرت محمد صلی الله علیه وسلم له میلاد څخه وروسته د انسانانو لید د نړۍ او په نړۍ کې دهرڅیزپروړاندې بدلون وموند ، هغه لید چې د نور له سرچېنې او داسلام له هدایاتو څخه یې الهام اخستلو ، د انسانانو او کایناتو په اړوند یې ؛ځانگړی اواساسی بدلونونه را منځته کړل.

پردې بنسټ له کوم وخت څخه چې قرآن کریم پرحضرت محمد صلی الله علیه وسلم نازل شوی په تدریج سره یې له عالمیانو څخه ټولې بدمرغۍ لرې کړی دی ، دعلم او معارف نور، دپرمخ تللی تمدن پروگرامونه او په ټولو برخو کې یې ښکلاوې عالمیانوته په غوره شیوه او گټورو مدارکو وړاندې کړی دی ، علمی ، تخنیکی ، اداری ، اقتصادی او دتکنالوجی پرمختگونه ټول د قرآن عظیم الشان له برکته او دحضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم له نورڅخه دی.

بناً اوس چې موږ دنړۍ ټول مسلمین دجناب حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم دنیکمرغه اوبختور میلاد په درشل کې یو پاک الله(ج)دی دهمدغه بختور میلاد په برکت دافغانستان په شمول دټولې اسلامی نړۍ پراوسیدونکو رحم اوکرم وکړی ترهغه چې ټول مسلمانان دامن، ثبات ، ډاډمن امنیت اوسوکالۍ په نیکمرغه فضا کې درب العالمین درښتینی عبادت دترسره کولو ترڅنگ په سوله ییزه فضاکې دخپل ژوند چارې هم په خورا خوښی اوهوسا خاطرپرمخ یوسی اود پاک خدای (ج) له ورکړی خوږ ژوند څخه دبشپړ اسلامی اخوت او ورورولی په فضاکی خوند واخلی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید