روزنامه ملی انیس

د جمهور رییس محمداشرف غنی دډاډګیرنې پیغام

په خواشینۍ سره مې خبر تر لاسه کړ چې د علومو اکاډمی غړې، لیکواله او ژورنالیسته غوټۍ خاورې د ورپیښې ناورغۍ له کبله په حق ورسېده.

غوټۍ خاورې د راډیو افغانستان د ویاندې، د ادبیاتو د محققې، د ولسی ادب د ټولوونکې،  د اداری اصلاحاتو او ملکی خدمتونو د خپلواک کمیسون د کمشنرې او د افغانستان د علومو اکاډیمی د علمی غړې په حیث د هېواد خدمت وکړ. د دې مړینه لویه ضایعه ده.

 د غوټۍ خاورې د مړنې په مناسبت د هغې کورنۍ، دوستانو، د افغانستان په علومو اکاډیمی کې د هغې همکارانو او د هېواد فرهنګیانو ته تسلیت وایم. الله تعالی دې یې جنتونه په نصیب کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید