روزنامه ملی انیس

د جمهور رئیس محمد اشرف غنی د تسلیت پیغام

په خواشینۍ سره خبر شوم چې د هیواد یو تن جید عالم مولوی حمدالله تره خېل د ورپېښې ناروغۍ له کبله وفات شو.
انالله واناالیه راجعون
مرحوم مولوی حمدالله تره خېل د هیواد د مشهور دینی عالم او شیخ الحدیث ارواښاد مولوی سید اغا تره خېل مشر زوی و او د دوی درنې او علم پاله کورنۍ تل د دینی احکامو، لارښوونو او ارشاداتو د تدریس او ولسی خیر ښیګڼو له لارې خلکو ته ډېر خیر رسولی دی. د نوموړی مړینه یوه ضایعه ده.
د مولوی حمدالله تره خېل د وفات له امله د ده کورنۍ، دوستانو، شاګردانو او علمای کرامو ته تسلیت وایم او مرحوم ته د الله جل جلاله په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.
محمد اشرف غنی
د افغانستان د اسلامی جمهوریت رئیس

ممکن است شما دوست داشته باشید