روزنامه ملی انیس

د جمهوری ریاست انتخاباتو ته د چمتوالی په لړکې ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو دلیږد لړۍ هم پیل شوې

داخو ټولوته روښانه شوې چې د جمهوری ریاست انتخابات به انشاءالله د روان لمریز کال د تلې یا میزان میاشت په (شپږمه) نیټه په ټول هیواد کی ترسره شی او دغو ولسمشریزو ټاکنو ته پراخ تیاری هم نیول شوی دی ، افغان حکومت او ولس دی ټاکنو ته لیواله دی او مدنی ټولنې ، د بیلابیلو بنسټونو لکه د بشری حقونو مدافعان ، اود ښځو د حقونو مبارزین او فعالان له ټاکنو پرته بله لاره غوره نه ګڼی ، ددغو بنسټونو په شمول په سیمه او نړۍ کې هم دافغانستان دوست او ستراتیژیک ملګری هیوادونه په افغانستان کې له جمهوری نظام پرته د هیواد امن اوثبات په بل څه کې نه وینی ، افغان حکومت دولس په ملاتړ د ټاکنو په مخ کې ټول خنډونه له منځه وړی او نه غواړی چې په بیلا بیلو پلمو هیواد بیرته پر شا تګ ته اړشی ، البته ددغې بهیر دښه یقینی کیدو په موخه په دې وروستیو کې په هیواد کې دډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله د ټاکنو خپلواک کمیسیون له قوله ویل شوی چې د روان لمریز کال د وږی میاشت په اتمه نیټه یې له کابل څخه د ولایتونو مرکزونو ته د ټاکنیزو موادو دلیږد لړۍ پیل کړیده ، د نوموړۍ کمیسیون ویاند په دې وروستیو کې یوې غږیزې رسنۍ سره په مرکه کې ویلی دی چې هرات   بادغیس او فراه ولایتونو ته د حساسو او غیر حساسو ټاکنیزو موادو دلیږد لړۍ پیل شویده ، چې ولایتونوته په ټاکنیزو موادو کښې د رایې پاڼې ، درایو د پایلو فورمې ، رنګ ، بایومټریک دستګاوې او د ټاکنو په ورځ نور د اړتیا وړ مواد شامل دی ، د رایو اچوونګو  د امنیت پراساس ولایتونو او بیا د ولایتونو له مرکزونو څخه د رایو اچونې مرکزونو ته به انتقال شی ، البته د درییو ولایتونو هرات ، بادغیس او فراه د موادو لیږد پیل شوی همکاران مصروف دی پر همدې باندې کار کوی د افغاسنتان د حمهوری ریاست دټاکنو د مهال ویش له مخې، له کابل څخه ولایتونو ته د ټاکنیزو موادو لیږد به ۱۴ ورځې وخت واخلی او ټاکل شوې د سنبلې(وږی) تر ۲۲ ورځې به دا بهیر بشپړ شی. افغان  امنیتی چارواکی هم وایی، چې هغو ولایتونو ته، چې د مځکې له لارې ټاکنیزو موادو لیږد آسان نه دی، د هوا له لارې به د دغو موادو په لیږد کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون سره هم مرسته وکړی. دکورنیو چارو سرپرست وزیر هم په دې وروستیو کې په  کابل کې د ټاکنو د امنیت په اړه غونډې ته پر وینا کې هم ویلی دی چی د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب لپاره ټول امنیتی پروګرامونه په نوبتی ډول تطبیق کیږی . همداراز په دې وروستیو کې دا هم ویل شوی چې د راتلونکو ولسمشریزو ټاکنو لپاره (۱۲)زره ښځې له خپلو محرمو سره د تلاشۍ لپاره ګمارل  کیږی، د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون له قوله ویل شوی چې دغه ښځې به په مؤقت ډول د ټول هیواد په کچه ګمارل کیږی. خو (۱۲)زره محرمان به یې بیا ددغو ښځو د خوندیتوب لپاره ورسره بوخت وی. ددغه کمیسیون ویاند دروان لمریز کال د وږی میاشت په څلورمه نیټه  یوې غږیزې رسنۍ ته داسې ویلی چې د ښځو دا شمیر د ښځو چارو وزارت له لوری ورپیژندل شوی دی
(۱۲) زره
ښځې او (۱۲) زره محرمان یې چې ټولټال (۲۴) زره کسان کیږی، دا د ښځو چارو وزارت له لوری معرفی شوی چې د ټاکنو په ورځ به د تلاشی کوونکو په توګه  د ټاکنو له کمیسیون سره همکاری وکړی ، همداشان ویل شوی هره هغه میرمن چې د ټاکنو په پروسه کې د تلاشی کوونکې په توګه همکاری کوی امتیازات هم ورته په پام کې نیول شی دی، خو دغه امتیازات ددوئ د محرمانو لپاره نه دی. له دې سره دغه پروسه کې د رأی ورکولو د مرکزونو بندوالی او له لوړ امنیتی ګواښ سره مخ کیدل هغه څه دی چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون یې اندیښمن کړی دی. ددغه کمیسیون په خبره، دا مهال د امنیتی بنسټونو له لوری ورته د ۴۹۰۰ مرکزونو  د امینت د ټینګښت ډاډ هم ورکړل شوی دی…» د یادونې وړ ده چې ټاکنی په واقعیت  کې یو مهم اصل او یوملی بهیر دی نو د خلکو د ملاتړ اوهمکاری په صورت کې کېدای شی چې دغه بهیر له هراړخیز روڼتیا او مشروعیت څخه برخمن شی ، البته ټولټاکنې په حقیقت کې په هره ټولنه کې د دموکراسی د ټینګښت او پایښت یو اصل ګڼل کېږی چې دهمدی اصل په پام کې نیولو سره افغان حکومت هم د هیواد د نافذه قوانینوپه رعایت سره د جمهوری ریاست ټاکنو ته هراړخیز چمتووالی نیولی دی او د جمهوری ریاست نوماندانو هم خپل ټاکنیزکمپاینونه پیل کړی  اوخلک هم باید په ډیر شوق او علاقی سره په راروانو ټاکنو کې پوره ونډه واخلی او داسی نوماند ته خپله رایه ورکړی چې له هره پلوه وړ او دهیواد ملی ګټو ته ژمن او وفادار وی ترڅو وکولای شی چې  په ښه توګه ولس ته خدمت وکړی او هیواد له شته کړکیچونو او کاشالو څخه په  پوره هوښیارۍ وژغوری  ځکه ګران افغانستان دامهال له سختو حالاتو سره مخامخ دی نو یواځی د ولس سمه پریکړه کولی شی چې حالات  تر کنترول لاندې راولی  ، البته د نوماندانو دټاکنیزو کمپاینونو په لړکې خلک باید د نوماندانو په تشو ژمنو هم ونه غولیږی بلکې خلکو ته په کار ده چې دهر نوماند پروګرامونه او وړتیاوی ښه دقیق وارزوی اوبیا وروسته ورته دملی امانت په توګه خپله رایه وکاروی .البته دیکې شک نشته چې د حکومت له لوری په خپل وخت  دټاکنو د ترسره کېدو د ژمنتیا ترڅنګ د هیواد روانو امنیتی ننګونو ته په کتو سره دا روښانه کېږی چې د هیواد او سولی دښمنانو په دی وروستیو کې خپل ناوړه فعالیتونوته زور ورکړیدی ترهغه چې په دی ډول د هیواد ثبات او امنیتی حالت نارامه ، ګډوډ او د ټولټاکنو بهیر په یو ډول نه یوډول سبوتاژ کړی  چې ددوئ داکړنی په ښکاره توګه د اسلامیت  انسانیت او افغانیت پرخلاف دی ، خو داباید هیرنه کړو چې دهیواد اتل امنیتی او دفاعی ځواکونه ددی وړتیا لری چې په هیواد کې دجمهوری ریاست دټولټاکنوپرمهال خلکوته هراړخیزمصئون امنیتی چاپیریال مساعد کړی بناً په ټوله کې افغان ولس په دې هیله دی چې له ټاکل شوی مهال ویش سره سم په هیواد کې د جمهوری ریاست ټولټاکنی د بشپړ امنیت په فضا کې اود خلکو په پراخ ګډون سره له هر ډول درغلیو پرته په پوره روڼتیا ترسره شی ترهغوچې دخلکو واقعی استازی ولس ته دښه خدمت کولو په موخه دجمهوری ریاست مقام ته غوره او دغه څوکۍ ترلاسه کړی او په دی توګه هیواد او هیواد والو ته په پوره سپیڅلتیا د غوره خدمت کولو ویاړ ترلاسه کړی او دیوې اساسی اړتیا په توګه خلکوته یوه تلپاتې او باعزته سوله هم ورپه برخه کړی ځکه چې په دغه جګړه ځپلی هیواد کې د نیکمرغه او باعزته سولې ټینګښت د هرجګړه ځپلی افغان د زړه یواځینۍ غوښتنه او لومړنې هیله ده .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید