روزنامه ملی انیس

د جمهوررئیس محمد اشرف غنی د غمشریکۍ پیغام

د عبدالرزاق ایازئ د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی د غمشریکۍ پیغام
په خواشینۍ سره خبر شوم چې افغان ډئپلومات عبدالرزاق ایازئ د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شوی دی.
انالله واناالیه راجعون
مرحوم عبدالرزاق ایازئ نږدې څلور لسیزې په ملګرو ملتونو کې مهمې دندې ترسره کړې او له تقاعد وروسته یې نږدې دوه لسیزې په ملګرو ملتونو کې په رضاکارانه او افتخارئ توګه د افغانستان استازیتوب وکړ.
نوموړئ د هیواد د رښتینئ خدمتګار په توګه د هیواد د پرمختګ او د هیوادوالو د سوکالۍ او ښېګڼې لپاره د قدر وړ خدمتونه وکړل او هیڅ وخت یې هم د هغو په بدل کې د افغانستان دولت څخه د امتیاز غوښتنه ونه کړه، د هغه مړینه یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم ایازئ د وفات له امله د ده درنې کورنۍ، دوستانو، ټولو هیوادوالو او په ځانګړئ ‌‌‌‌‌‌ډول د کندهار خلکو ته تسلیت وایم او مرحوم ته د الله جل جلاله په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.
محمد اشرف غنی
د افغانستان د اسلامئ جمهوریت رئیس

ممکن است شما دوست داشته باشید