روزنامه ملی انیس

د جمهوررئیس محمد اشرف غنی د خواشینۍ پیغام

د افغانستان د علماو د سراسری شورا رئیس مولوی قیام الدین کشاف د وفات په مناسبت د جمهوررئیس محمد اشرف غنی د خواشینۍ پیغام
په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چې د افغانستان د علماو د سراسری شورا رئیس شیخ القران مولوی قیام الدین کشاف د ورپېښې ناروغۍ له امله وفات شو.
انالله واناالیه راجعون
مولوی صاحب قیام الدین کشاف د خپل عمر ډېره برخه د اسلام د مبارک دین د ارشاداتو او الهی احکامو حاصلولو او نورو ته رسولو ته وقف کړه. نوموړی د خپلې خدای ورکړې پوهې او علم له برکته، هیواد او ټولنې ته ډېر د قدر وړ خدمتونه وکړل او ځوانان یې د دین په اساساتو او الهی احکامو وپوهول او همدارنګه یې په اسلامی او ملی روحیه وروزل.
مولوی صاحب قیام الدین کشاف متواضع، مصلح او خیرخواه انسان و چې د ژوند تر وروستۍ شیبو یې نور د الهی احکامو پرځای کولو، خیر، فلاح او سوله ییز ژوند ته وربلل. په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په برخه کې د نوموړی هڅې او دعوت د قدر وړ دی.
مولوی صاحب کشاف پر افغانستان د پخوانی شوروی اتحاد د وسله وال یرغل پرمهال د افغانستان د دفاع او د جهاد فریضې د ادا کولو په موخه د مجاهدینو لارښوونه وکړه او تل یې د قران او نبوی احادیثو په رڼا کې د افغانستان دفاع او د جهاد فریضې پرځای کولو ته ځوانان هڅول. نوموړی له خپل وطن او خلکو سره بې سارې مینه لرله او د ژوند تر پایه د افغانستان د نظام او خلکو ترڅنګ او کلک ملاتړی و، د نوموړی مړینه د افغانستان لپاره یوه لویه ضایعه ده.
د مرحوم مولوی قیام الدین کشاف د وفات له امله د ده معززې کورنۍ، د افغانستان د علماو سراسری شورا غړو او د هیواد ټولو علمای کرامو ته تسلیت وایم او د خدای تعالی په دربار کې ورته د فردوس جنت دعا کوم.
محمد اشرف غنی
د افغانستان د اسلامی جمهوریت رئیس

ممکن است شما دوست داشته باشید