روزنامه ملی انیس

د تروریزم پر وړاندې ګډه مبارزه په سیمه کې سوله او ثبات را منځته کوی

په افغانستان کې واقعاً روانه بدمرغه جگړه پر افغان مظلوم ولس له کابو څلورو لسیزورا په دیخوا د پردیو له لورې تپل شوې او په دې لړ کې هم په ستره کچه افغان ولس ته نه جبیره کیدونکی ځانی او مالی زیانونه وراوختی دی ، البته په دی کې هم هیڅ شک نه شته چې په افغانستان کې د روانو جګړو ترشا دسیمی داستخباراتی سازمانونو اوپه ځانګړی توګه دځینو ګاونډیو هیوادونو داستخباراتی شبکو پراخ لاس دى اودغه مغرضی استخباراتی شبکې دخپلو ناوړو موخو دتحقق لپاره دافغان حکومت ټول وسله وال مخالفین اوپه ټولیزه توګه ترهګریزی ډلی په خپله غیږه کې ساتی، روزنه اوپالنه یی کوی، تجهیز کوی یی اوبیا وروسته یی دخپلو ګټود ترلاسه کولو په موخه دافغانستان په شمول دسیمی اونړۍ یو شمیر هیوادونو ته د تخریبی او تروریستی اعمالو ترسره کولو ته هم ورلیږی ، بناً ددغه ګواښ د مخنیوی لپاره په سیمه ییزه کچه همغږې مبارزې ته ډیره اړتیا او یو لومړیتوب دی لکه څنګه چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله ویلی: تروریستان باید خوندی پټنځایونه ونه لری او ترې محروم شی، نوموړی دغه څرګندونې د روان لمریز کال د«غبرګولې میاشت
پر ۲۵ مه» په تاجکستان کې د تعامل او باورجوړونې یا«سیکا» په نوم کنفرانس کې د وینا پر مهال کړېدی په اسیا کې د تعامل او باور جوړونې یا «سیکا» په نوم دغه کنفرانس چې دتاجکستان مرکز دوشنبې کې جوړ شوی و د روسیې، چین، ترکیې ایران، قزاقستان او تاجکستان د ولسمشرانو ترڅنګ د اذربایجان صدراعظم هم په کې ګډون کړی و داکترعبدالله عبدالله په دغه کنفرانس کې د افغانستان په استازیتوب داسې ویلی وو :«ترویستان باید امن خوندی ځایونه ونلری او له داسې وسایلو او ابزارو څخه چې ورباندې تروریستی فعالیتونه وکړی، باید محروم شی
 دې موخې ته د رسیدو لپاره باید سیمه ییزه او نړیواله همکاری زیاته کړو، ځکه په یوازی ځان هیڅ هیواد نشی کولای چې د تروریستانو ګواښ له منځه یوسی نوموړی ټینګار کړی چې په سیمه کې تروریستانو ګواښ لاپرځای پاتې دی، خو زیاته کړی یې ده چې د مخنیوی لپاره یې باید سیمه ییزهیوادونه په ګډه کار وکړی  موږ باید د امنیت د ټینګښت او ثبات او د خپلو خلکو لپاره د سولې راوستلو لپاره ټول په سیمه ییزه روحیه کار وکړو، دا  په داسې حال کې ده چې ولسمشر
محمد اشرف غنی هم په قرغزستان کې د شانګهای د همکاریو سازمان په غونډه کې د افغان سولې په اړه د سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر رامنځته کیدو ټینګار کړی، ولسمشر هم ویلی وو، که چیرې په دې اړه سیمه ییزه او نړیواله اجماع رامنځته نشی، له طالبانو سره دسولې خبرې ژر پایلې ته نشی رسیدلی، نوموړی که څه هم په ښکاره ډول د کوم هیواد نوم نه دی یاد کړی، خو زیاته کړی یې ده  هغه هیواد چې له طالبانو سره اړیکې لری باید قطعه یې کړی په افغانستان کې د سولې لپاره پر سیمه ییزې او نړیوالې اجماع پر داسې مهال ټینګار کیږی چې ددې سولې لپاره خبرې یو نوی پړاو ته داخلې شوې دی. په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکاد بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم پر سیمه ییزې او نړیوالې همغږۍ ټینګار کړی دی.

البته ددې ټکی یادونه هم اړینه ده چې په ټوله کې د نړیوالو له لوری باید پرهغو هیوادونو چې په یو ډول نه یوډول افغان سوله ننګوی اودترهګریزو ډلو ننګه اوملاتړ کوی په عملی ډول ځانګړی فشارونه  رواړل شی ترهغه چې دوئ په رښتینی توګه دترهګرو له ملاتړ  تمویل او تجهیز څخه لاس په سرشی

بناً په ټوله کې افغان جګړه ځپلی ولس په دې تمه او هیله دی چې په سیمه ییزه کچه او په ځانګړی توګه په افغانستان کې د افغان سولې او په سیمه کې د ډاډمن ثبات د رامنځته کیدو په اړه په سیمه ییزه او نړیواله کچه را پیل شوی هڅې او خوځښتونه مثبتې پایلې را ونغاړی او په دی اړوند هر ډول ژمنې په عمل کې پلې شی ترهغه چې په ټوله کې د ترهګرۍ او اورپکې ګواښ لمنځه یووړل شی او په دې ډول دافغانستان په شمول د سیمې پرهیوادونو هم مثبتې پایلې پرځای پریږدی چې له امله یې په ټولیزه توګه د اړوندو هیوادونواوسیدونکی د امنیت له پلوه په ډاډمنه فضا کې له سولې او هوساینې څخه برخمن شی .

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید