روزنامه ملی انیس

د امنیتی ځواکونو تجهیزاودهوایی ځواک سمبالښت ته باید ډیره پاملرنه وشی

په هېوادکې روانه بدمرغه جگړه پر افغان مظلوم ولس له‌کابو څلورو لسیزو راپه دیخوا دپردیو له خوا او په ځانگړی توگه دهغوی داستخباراتی شبکو له لوری تپل شوی  چې‌نه یوازی قربانی یې بی‌گناه افغانان ورکوی، بلکی دغی جگړی په هېوادکی دنړیوالی ټولنی هڅی هم ټکنی کړی دی، پردی اساس اړینه ده چې دامریکا متحده ایالات، دناټو سازمان غړی هېوادونه او ترڅنگ یې هم نړیواله ټولنه په افغانستان کی په ټولیزه توگه دسولی ددښمنانو دهر اړخیزو تخریبی او‌تروریستی بریدونو دشنډولو او دهغوی دسازمان ورکوونکو هېوادونو دتیری کوونکو ناوړو پلانونو دکشفولو او له منځه وړلو له پاره دافغان امنیتی او دفاعی ځواکونو (ځمکنی او هوایې) او هم دکشفی او څارگرو ادارو پوره پیاوړتیا او تجهیز ته ډیره پاملرنه وکړی ، تر هغه چې دغه ځواکونه دښو امکاناتو په درلودلو سره په بشپړی هوښیاری او بیداری له خپل ټول ځواک او وړتیا څخه کار واخلی او دغه مغرضی کړی چې دهېوادپه هر ځای کی شتون لری، دوی هلته ښه وځپی او له منځه یې یوسی او ددوی شوم اهداف له خاورو سره خاوری کړی، تر هغه چې په دی ډول افغان جگړه ځپلی ولس ته دنیکمرغه هوسا ژونددپرمخ بیولو لپاره بشپړه سوله یېزه او ډاډمنه فضا مساعده شی.

دیاددښت وړ ده چې دمگړی په ټولیز ډول او سیمه‌یِِیزه کچه دتروریستانو او ترهگرو دناوړه فعالیتونو له امله را پیدا شویو ستونزو، کړکیچونو  گواښونو او هم دهېوادروان امنیتی حالت ته په پاملرنی سره دا واقعیت هم په اثبات رسیږی چې دافغانستان دملی واکمنی ددفاع او ساتنی له پاره دافغان امنیتی او دفاعی ځواکونو هوډ بی له شکه چې ډیر اوچت او پیاوړی دی اوپه دی لاره کی یې تل بی ساری اتلولی له ځانه ښودلی او لا هم دسرلوړی افغانستان او دپتمنو هېوادوالو ددفاع په لاره کی افغان امنیتی او دفاعی ځواکونه دهر ډول سرښندونکی مبارزی او قربانی له پاره په پوره رښتینولی تل چمتو دی، خو دکورنیو ځواکونو دپیاوړی مورال او هېوادپالنی دلوړ احساس تر‌څنگ په ټولیزه توگه پلی ځواکونه دنوی عصر دپرمختللو سپکو او درنو وسلو تجهیز ته ډیره اړتیا لری او ددی ترڅنگ په هر ډول پوځی عملیاتو کی بیا دهوایې ځواکونو بشپړ ملاتړ او حمایه هم یو ستر لومړیتوب دی، تر څو په هر راز شرایطو کی دهېوادددفاع تر څنگ په ټول افغانستان کی نیکمرغه سوله، امن او ډاډمن ثبات تأمین کړی، البته دی ټکی ته مو بایدپام وی، تراوسه چې دهوایې ځواک دسمبالولو له‎پاره کوم څه شوی دی، بسنه نه‌کوی او دقناعت وړ هم نه دی او دی ته واقعاً ډیره اړتیا ده چې دناټو سازمان غړی هېوادونه او په سرکی یې دامریکا متحده ایالات دافغان پلیو ځواکونو دروزلو، تجهیز او مشورو ورکولو تر څنگ هوایې ځواک هم بایدپه هر اړخیز ډول سمبال کړی او ډول ډول پرمختللی کشفی، جنگی او ترانسپورتی الوتکی په واک کې ورکړی ترهغه چې دسیمی په کچه جگړه ځپلی افغانستان دیو مجهز وسله وال ځواک لرونکی هېوادشی چې په هر راز شرایطو کی دهېوادگوټ گوټ تر خپل امنیتی پوښښ لاندی ونیسی او هیڅ راز ترهگریزه ډله او مخرب عناصر ددی مجال پیدا نه کړی چې دهېوادامنیتی وضعیت خراب او دخلکو هوساینه وگواښوی او یا هم دنړیوالی ټولنی هڅی ټکنی کړی، دیادونی وړ ده چې په هېوادکی دډله یېزو خپرندیو سرچېنو په حواله ویل شویدی چې دوست هېوادهندوستان له افغانستان سره دخپلو مرستو په لړکې په دې وروستیو کې څلور جنګی الوتکې افغان پوځ ته ورکړیدی چې واقعاً ددوئ یاداقدام دقدر وړ دی ، خو ددې ترڅنګ اړینه ده لکه څنګه چې دافغان هوایې ځواک دسمبالښت په موخه دناټو دغوڅ ملاتړ دماموریت له لوری او هم دامریکا متحده ایالاتو له خوا ژمنې شوی بایدچې دهغو ژمنو پر اساس په ټولیزه توگه ډول ډول الوتکی دافغان هوایې ځواک دسمبالښت په موخه دامنیتی ځواکونو په واک کی ورکړل شی تر هغه چې په هر ډول پوځی عملیاتو کی دپلیو ځواکونو هراړخیز ملاتړ وکړی او دافغان حکومت وسله وال مخالفین چې دهېوادپه هر گوټ کی سر راپورته کوی، په تخریبی او تروریستی فعالیتونو لاس پوری کوی دوی هلته ښه وځپی او له منځه یې یوسی، البته دی ټکی ته مو هم بایدپام وی چې په ټولیزه توگه دهېواددوسله والو امنیتی او دفاعی ځمکنیو او هوایې ځواکونو تجهیز،سمبالښت او پیاوړی کول په حقیقت کی دافغانستان داسلامی جمهوری دولت له لومړیتوبونو څخه هم شمیرل کیږی، نو بایدافغان دولت په خپلی هر اړخیزی پاملرنی سره دنړیوالو همکارانو بی دریغه همکاری لاهم را جلب کړی او ددی تر څنگ خپل امکانات هم سل په سلو کی په کار واچوی تر هغو چې ژر ترژره دهېواددځمکنیو ځواکونو ترڅنگ هوایې ځواکونه هم په هراړخیزه توگه پرنویو او پرمختللو وسلو  تجهیزاتو اوپه ډول ډول جنگی  کشفی او ترانسپورتی الوتکو سمبال کړی، ځکه اوس مهال دیو مسلکی او مجهز وسله وال ځمکنی او هوایې ځواک شتون دجگړه ځپلی افغانستان یو ستر لومړیتوب او اړتیا ده دا ځکه چې له هره پلوه دیوسمبال ځمکنی او هوایې ځواک په درلودلو سره ددی امکان شته چې په هېوادکی ډاډمن امنیت، سوله او ثبات تأمین او دافغان مظلوم ولس او ځوریدلو خلکو بشپړ امنیتی مصونیت هم په تلپاتی ډول خوندی، نیکمرغه ژونداو هوساینه دټولو قدرمنو او جگره ځپلو هېوادوالو په برخه شی او هیڅکله هم ددوی آرامتیا  خوښی او هوساینه دځینو کورنیو وسله والو مخالفینو یا بهرنیو ترهگړو له خوا ونه گواښول شی

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید