روزنامه ملی انیس

د امریکا، افغانستان او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزې ناستې ګډه اعلامیه

د دغې اعلامیې متن د افغانستان امریکا او ازبکستان دولتونو له لورې د دې هیوادنو ترمنځ د درې اړخیزه ناستې په افتتاحیه غونډه کې خپور شوی دی.
د امریکا متحده ایالاتو دولت، د افغانستان اسلامی جمهوریت او د ازبکستان جمهوری هیواد استازی د مې میاشتې په ۲۷ نیټه د ویدیوکنفرانس له لارې د افغانستان امریکا او ازبکستان ترمنځ درې اړخیزه ناسته پرانیسته. غونډه د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سیاسی معین دیوید هیل، د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وزیر محمد حنیف اتمر او د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف په ګدون رهبری شوه.
د غونډې ګدونوالو د درې اړخیزو خبرو اترو پر اهمیت د ټینګار تر څنګ پر سیاسی، اقتصادی، امنیتی او بشری پرمختګ باندې بحث وکړ. د ګډونوالو د بحث عمده موضوعات په لاندې ډول وو:
• دریواړه هیوادونه په خپلو کې د همکاریو د پراخیتا په برخه کې ژمنه وکړه، د سیمې په هیوادونو او نړیوالې ټولنې باندې غږ وکړ چې، د افغانستان د سولې پروسې او په افغانستان کې د ۱۸ کلنو لاسته راوړنو په خوندیتوب سره د جګړې د پای لپاره د بادوامه سیاسی جوړجاړې څخه ملاتړوکړی،
• د مې ۱۷ نیټې د سیاسی هوکړه لیک هرکلی چې د ټول شموله دولت او ملی مصالحې د عالی شورا جوړیدل یې بشپړ کړل چې دواړه به د سولې د بهیر د لا چټکوالی په برخه کې مرسته وکړی،
• د بین الافغانی مذاکراتو په عاجل پیل ټینکار ترڅو پکې د افغانستان راتلونکی لپاره د سیاسی لارې پر نقشې او هراړخیز اوربند په اړه بحث وسی،
• د اختر په ورځو کې د تاریخی اوربند او پدې اوونۍ کې د طالبانو د بندیانو خوشۍ کیدو ته د چټکتیا په تړاو چې تر ۹۰۰ ډیر بندیان خوشۍ شوی هم په کې شاملیږی، د افغان رهبرانو د پریکړې څخه هرکلی چې د فبرورۍ ۲۹ هوکړه لیک سره سمون لری،
• د واړه لورو هڅول تر څو د اختر د ورځو په شان اوربند وغځوی، او د کرونا څخه د خلکو د ژوند د ژغورنې لپاره، اړتیا دې ته چې افغانستان د اوربند څخه مخکې د تاوتریخوالی هغه لوړه کچه زغملی نشی او دې ملکی افرادو د تلفاتو مخنیوی.
• د افغانستان او امریکا د ګډې اعلامیې او د امریکا او طالبانو ترمنځ د فبرورۍ ۲۹ هوکړه لیک ته په پاملرنې سره د افغانستان دولت او طالبانو پر ژمنې باندې تاکید کوی چې نور افغانستان د ترهګرو افرادو او ډلو په شمول د القاعدې او داعش د فعالیتونو لپاره نه کاریږی، تر دې دمه، دې موخې ته د رسیدلو لپاره د افغانستان د امنیتی ځواکونو او نړیوال ملګرو قربانۍ د ستاینې وړ دی.
د دریواړه هیوادونو د اوسیدونکو اړتیاوو ته په کتو سره ګډونوالو د کرونا ویروس په دوران کې په لاندې ضروری مواردو باندې هوکړه وکړه: له روغتیایی ناورین سره د مبارزې لپاره د همکاریو پر پیاوړتیا ټینګار، د روغتیایی درملو او تجهیزاتو، د خوارکی او لمړنیو ضروری توکو د تګ راتګ په موخه د پولو خلاص ساتل.
د درې اړخیزې ناستې په چوکاټ کې ګدونوالو د لومړیتوبونو پر بنسټ لاندې ساحو کې د همکاریو پر لا پراختیا تاکید وکړ:
• د افغانستان او ازبکستان پولې سره د کډو ګواښونو پر وړاندې د مبارزې لپاره د امنیتی همکاریو پراختیا او ګډې هڅې، همدا شان د ترهګرۍ، د مخدره توکو قاچاق، د انسان قاچاق، غیرقانونی کډوالی او په سیمه کی د ژویو د قاچاق د مخنیوی لپاره د همکاریو پراختیا.
• د ریل پټلۍ اتصال او پراختیا، د افغانستان ازبکستان او د نورو هیوادو سره پرته له ځنډه د خوراکی توکو، لمړنیو ضروری توکو، طبی تجهیزات او په تیره بیا د کرونا په شرایطو کې د روغتیایی موادو په ترانزیت او لیږد کې زیاتوالی،
د افغانستان ازبکستان قزاقستان درې اړخیزې موافقتنامې د لاسلیکیدو په شمول د د سیمه ییزې همپالنۍ تزانزیت پراختیا،
• په قانونی چوکاټونو باندې په بیاکتنې او پراختیا، په پالسیو کې اصلاحات، د معلوماتو تبادلې، د منظم ټکنالوجئ په استفادې ریسک مدیریت، پر بشری منایع او بنسټیزو برخو باندې پانکونې او په ترمز پوله کې د محدودیتونو په رفع کولو سره په شمول د آزد اقتصادی زون د افغانستان او ازبکستان ترمنځ د سوداګرئ پراختیا،
• د هغو ریل پټلیو پر جوړښت پحث چی ازبکستان د پاکستانی له تجارتی بندرونو او نورو هیوادونو سره تړی. په تیره بیا د هغې ریل پټلۍ د جوړولو پر عملی مطالعې بحث چې مزارشریف- هرات- بهرامچه او مزار شریف- کابل – تورخم سره نښلوی،
• د خوراکی موادو خوندیتوب باندې د کرونا وایرس د اغیزو کمول،
• د انرژۍ له سیمه ییزو پروژ څخه ملاتړ لکه، کاسا ۱۰۰۰، ( د مرکزی او جنوبی آسیا د انرژۍ د لیږد او سوداګرۍ پروژه) کریم یا( د مرکزی آسیا دسیمه ییزې انرژۍ مارکیت) ټاپی او د پلخمری سرخان دریا د انرژۍ ۵۰۰ کیلو واټ لاین د انتقال د پروژو تطبیقول،
• د ولسی فرهنګی تبادلې لپاره د فرصتونو برابرول په ترمز کې د افغان تریننګ مرکز په شمول،
• د دواړو ولسونو ترمنځ د بشردوستانه اړیکو او نږدیوالی لوړتیا په اوسنیو شرایطو کې د کرونا ویروس سره د مبارزی په برخه او په راتلونکې کې د صحی او طبیعی ناورینونو سره د مبارزې په لار کې،
• د ښځو د حقونو د برابروالی او د هغوی د اقتصادی بسیاینې ترویج چې وشی کولای د کرونا ناورین د اغیزو د کمولو او د هغوی پر وړاندې د غبرګون په برخه کې رغنده ونډه واخلی،
• او د دغې درې اړخیزې ناستې د پریکړو د پلی کیدو لپاره د یو کاری ګروپ جوړول،
ګډونوال هیله لری چې د روغتیایی شرایطو په ښه کیدو سره به دا مسایل په مخامخ جلساتو کې څیړی او دغه پریکړې به عملی کړی.

ممکن است شما دوست داشته باشید