روزنامه ملی انیس

د افغان سولې په موخه روانې  هڅې هیله بخښونکی دی 

سره له دی  چې سوله دافغان ولس لومړنۍ غوښتنه او یوازینۍ هیله ده ، خوهمدا  دسولی موضوع بیا دافغان حکومت دمشرتابه له لومړیتوبو نو څخه هم شمیرل کیږی او په دی برخه کې یې عملاً دهلو ځلو بهیر روان ساتلی دی خو ددی ترڅنگ نن سبا دغی موضوع دنړیوالو پام هم را جلب کړیدی لکه څنگه چې په دی وروستیو کې دافغان سولې لپاره په افغانستان کې دناټو ملکی سفیر ویلی، تر بل هر وخت اوس دې ته  شرایط برابر دی چې جنګ ختم او په افغانستان کې سوله ټینګه شی. دناټو ملکی سفیر نیکلاس کی  دغبرګولې په ۲۸ مه نیټه یوې غږیزې رسنۍ سره په ځانګړې مرکه کې داسې ویلې دی :« دغه یې وخت دی چې موږ جګړې ته دپای ټکی کیږدو، طالبان دخبرو میز ته راشی او په سیاسی ډول ستونزې حل کړی، په افغانستان کې دسولې په تړاو دامریکا او طالبانو داستازو ترمنځ په شپږو پړاوونو کې دخبرو او لاسته راوړنو ته په کتو تمه کیږی چې په راتلونکی دور کې به دسولې دا خبرې ښې پایلې ولری، زه ډیر امیدواریم داچې دمذاکراتو شپږ مرحلې تیرې شوې دا امیدواره کوونکې دی او زه امیدواریم چې مذاکرات به نه اوږدیږی  مذاکرات به روان وی او دا به ضرور پایلې هم ولری  البته نوموړی ددې پوښتنې په ځواب کې چې اوس په افغانستان کې له یوې خوا دسولې خبرې او له بله پلوه دولسمشریزو ټاکنو لپاره هلې ځلې روانی دی، په دې حساسو شرایطو کې دافغانستان په اړونددپاکستان په سیاسی، اقتصادی او پوځی دریځ کې څه بدلون وینئ؟ نوموړی داسې ویلی دی: «دوې اوونۍ مخکې ما پاکستان ته سفر درلود، هلته مې ولیدل چې دخلکو او سیاسیونو علاقمندی په افغانستان کې دسولې لپاره ډیره وه، مهمه دا ده چې دافغانستان او پاکستان رهبری دیو مشترک لیدلوری درلودونکی وی، په افغانستان کې دسولې په اړوند، دوئ بیا کولای شی چې ددغه لیدلوری څخه دافغانستان او پاکستان داقتصادی پیاوړتیا لپاره ګټه واخلی دابایدووایم چې دافغانانو لپاره  دپاکستان دخلکو او هم دنړیوالو همکارو لپاره اوس یوازې کلمات او الفاظ بسنه نه کوی ، اړینه ده چې عملی ګامونه پورته شی او خلک په عمل کې دپرمختګ علایم وګوری او دا یقینی کړی چې دلته یو ښه لیدلوری موجوددی.

بناً په ټوله کې افغان جگړه ځپلی ولس په دی تمه او هیله دی سره له دې چې دافغان سولې په موخه په سیمه ییزه او هم په نړیواله کچه یوه اجماع رامنځته شوی خوپه دې لړ کې دګاونډی هیوادپاکستان رښتینې او صادقانه همکاری هم ډیره اړینه ده لکه څنګه چې ددغه هیوادچارواکې ظاهراً تل دافغان سولې دننګې او ملاتړ نارې سورې وهی نو په عمل کې هم بایددوې خپله رښتینولی په اثبات ورسوی او طالب لوری دجګړې ددوام پرځای دایمی سولې اوبین الافغانی مذاکراتو ته چمتو کړی  ددې ترڅنګ افغان جګړه ځپلی ولس دزړه له کومې غواړی چې په جگړه کې ښکېلی لوری بایدپه سوله سره صلاح شی او نور بدمرغی جگړی ته دزړه له تله نه ووایی اودسولی بیرغ هسک کړی ، ځکه دا ټولوته څرگنده شوی  چې زموږ هیواددتیرو کلونو کلونو بدمرغه، تباه کوونکو او خونړیو جگړو په ترڅ کې له هره پلوه وران، ویجاړ او پتمنه افغانان هم دمادی او معنوی پلوه له سترو زیانونو سره مخامخ شوی او په ټولیزه توگه هم دا  ټولو ته په اثبات رسیدلی چې ددغه ناوړه جگړی په ترڅ کې یوازی گران افغانستان دنابودی لوری ته وکښل شو او افغانان له بدمرغیو سره لاس او گریوان شول نو نن چې موږ ته یو ځل بیا ددی زمینه برابره شوی چې ټول افغانان سره یو موټی شو او دخپل گران هیوادآبادی، ترقی او پرمختگ لپاره مټی راون‌غاړو او په گران افغانستان کې دنیکمرغه سولی دټینگښت له‎پاره ټول افغانان دورونو په څیرسره متحد، یوموټی او یو قوت شو او دسولی خلاف دهرغلیم هڅه په ریښه کې ورته شنډه کړو ترهغه چې په دی وتوانیږ په هیوادکې دسولی دغه نیکمرغه هڅی اوخوځښتونه چې را پیل شویدی  دبری تر منزله ورسوو اوخپل گران هیوادله شته ناورین څخه وژغورو اویوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول هیوادکې ټینگه ، قایم او دایم کړو، په دی هیله چې پرجگړه کې ټولی ښکېلی لوری دافغان مظلوم ولس روا او مشروع غوښتنه چې هغه په دغه جگړه ځپلی هیوادکې دتلپاتی نیکمرغه سولی ټینگښت دی، لبیک ووایی اوبین الافغانی سولی ته غاړه کېږدی اوخپلی ټولی غوښتنی دسیاسی جوړجاړی اوسوله‎ییزو مذاکراتو په لړکې مطرح او بنسټیز حل ته سره راورسیږی او بالآخره یوه تلپاتی نیکمرغه سوله په ټول هیوادکې ټینگه او له هراړخیزو خوښیو ډک سوکاله  ژونددافغان پتمن ولس په برخه شی .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید