روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

د افغانستان په سپیڅلې خاوره کې هیڅ  یرغلگرنه شی بریالى کیداى

په واقعیت سره چې افغان ملت دتاریخ په اوږدو کې تل دپردیو زورواکو او ځان غوښتونکو یرغلگرو له بې رحمه، ناروا او دهرراز انسانی اصولو او ارزښتنو خلاف له وحشی تاړاکونوسره مخامخ شوى،  خوتاریخ شاهددى چې باتوروافغانانوتل دملی یووالی په  عالی روحیه او دهیوادپالنی په ځانگړی احساس سرښندونکې مبارزی کړی او دپاک خداى (ج) په مرسته، فضل او کرم دیرغلگر دښمن په وړاندی یی تل برى موندلى دى، البته دروان لمریز کال دمرغومی میاشتی شپږمه نیټه هم پر افغانستان دسرو لښکرو دتیری له ورځی سره سمون خوری چې له نن څخه (نهه دیرش) کاله مخکې د(۱۳۵۸) لمریز کال دمرغومی په شپږمه نیټه چې د(۱۹۷۹) زیږدیز کال ددسمبر له (۲۷) می نیټی سره برابره ده دپخوانی شوروی اتحاد سرولښکرو هم دانگریزانو دیرغل په څیرد(هوا، حیرتانو او تورغنډۍ) له لاری پر افغانستان یرغلو کړ ،  خو دافغانستان مسلمان او پر آزادى مین ملت سراسری پاڅون وکړ او دهجرت او جهادلاره یی په مخکې ونیوله ، دشوروی وحشی لښکرو زموږ دملت په بمبارولو او عامه وژنو اقدام وکړ، په زرگونو بې گناه مسلمانان یی په ډله ییزه توگه په کندوکې وغورځول او په بلدوزرونو سره یی خاوری پری واړولی، په افغانستان کې داسی کلی او سیمه پاتی نه شوه چې دشوروی اتحادزغره والو ټانکونو او جیت الوتکو ورباندی حمله او یرغل نه وی ور وړى، خو څنگه چې دافغانستان مسلمان او قهرمان ملت مرگ ته دغلامۍ له ژونده ترجیح ورکوی ، نو دغو وحشیانه او عامه وژنو ددوى دایمان او سرښندنی په ولولو کې  هیڅ ډول سستی رانه وستلى شوه او له (دوو میلیونو) څخه زیات افغانان یی شهیدان،  معیوب او یتیمان کړل، کلی او کورونه یی په کنډوالو بدل کړل او ټول اقتصادی تاسیسات یی له منځه ولاړل خو بیایی هم خپل سپیڅلی جهادته تر هغی ادامه ورکړه چې دشوروی سرولښکرو ماتی وخوړه او له افغانستان څخه یی دتیښتی لاره غوره کړه  دافغانستان  سپیڅلی جهاد دمحکومو ولسونو دآزادۍ مدرسه جوړه شوه، دنړۍ په نقشه کې دشوروی اتحادنوم ورک شو، دلینین مجسمه رانسکوره شوه، دجرمنی هېوادمرکز دبرلین ښار په خیټه کې دځتیځ او لویدیځ آلمان په نامه درول شوى دیوال ونړول شو، له څلویښتو کلونو روسی حاکمیت نه وروسته دچکوسلواکیا دخلکو پاڅون روسی تسلط ته دپاى ټکى کېښود، لنډه داچې نړیوال په دی وپوهیدل کوم ولسونه چې په خپله غلامۍ ته غاړه کېنږدی هیڅکله هم په زوره ورباندی غلامی نه شی تپل کېداى، اوس شوروی اتحادورک شو، خو افغانستان لاژوندى دى او دافغانانو په زړه کې داسلام ژوندبښوونکى روح چلیږی، ښکیلاکگرو که دتاریخ په اوږدوکې په دی اسلامی او آزاده خاوره هر څومره یرغلونه وکړل،  خو په پاى  کې نیست او نابودشول او افغانستان دیو اسلامی او آزادهیوادپه توگه سرلوړى پاتی شو او څو چې دا دنیا ودانه وی افغانستان به هم ژوندى وی، پاک خداى(ج) دی تل گران افغانستان آباد، ودان، سمسور، ښیرازه او ژوندى لری او رب العالمین دی په خپل قدرت کامله سره دغه جگړه ځپلى هېواداو افغان مظلوم ولس له روانی بدمرغه جگړی څخه چې له ۳۹ کالو را په دی خوا بیاهم دپردیو په لمسون دوام لری او افغانانو ته یوازی مرگ ژوبله په میراث پریږدی، ژر تر ژره وژغوری او په دغه هېوادکې دی سر تاسری او تلپاتی سوله ټینگه کړی، تر څو جگړه ځپلی افغانان دکلونو کلونو له بدمرغه جگړی څخه وروسته دنړۍ دنورو امن لرونکو هېوادونو داوسیدونکو په څیر دسولی په نیکمرغه فضا کې آرام ، سوکاله او هوسا ژوندپر مخ یوسی، البته ددی ټکی یادونه هم ضروری  ده چې زموږ دگران هېوادقسم خوړلی دښمنان که هغه بهرنیان دی او که په هېوادکې دننه دهغوى پلورل شوی گوډاگیان، دوى تل هڅه کوی چې افغان مظلوم او ویاړلى ولس تل په بدمرغه جگړه کې ښکیل وساتی، بنا، نو اى دافغانستان باتورو او میړنیو اوسیدونکو!ویښ، بیدار او هوښیار شی او په ځان کې دخپلو پلرونو په څیر رغنده نوښت او خوځښت راولئ، نفاق، تربگنی او ځان ځانی پریږدئ، دیووالی او یو موټیتوب پررسۍ خپلی منگولی ښی کلکې کړئ او نور دپردیو د شومو اغراضو او نیرنگونو له لومی ځانونه وژغورئ، ځکه چې په نفاق، ځان ځانۍ او تربگنۍ کې ستاسو بدمرغی  او دهېوادتباهی نغښتی ده او دغه غمیزه عملاً موږ او تاسی کابو څلور لسیزی په خپل گران هېوادسرلوړی افغانستان کې وزغمله، پردی اساس دخپلو پلرونو او نیکونو ویاړلی کارنامی خپل سرمشق وگرځوئ، لکه څنگه چې هغوى ستاسی لپاره ملی خپلواکی ترلاسه کړی ده  ، نوتاسی هم له دوى څخه دبشپړیووالی په فضا  کې په ښه توګه ساتنه وکړئ اوهم په ځان  کې ددی پوهه او وړتیا پیداکړئ چې په مرسته یی دهېواد اقتصادی خپلواکی هم ترلاسه کړی او هم افغانی سوچه او سپیڅلى اسلامی فرهنگ دنورو ناولو فرهنگونو دیرغل له اغیزی  څخه وساتی تر څو راتلونکی  نسلونه هم ستاسی سپیڅلو هڅو  او رغنده کارنامو ته دقدر په سترگه وگوری او تل یی په خورا درنښت یادونه وکړی او پری وویاړی .

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید