روزنامه ملی انیس

د افغانستان د خپلواکۍ ستونزمن مزل

افغانان د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۱۹مه چې د ۱۳۹۸ ل د زمری له ۲۸مې نېټې سره برابره ده، د خپلې خپلواکۍ لومړۍ سلیزه ولمانځله. افغانستان د آسیا په زړه کې پروت او له ټولو خواوو په وچه کې را ګیر هېواد دی. همدا په وچه کې راګیروالی، د دې لامل شو چې افغانستان یو وخت د خپل پوځی ځواک پر مټ د هند اوبو ته چې د تاریخ په اوږدو کې یې د یوې بې بدیلې شتمنۍ حیثیت درلود لاس رسی پیدا او پر نوی ډیلی واک وچلوی. پوره سل کاله وړاندې  شاه غازی امان الله خان د دې هېواد د سرښندونکو او زړورو زلمیانو د تورې په زور له انګرېزانو خپلواکی تر لاسه کړه. د ولسمشر له یو فرمان سره سم، د افغانستان ملی یووالی حکومت د آزادۍ د سلمې کلیزې جشن لمانځنې ته ۳۸۴ میلیونه افغانۍ بودجه ځانګړې کړې ده.

په طبیعی ډول، دا د هر ملت حق دی چې پرخپله خپلواکۍ وویاړی او د افغانانو لپاره هم خورا مهمه ده چې د خپلواکۍ سلمه کلیزه په پرتمینو مراسمو لمانځی. د کابل په ګډون، د افغانستان په ګوټ ګوټ کې لا له وړاندې دخپلواکۍ د سلمې کلیزې دنمانځلو غونډې پیل شوې. دښارونو په بېلابېلو برخو کې د شاه غازی امان الله خان څېرې انځور شوې، د هېواد درې رنګه بیرغ چې د همدې غازی له وخته دود شوی، په ډېری دنګو ودانیو راځوړند او د دولتی دوایرو ټولې لیکلې اړیکې د خپلواکۍ د سلمې کلیزې په زړه وړونکې لوګو ښکلې شوې دی. دا ټول د خپلواکۍ په اړه د افغان دولت او وګړو احساسات ښیی او څرګندوی چې هغوی خپلو تاریخی میراثونو او ویاړونو ته څومره په درنه سترګه ګوری.

افغانستان د تاریخ په اوږدو کې د خونړیو جګړو شاهد وو، په نولسمې او شلمې پېړیو کې د دوو ښکېلاکګرو امپراطوریو د سیالیو ډګر وګرځېد چې په پایله کې د همدې امپراطوریو (انګلیس او تزاری روسیې) په ګورستان بدل شو. د موقعیت له مخې، افغانستان د سویلی او مرکزی آسیا تر منځ د سوداګرۍ، ټرانزیټ او ترانسپورت څلورلاره یادېږی. د ورېښمو لرغونې لار له همدې هېواده تېرېده او افغانستان ته یې د آسیا د زړه ارزښت بخښلی دی. دجیوپولوتیک تحلیل له مخې، په تېرو پېړیو کې په پرلپسې ډول د وخت زبر ځواکونو پر دې ارزښتمن موقعیت د ولکې ټینګولو لپاره سره خوړلی او د دې خاورې د استعمار او سرچینو د استثمار په موخه یې یاده سیمه په خپله هدیره بدله کړې ده. غرنیز جوړښت افغانستان ته لاډېره ښکلا بخښلې او ډېر کله همدا غرونه رغونه په شمال، سویل او ختیځ پامیر کې د هېواد کابو له دېرشو زیات قومونه یو له بله بېلوی. په اتلسمه پېړۍ کې، کله چې افغانستان د یو ملت په حیث
را منځ ته شو، په سیمه کې دوه لوی زبرځواکونه له یو بل سره په ډغرو وو. د دې پېړۍ په نیمایی کې بریتانیا د هند د تسخیر په لټه راووته. د نولسمې پېړۍ په لومړیو کې روسیه هم د افغانستان تر سرحدونو رارسېده او پر سیمه یې خپل نفوذ وغوړاوه.

په ۲۰۱۸ ز کال د ګلوبل ریسرچ د یوې څېړنې له مخې، «د بریتانیا لپاره له خپلې نوې مستعمرې (هند) څخه د نشه یی توکو لېږد رالېږد تر ټولو مهمه مسئله وه. د اتلسمې پېړۍ په دویمه نیمایی کې بریتانیا په هند کې د نشه یی توکو تولیدوونکی او په سیمه او نړیوالو مارکېټونو کې د دغو بدغونیو توکو یوازینی سوداګریز هېواد ګڼل کېده. هغه مهال د نشه یی توکو کرکېله او تولید تر افغانستانه هم رارسېدلی و. د دې لپاره چې بریتانیا د نشه یی توکو پر کاروبار او سوداګرۍ خپل غوړېدلی نفوذ وساتی، له افغانستان څخه یې چې له لارې یې روسیې یاد بازار ته لار موندله، سخته وېره درلوده. دهمدې وېرې له منځه وړلو لپاره یې په ۱۸۳۹م کال کې افغانستان ته له لسو زرو زیات عسکر واستول او د امیر دوست محمد خان واکمنی یې راوپرځوله. دا څلور کلنه جګړه د افغانستان او بریتانیې تر منځ دویمه جګړه بلل کېږی.
د دوست محمد خان حکومت له روسیې سره تودې اړیکې پاللې. بریتانیې نه غوښتل چې په سیمه کې د روسیې نفوذ زیات شی، د دوی د ښکېلاک مخه ډب او د نشه یی توکو پر تور بازار یې ولکه پای ته ورسېږی. ددې جګړې په ترڅ کې بریتانوی هند شاه شجاع ته د هېواد واګې په لاس ورکړې او افغانستان یې تسخیر کړ. د افغانستان سرښندونکی او زړور ملت ډېر ژر د بریتانوی عسکرو او شاه شجاع له حکومت سره په ونښت. په ۱۸۴۲ز کال بریتانوی عسکر اړ شول چې کابل په سړو شپو کې پرېږدی، داسې حال کې چې د کابل-جلال آباد پرلاره له غاښ ماتوونکو بریدونو سره مخ او نږدې ۱۷۰۰۰ عسکر یې د افغان مجاهدینو په چریکی او ګوریلایی بریدونو کې مړه او ژوبل شول.

د بریتانوی عسکرو له خوا دافغانستان تر پرېښودو وروسته
امیر دوست محمد خان دویم ځل واک ترلاسه او له روسیې سره یې خپلو نېکو اړیکو ته دوام ورکړ. دا چې افغانستان هغه مهال له موقع سمه ګټه پورته نکړه اوله تېرو ترخو تجربو یې لازمه زده کړه ونه کړه، ویې نشو کولای چې د هېواد ټولې سیمې او سرحدونه وساتی. دبریتانوی هند له خولې د ستراتیژیک افغانستان د نیولو مزه نه وه تللې؛ نو ځکه یې یو ځل بیا وانګېرله چې دغه هېواد ته خپل پوځونه واستوی. بالاخره، په ۱۸۷۸ز کال افغانستان یو ځل بیا د بریتانوی ښکېلاکګرو له لوری اشغال شو. بریتانیې دا ځل اوږده موده د افغانستان پر کورنیو چارو او بهرنی سیاست کنټرول درلود. دوی پوهېدل چې افغانستان د اوږدمهال لپاره تر خپلې ولکې لاندې نشی ساتلای؛ فکر یې وکړ چې څنګه کولای شی د هند ګرمو اوبو او ښېرازه سیمو ته د افغانستان د لاسرسی مخه ډب کړی.په ۱۸۹۳ ز کال یې د خپلو استعماری سیاستونو په رڼا کې ډېورنډ کرغېړنه کرښه د بریتانوی هند او افغانستان تر منځ وغځوله. دا کرښه لاهم د یوې ستونزمنې مسئلې په توګه پاتې او د نړیوالو حقوقو د پوهانو تر منځ د لانجمنو سرحدی قضیو یوه بېلګه شمېرل کېږی. افغانستان له هماغه وخته له خپل بدن د غوڅې شوې خاورې (د ډېورنډ له کرښې پورې غاړې د اټک تر سینده غځېدلې سیمې) بېرته لاس ته راوړلو هوډ لری. د شنونکو په اند، اوسنی پاکستان که څه هم د بلوچستان او خیبر پښتونخوا پر ایالتونو بشپړ واک نه لری، پر دغو ایالتونو د بشپړې ولکې او د افغانستان له لوری د ډېورنډ کرښې منلو لپاره افغانستان کې په پرله پسې توګه خپلو لاس وهنو ته دوام ورکوی.

افغانستان د امیر حبیب الله خان د واکمنۍ پر مهال په لومړۍ نړیواله جګړه کې خپل بې طرفی وساتله.

پاتی لری

محمد نور الهام

ممکن است شما دوست داشته باشید