روزنامه ملی انیس

د افغانستان د اسلامی جمهوریت د جمهور رئیس د تسلیت پیغام

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوم چی د نیمروز ولایت بانفوذه او قومی شخصیت ښاغلی محمد ظاهر چخانسوری د وسلوالو مخالفینو له لوری په شهادت رسېدلی دی.
انا لله و انا الیه راجعون
ارواښاد چخانسوری د نېمروز ولایت مخور او بانفوذه شخصیت و چې د خپلې درنې کورنۍ د غړو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون یې د وطن د آبادۍ او خدمت په لاره کې ډېرې قربانۍ ورکړې دی.
د شهید چخانسوری درنې کورنۍ، دوستانو او د نیمروز خصوصا د چخانسور خلکو ته د تسلیت او خواخوږۍ مراتب وړاندې کوم او مرحوم ته د لوی خدای ج په دربار کې د فردوس جنت دعا کوم.
د افغانستان د اسلامی جمهوریت جمهور رئیس
محمد اشرف غنی

ممکن است شما دوست داشته باشید