روزنامه ملی انیس

د افغانستان او سویس د بهرنیو چارو وزیرانو ټیلیفونی اړیکه

د بهرنیو چارو محترم سرپرست وزیر، ښاغلی محمد حنیف اتمر د سویس د فډرالی شورا غړی او د بهرنیو چارو وزیر ښاغلی ایګنازیو کاسیس سره د سیاسی، پراختیایی او بشردوستانه همکاریو په ګډون پر دوه اړخیزه موضوعاتو باندې ټیلیفونی خبرې وکړې.
په سر کې، ښاغلی اتمر د افغانستان په اړه د دوست هېواد سویس د دوامداره ملاتړ، مرستو او همکاریو څخه مننه وکړه. وروسته دواړو اړخونو د ژنیو کنفرانس د جوړولو په هکله د نړیوالې ټولنې د ژمنو د دوام او اړینو آماده ګیو په اړه چې په پام کې ده د روان میلادی کال په ترڅ کې د افغانستان د تمویل کوونکو هېوادونو د مشرانو په ګډون د سویس د ژنیو په ښار کې جوړ شی، بحث او خبرې وکړې.
دواړو لوریو، د افغانستان د سولې د بهیر او د دواړو هېوادونو تر منځ د دوه اړخیزه اړیکو د پیاوړتیا او پراختیا د څرنګوالی په تړاو هم خبرې وکړې او خپل نظرونه یې سره شریک کړل.
په پای کې، د سویس د بهرنیو چارو وزیر د دوه اړخیزه هوکړه لیکونو او نړیوالو ژمنو په چوکاټ کې د هغه هېواد د ژمنو او همکاریو، د خوړو د خوندیتوب او په افغانستان کې د سولې له بهیر څخه د ملاتړ پر دوام، ښاغلی اتمر ته ډاډ ورکړ

ممکن است شما دوست داشته باشید