روزنامه ملی انیس

د افغانستان اساسی قانون د سیمې او نړۍ په کچه یو مهم او جامع قانون دی

اساسی قانون او په ټولیزه توگه نور وضعی قوانین دهر هېواداو ټولنی ملی وثیقه بلل کیږی، ځکه چې دغه قوانین په ټولنه کې داتباعو حقوق او حدودټاکی او دا کار په ټولڼه کې دعامه نظم په منظور دهرې ټولنی دحقوق پوهانو او صلاحیت لرونکو شخصیتونو له خوا وضعه کیږی چی دیو  هېوادتر ټولو لوړ حقوقی سندهم گڼل کیږی، پردی بنسټ دافغانستان د(۱۳۸۲) لمریز کال نافذ شوی اساسی قانون هم په حقوقی لحاظ یو جامع قانون دی چې په سیمه ییزه او نړیواله کچه یو مهم او بشپړ قانون شمیرل کیږی، ځکه چې دسیمی او نړی ډیر هېوادونه دا ډول جامع او هر اړخیز قانون نه لری  لکه څنگه چې دافغانستان  داسلامی جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غنی تیرکال په افغانستان کې داساسی قانون دتصویب دنمانځنی اوونی په مناسبت جوړې شوې غونډې ته دوینا پر مهال داسی ویلی وو:«نن دیو کاغذ دنمانځنی ورځ نه ده، بلکی دیوی ملی وثیقی، دیوی ژمنی دآزادی،دملی حاکمیت دملی وحدت او له یو افغان سره دبل افغان دمساواتو دنمانځنی ورځ ده موږ څو دیرش کاله په قانونی بحران کی وو، ثابت اصول او قواعدمو نه لرل او هر حکومت به په یو بیله لاره مزل کاوو، خو داساسی قانون په برکت، قدرت پر اقتدار بدل شو.

 یعنې نوره هغه سلسله ختمه شوه چې حکومت به دتوری په زور جوړیده او ړنگیده ،اوس بایدیو حکومت بل حکومت ته داساسی قانون له حکم سره سم، دخلکو درایی پر اساس، په خوښه او رضا، خپل ځای پریږدی، هر هېوادځانگړی او بیل هویت لری، افغانستان هم دبیلا بیلو قومونو، ټبرونو او ژبو له ویونکو جوړه شوی دی. دافغانستان اساسی قانون ټول دغه هویتونه په رسمیت پیژندلی او دهمدغه اساسی قانون پر بنسټ دوی ټول یو هویت لری، یعنی افغانان بلل کیږی.

 زموږ نظام اسلامی جمهوری او حکومت مو پر ولسواکی او دخلکو په رایو ولاړ دی په دغه اساس هیڅوک نه شی کولای دتوری په زور قدرت ترلاسه کړی، ځکه دافغانستان اصلی څښتنان افغانان دی او دا دخلکو حق دی چې په خپلو رایو ولاړ حکومت  ولری ، حکومت دقضاییه او مقننه قوی استقلال ته درناوی کوی او دا خبره په ویاړ
سره کوی چی افغانستان
لویه څارنوالی او ستره محکمه،خپلی فیصلی له بل هر وخته زیات په استقلال سره کوی او دافغانستان ملی شورا په پوره استقلال سره خپلی چاری پرمخ بیایی، دغه راز ولسمشردبشر دحقوقو په نړیوالی اعلامیی او دافغانستان په اساسی قانون کی ذکر شویو ارزښتونو ته په اشاری سره هم ویلی چې زموږ اساسی قانون په بشری حقوقو پر تاکیدسربیره، دولت مکلف گڼی چې دغه حقوقو تامین کړی، ځکه نو ویلای شو چې زموږ اساسی قانون دبشری حقوقو په برخه کې له دی اعلامیی هم غښتلی دی دبشری حقوقو په اعلامیه کې وجیبه نه شته ، خو په اساسی قانون  کی وجیبه او مکلفیت هم شته او دولت دانسانی حقوقو درعایت په برخه کی خاص مسوولیتونه لری… له شک پرته تر اوسه داسی کوم څه نه لیدل کیږی چې دافغان ولسمشر له خوا دی داساسی قانون دپلی کیدو په مخ کې کوم خنډ لیدل شوی وی، خو ستونزه داده چې دقانون دپلی کولو له پاره تر اوسه سیاسی او عملی جنبه  مکمله نه ده، ځکه یو شمیر ډلی او زورواکی دقانون دپلی کیدو پر وړاندی خنډ واقع کیږی، چې له امله یی په بیلابیلو برخو کی دقانون احکام نه رعایت کیږی، دیادونی وړ دی چې دافغانستان  داساسی قانون تر ټولو مهم حکم دا دی چې  افغانستان یو اسلامی هېواددی او په دغه هېوادکی داسلامی  حکمونو او معتقداتو پر خلاف هیڅ قانون نه شی پلی کیدای، نو په ټولنه کی بایددعامه نظم دتامین په خاطر اساسی قانون په ټولو وگړو یوشان تطبیق او پلی شی، البته پر ټولو یو شان داساسی قانون پلی کیدل  ملی  ژمنتیا او پابندی غواړی چې دغی موخی ته درسیدو په خاطر بایدددی خاوری هر وگړی لومړی پر خپل ځان او بیا پر نورو قانون پلی کړی.

البته دا هم اړینه ده چې هر هېوادبایددخپل اساسی قانون  دپلی کیدو په لاره کی په خپلواکه توگه عمل
وکړی او هیڅ یو بهرنی هېوادبایددبل هېواداساسی قانون په تطبیق کی لاسوهنه ونه کړی، له همدی امله دهېواداساسی قانون دتطبیق له پاره اړینه ده چې لومړی بایددهېوادپه کچه سیاسی  رهبران، روښانفکران ، دینی عالمان او مشران داساسی قانون دحکمونو پلی کیدو ته ژمنتیا ولری او همدا راز اساسی قانون دی دهیواددملی ادارو په شمول په ټولو دولتی ادارو کی په ښه ډول پلی شی، ځکه دنړی په کچه هغه هېوادونه چې نن دپرمختگ پړاو ته رسیدلی دی، په واقعیت سره چې له هر چا وړاندې دهغو هېوادونو مشران داساسی  قانون تطبیق ته ژمن وو، چې پتمن افغانان هم بایدله هغو څخه په پنداخیستلوسره دخپل اساسی قانون په تطبیق کی ژمن واوسی، ځکه چې نظام جوړونه او دقانون پلی کول سره ته بیلیدونکی دی په دې معنی چې  دقانون له پلی کولو پرته نظام جوړیدای او پیاوړی کیدای نه شی، پر دی اساس دقانون دپلی کولو له پاره له هر څه لومړی کلکی ژمنتیا ته اړتیا ده، نو په ټولیزه توگه  دهېوادټولو وگړو ته ښایی چې دهېوادداساسی قانون حکمونه رعایت کړی، ځکه که چیری موږ په بشپړه توگه غوښتی وی چې له هره پلوه ټولنه مو له راز راز ستونزو او ناخوالو څخه  پاکه او په امن کې واوسی، نو بایدپه اساسی ډول دهېوادداساسی قانون داحکامو رعایت کوونکی واوسو او په هر اړخیزه ډول دقانون دتطبیق له پاره له قانونی مراجعو سره هم تل مرستندوی او همکار واوسو تر هغو چې په هر اړخیز ډول په ټولنه کی له قانون څخه  دسرغړونی مخنیوی وشی، ټول دی یو او بل حقوقو ته درناوی وکړی او په  ټولیزه توگه ټول وگړی دقانون داحکامو رعایت کوونکی شی، نو هغه وخت ددۍ امکان شته چې له هره پلوه مو نظم او ثبات په ټول هېوادکی ټینگ او تلپاتی شی او دهېوادهر وگړی هم دقانون داحکامو پر بنسټ دهېوادگوټ گوټ کې دخپلو حقه حقوقو دمصونیت احساس وکړی او په ټولیزه توگه مو ټولنه ورځ تر بلی دقانونمندکېدو پر لور مخ په وړاندې لاړه شی.

شاه محمود دریش

ممکن است شما دوست داشته باشید