روزنامه ملی انیس

د افغانانو ترمنځ د ملی یووالی په ټینګښت کی رسنۍ ستر رول لری

رسنۍ په حقیقت کی دولس ژبه ګڼل کیږی، ځکه رسنیز بنسټونه په اصل کی دخپل ملی رسالت له مخی په ټولنه کی هررازنیمګړتیاوی، ستونزی خوالی اوناخوالی را سپړی دخلکو حقه حقوق روښانه کوی خلک ملی یووالی ته رابولی اوبالاخره رسنۍ په ټولیزه توګه دولس دغوښتنو ترجمانی کوی اوپه دی توګه دملت اودولت ترمنځ اړیکی پیاوړی کوی. ترڅو هیوادپه مختلفو برخوکی پرمختګ وکړی او وګړو ته یی هم دهوسا ژوندزمینه مساعده شی. پردی بنسټ زموږ په هیوادکی هم له سیاسی بدلون څخه را وروسته دقلم اوبیان آزادی رامنځته شوی اوپه دی لړکی دګڼ شمیر چاپی اوغږیزو رسنیو ترڅنګ دپام وړ شمیر تلویزیونی شبکو هم پرفعالیت پیل کړیدى، خو اساسی خبره بیا داده چی په ټولیزه توګه ټولی رسنۍ بایدداسلامی اصولو او ټولنیزو دودونو اوغوره اسلامی حسنه اخلاقو په چوکاټ کی خپرونی وکړی اوهم بایدتل دملی یووالی ټینګښت ته دخپلو نشراتی لومړیتوبونو په سرکی ځاى ورکړی اوله هررازشخصی گټو څخه بایددوى ته ملی اوهیوادنۍ ګټی لوړی او‎دقدروړ وی،ځکه په اوسنیو نازکو شرایطو کی زموږ جګړه ځپلى اومظلوم ولس له بل هرڅه زیات ملی یووالی اوملی وفاق ته اړتیا لری، نوهیڅکله بایددی ته اجازه ورنه کړو، چی بهرنیان،دقومیت، ژبی اوپه داسی نورو ډول ډول نومونو زموږ ترمنځ نفاق اوبیلتون واچوی اوموږ هم په ناپوهۍ دهغوى دناوړو عملونو وسیله وگرځو په داسی حالاتو کی همدا رسنۍ په حقیقت کی دافغان ولس ژبه ګڼل کیږی بایددپردیو هر راز نفاق اچونه چی په هرنوم وی وغندی اوبالمقابل دملی یووالی دټینګښت په برخه کی دخپلو نشراتی لومړیتوبونو په سرکی ځاى ورکړی، البته دا څرګندواقعیت دى چی په تیره یوه نیمه لسیزه کی دافغان حکومت لویه لاس ته راوړنه هم دبیان آزادی په ګوته کیږی،ځکه دامهال په ټول افغانستان کی له سلو زیاتی راډیوگانی، له دیرشو ډیر تلویزیونونه  اوسلګونه چاپی رسنۍ خپرونی لری، له شک پرته دایو څرگندحقیقت دى چی په ټولیزه توګه رسنۍ دملی گټو په خوندی ساتلو کی ستر مسئولیت او رسالت لری او له نن څخه کابو یوه نیمه لسیزه وړاندی په هیوادکی له سیاسی بدلون څخه راوروسته دقلم اوبیان آزادی هم رامنځته شوی دولسواکۍ دلوړو ارزښتونو په رڼاکی دولتی اوخصوصی ډله ییزو رسنیو پرفعالیت پیل وکړ او دنوی  نظام له راتلو سره جوخت درسنیو زیاتی ودی اوپراختیا ته پوره پاملرنه واړول شوه او لاهم دا پاملرنه شتون لری. البته دافغانانو دیوی ستری ملی وثیقی په توګه دافغانستان داساسی قانون د‏(( څلوردیرشمی)) مادی له‎حکم سره سم اودبشر دحقوقو داعلامیی دنولسمی مادی په رڼا کی دډله ییزو او ټولنیزو رسنیو جامع او دیموکرات قانون جوړ اونافذ شو اوپه تیره یوه نیمه لسیزه کی په زیاته پیمانه په هیوادکی دانځوریزو ،غږیزو او چاپی رسنیو منځته راتلو ته زمینه برابره شوه چی په دومره کچه درسنیو وده او پراختیا په هیوادکی دولسواکۍ یوه ستره لاس ته راوړنه ګڼل کیږی. البته له دی وروسته به رسنۍ نوره هم وده وکړی اودغه رسنۍ هم په خپل وار هره یوه دهیوادوالو په منځ کی ځانګړی مینه وال لری، چی دا په خپله دآزادۍ ، دموکراسۍ اودبیان دآزادۍ په لور ښه پیلامه بلل کیږی.

په حقیقت کی درسنیو اصلی موخی خبررسول،دزده کړو ترویجول اودتفریحی اونورو راز راز پروګرامونو خپرول دی . دغه راز رسنۍ دنورو دری ګونو قواوو ترڅنګ دهیوادڅلورمه قوه گڼل کیږی اوهغه وسیلی هم دی چی دهیوادوالو ترمنځ دارتباطاتو اواړیکو دټینګولو سبب گرځی او دوى دیوبل له دود،دستور،فرهنگ ،دین مذهب،ا ختراعاتو او انکشافاتو  څخه خبروی.همداشان رسنۍ
 نه یوازی خلک له پیښو او واقعاتو با خبر ساتی،بلکی کولاى شی چی خلک ملی وحدت اویو موټیتوب ته راوبولی  او په ګران هیوادکی دمیشو وروڼو قومونو ترمنځ هر راز ستونزی له منځه یوسی او یو پربل دبشپړ اعتماداوباور فضا لاپسی پیاوړی کړی. اساسی خبره بیا داده چی رسنۍ بایدملی گټی اوملی مصالح له شخصی گټو څخه تل غوره او لوړی وگڼی اوپه پوره رښتینولۍ خپل ملی او اسلامی رسالت په بشپړی هیوادپالنی سرته ورسوی،ځکه دخلکو ترمنځ دملی یووالی دروحیی اودباور دفضا په برابرولو کی درسنیو رول ارزښتناک دى نو رسنۍ بایدپه دی لاره کی هڅه اوهاندوکړی اودخلکو اوهیوادپروړاندی دی خپل مسئولیت اورسالت لکه څنګه  یی چی ادا کړیدی لایی هم په ښه توګه ادا کړی اوهم دی تل دافغانستان دولسواک نظام کړنی او هر راز لاسته راوړنی چی په هیوادکی یی دثبات، امن او امان دټینګښت،ترقۍ  اوپرمختګ اودهیوادوالو دهوساینی لپاره کړیدی،دا ټولی تل په خپلو رسنیزو فعالیتونو اوخپرونوکی څرګندکړی او دافغان دښمنو کړیو هرراز ناوړه فعالیتونه هم هیوادوالو ته بربنډ کړی چی په دی توګه وسله وال مخالفین ونه شی کړاى دخلکو په منځ کی ځان ته ځاى پیدا کړی او برعکس دافغان حکومت ولسی ملاتړ او له نظام سره دخلکو هراړخیزه همکاری  بایدلاپسی پیاوړی شی، ځکه چی دا نظام دخلکو دى اوموخه یی هم دهیوادپرمختګ او ولس ته خدمت کول او دهراړخیزې سوله ییزې فضا چمتوکول دی.

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید