روزنامه ملی انیس

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ۱۳۹۷ ل کال د کلنی رپوټ او د ۱۳۹۸ ل کال د پلان په اړه مطبوعاتی اعلامیه

داطلاعاتو او فرهنګ وزارت چې دخپلې پنځه کلنې ستراتېژۍ له مخې په څلورو عمده برخو (فرهنګ او هنر، نشراتو، ځوانانو او توریزم) کې کار کوی په ۱۳۹۷ کال کې لویې لاسته راوړنې لری. په ۱۳۹۷ کال کې دغه وزارت ته شپږ سوه دری پنځوس میلیونه دوه ویشت زره دوه سوه درې اتیا (۲۸۳،۲۲،۶۵۳) افغانۍ عادی بودجه او دوه سوه شپږ دیرش میلیونه څلور سوه اته ویشت زره او شل افغانۍ (۰۲۰،۴۲۸،۲۳۶) انکشافی بودجه منظور شوې وه. چې دلومړی ځل لپاره نوی سلنه (۹۰٪) بودجه مصرف شوه او د۱۳۹۸ مالی کال لپاره شپږ سوه اوولس میلیونه یو سلو شپږ اتیا زره یو سلو دوه څلویښت افغانۍ ( ۱۴۲،۱۸۶،۶۱۷) عادی بودجه او درې سوه پنځلس میلیونه څلور سوه دوه پنځوس زره (۰۰۰،۴۵۲،۳۱۵) افغانۍ پراختیایی بودجې منظورې ورکړل شوې ده. دلومړی ځل لپاره په اتو ولایتونو (غزنی، کندهار، ننګرهار، کاپیسا، لوګر، بامیانو، پروان او بلخ) کې قانونی سپړنې پیل شوې، چې ۷۰۰ تنو ته یې په مستقیمه توګه دکار کولو زمینه برابره کړه. په همدې ډول دلومړی ځل لپاره دکاپی رایټ بورد، درسنېو دنشراتی پالیسۍ مسوده اودملی فرهنګی پالیسۍ مسوده ترتیب شوی دی. په ملی موزیم کې (۱۰۹۸) تاریخی آثارثبت او دبهرنیو نندارتونو له لارې (۵۳۰۰۰۰) امریکایی ډالره او دملی موزیم له داخلی ټکټونو څخه (۲۶۹۴۶۰) افغانۍ ددولت حساب ته تللې دی‌. څلور څلویښت (۴۴) آبدې سروې او له ډلې یې (۲۹) آبدو ته پروژې جوړې شوې او همدارنګه (۹۷) آبدې په مرکز او ولایتونو کې تثبیت، تسجیل او نوملړ شوی‌ دی. په ۱۳۹۸ کال کې جمهور رئیس له ځانګړې‌ سپارښتنې سره په زابل کې دشاه علم خان قلعه، دحقینې حوض او په لوګر کې دسبزعلی‌ زیارت ترمیم او رغونه کېږی په همدې ډول به دغزنی دمینارونو داحاطې دیوال دسراج قلعه ددوهم فاز او دسراج العمارت دپاتې چارو رغونه به دوام وکړی. په ملی آرشیف کې (۲۱۶۳۱) خطی نسخې دیجیټل شوی او ۱۳۹۸ هـ ش کال دپلان له مخې به (۴۵۰۰۰) خطی نسخې په ډیجیټلی بڼه جوړې شی. دیو میلیون افغانیو په لګښت په مصر کې دعلامه سیدجمال الدین افغان تندیس جوړ او دا مهال نندارې ته وړاندې شوی دی. دآزادو رسنیو دملاتړ او دبیان آزادۍ ته دژمنتیا په موخه ۱۱۳ بېلا بېلو رسنېو ته جوازونه ورکړل شوی. دکتابونو دقانونی کیدو په موخه (۲۴۵۵) د(ISBN) شمیرې ویشل شوی دی. دفرهنګی‌او نشراتی جوازونو پروسه له (۶۵) ګامونو څخه دوولسو (۱۲) ګامونو ته راغلې ده. او همدارنګه اطلاعاتو ته دلاسرسی دکمېسیون دغړو دټاکلو کمیټې په نهو غونډو کې ۱۵ تنه په شرایطو برابر کسان دجمهوری ریاست عالی مقام ته وړاندیز کړل، چې له ډلې یې پنځه تنه وټاکل شول. په ۱۳۹۸ کال کې به دملی ورځو په مناسبت ورځپاڼې رنګه او هم مهاله به په پنځو زونونو کې چاپ شی‌. اوسږ کال به دخصوصی راډیو ګانو عمومی ارزونه هم وشی باختر آژانس پروډکش او دیجیټل کیدل هم په روان کې په بودجه کې شامل دی. دګرځندوی او هوټلدارۍ دانسټیټیوټ لپاره نصاب جوړ شوی او همدارنګه دافغانستان په انځوریزه بڼه کتلاک په درېوو ژبو ( پښتو،‌ دری، انګلیسی) ترتیب شوی دی. په تیر کال کې (۴۳۹۳) ځوانان دلوړو او نیمه لوړو زده کړو موسسو او پوهنتونو ته دفیس په کمښت ور پیژندل شوی دی. دتېرکال په لړ کې اووه لس (۱۷) قوانین، مقررې، طرزالعملونه، لایحې او پالیسۍ جوړې شوی او درسنیو عالی شورا، درسنېزو سرغړونو او شکایتونو دارزونې کمېسیون، دهنر عالی شورا، دواټونو او څلور لارو دنومونې کمېسیون او کابل د۲۰۲۴ کال لپاره داسلامی‌ هېوادونو دپایتخت په توګه دچمتووالی عالی کمېسیون، دټولیزو رسنېو کمېسیون او دبهرنیو خپرونو او کتابونو دارزونې کمېسیون خپلې مهالنۍ غونډې ترسره کړی دی.

ممکن است شما دوست داشته باشید