روزنامه ملی انیس

  د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خواشینۍ او ډاډګیرنې پېغام

په ډیرې خواشینۍ سره مو خبر تر لاسه کړ چې د پښتو ژبې نوموتی شاعر عمر دراز مروت له دې فانی نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې.      روح دې ښاد وی.

ارواښاد عمر دراز مروت د پښتو ژبې او ادب لپاره څو لسیزې خدمت وکړ او ددې ترڅنګ یې د روانو ناخوالو په تړاو  د شعر په ژبه د ولسونو د ویښولو لپاره نه ستړی کېدونکې هلې ځلې وکړې او ددې وګړو هوسا ژوند یې آرمان وو. هغه د ورپیښې ناروغۍ له امله په خیبر پښتونخوا کې خپل روح د اجل ملکې ته وسپاره.

د افغانستان د اسلامی جمهوری دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ارواښاد عمر دراز مروت مړینه د شعر او ادب په نړۍ کې یوه ضایعه ګڼی ارواښاد ته د فردوس جنت؛ کورنۍ، دوستانو او مینه والو ته یې د لوی صبر او حوصلې غوښتنه کوی.    

درنښت:  حسینه صافۍ  د افغانستان داسلامی جمهوری دولت د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیره

ممکن است شما دوست داشته باشید