روزنامه ملی انیس

د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت اعلامیه د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت یوه تر ټولو مهمه دنده د تاریخی آبداتو او لرغونو سیمو ساتنه او پالنه ده

په ورستیو اونیو کی د هیواد په بیلا بیلو سیمو کی پر له پسې اورښتونه وشول او سیلابونه را ووتل چی له بده مرغه زموږ یو شمیر هیوادوالو ته ځانی او مالی زیانو نه واوښتل، په دې ترڅ کی د هیواد بله شتمنی چی تاریخی آبدات او لرغونی سیمی دی هغوی ته زیانونه متوجه شول.

په دې ورځو کی درنو هیوادوالو د بیلابیلو صوتی ، چاپی او تصویری رسنیو له لوری اوریدلی چی د هیواد نامتو تاریخی منار، د جام څلی ته د همدې راوتو سیلابونو له امله جدی خطرونه پیښ شول.

په رسنیو کی ټول هغه انځورونه او فلمونه وښودل شوه چی زړه بږنیونکی او ډارونکی وه، د همدې مالوماتو پر بنسټ د زیات شمیر هیوادوالو له لوری د ملی ویاړنو سر د لیوالتیا غبرګونونه څرګند شول ، هره ورځ او حتی هر ساعت به د اطلاعاتواو فرهنګ وزارت په پته تر سلګونو او زرګونو لیکونه او پیغامونو رسیدل.

دا پیغامونه به کله ستغ ، کله هښوونکی او کله ډاډه کونکی وه. زموږ باور دا دۍ چی هر افغان حق لری چی د خپلو تاریخی ویاړنو او فرهنګی میراثونو په اړه لیوالتیا ولری او په اړه یی خپله رایه څرګنده کړی، چی د ټولو هغو وطنوالوڅخه مننه کوو چی په یوه یا بل ډول یی د خپلو فرهنګی میراثونو سره لیوالتیا ښودلې ده.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت یوه تر ټولو مهمه دنده د تاریخی آبداتو او لرغونو سیمو ساتنه او پالنه ده. د همدې دندی له مخی د هیواد په هره برخه او هر ګوټ کی د خپلو دندو پلی کولو کی په پوره مسولیت ، مسلکیتوب او ملی هوډ سره چاری پر مخ بیایی.

دا اصول د جام څلۍ په اړه هم پلی شویدی. د جام تاریخی څلۍ د تیری پیړۍ په اتو لسیزو کی په پر له پسې توګه په بیلا بیلو سیاسی واکمنیو کی د پاملرنی وړ ګرځیدیلۍ دی. د ترمیم، حفاظت او شهرت لپاره یی په پر له پسې توګه اړینی چاری پلی شویدی.

د همدې تلاشونو په نتیجه کی د نړیوال فرهنګی میراث په لست کی شامل شو، د یونسکو او په ځانګړی توګه د نړیوال کلتوری میراثونو د ادارې او د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوری په ګډه ځارل کیږی .

د همدې پر له پسې څار په نتیجه کی د منار د ساتنی په موخه د استحکام او حفاظت اغیزمن ګامونه اخستل شویدی.په تیرو کالونو کی د منار څلورو خوا ته استحکاماتی دیوالونه د پنځو او اتو مترو په لوړوالی د هایدرولوجی متخصصینو په مشوره او ارزونه، جوړ شویدی.

چی په تیرو کالونو کی یې د هر ډول سیلاب او تخریب مخه نیولې وه . د تیری اونۍ د درنو اورښتونوله امله یې د مدهشو سیلابونوراوتلو او په ځانګړی توګه د جام منار څنګ ته د جام درې څخه راوتی سیلابونو په مخامخ ډول د منار لپاره د خطر پیښیدلو زمینه جوړه کړه.

د تیری اونۍ د چهار شنبې ورځ د ماسپښین دوې بجې د غور ولایت د اطلاعاتواو فرهنګ ریاست له لوری د وزارت سره په اړیکه کی د مدهش او ویجاړوونکی سیلاب د راوتلو خبر ورسیدۍ. د خبر رسیدلو سره سم د بیړنیو چارو په توګه لاندی اقدامات وشول:

– د سیلابونو د راوتلو مو د ملی امنیت شورا، د دفاع  وزارت ، د کورنیو چارو  وزارت، د جمهوری ریاست د چارو ادارې او د حوادثو سره د مبارزې  وزارت ته د عاجلی مرستی لپاره رسماٌ خبر ورکړ.

– د غور ولایت ته مود ولسی حشرتنظیم لپاره د هغو ۍ د غوښتنی سره سم نقدی بیړنۍ کمک ورساوه, (۲۰۰۰۰۰ ) دوه سوه زره افغانی.

-جام څلی ته نږدې کلی کی مو د حشر زمینه برابره کړه.

-د دفاع  وزارت څخه مو اضطراری مرسته وغوښتل چی د ملی اردو ځواکونه په دې حشر کی مرسته وکړی. ( دا چی د پنجشنبې او جمعې په ورځو هره ورځ لږ تر لږ یو سل او پنځوس تنه ولسی وګړی چی د مزد په مقابل کی یی دې بیړنی کار ته ملا وتړل ، د ستاینی دی).

– د غور میشتو ولسونو او بیا ځانګړی توګه د جام څلی ته نږدې اوسیدونکو څخه مو د مرستی غوښتنه د هغو شورا ګانو له لوری وکړه چی د کلیو پراختیا  وزارت سره، تنظیم دی، دا غوښتنه مو د هغه تفاهمنامې پر بنسټ وکړه چی پخوا مو د همدې وزارت سره لاسلیک کړی وه.

-جام څلی ته نږدې دټولو وسله والو مخالفینو څخه مو د منار لپاره د نجات پر کار کونکو د مزاحمت د نه کولو غوښتنه وکړه. خو له بده مرغه پرون د سه شنبې ورځ سهار خبر را ورسیدۍ چی د جام ځلی ته نږدې جګړه روانه ده او د بشری تلفاتو خبرونه هم رسیدلی دی.

– په کابل کی مو د یونسکو د مشرتابه سره بیړنی غونډه جوړه کړه او د جام څلۍ لپاره مو په ګډه د حالاتو جاج واخیست او د پخوانیو پریکړو د پلی کولو او د نویو ستونزو د حل لپاره مو د هغوی څخه د بشپړ ملاتړ هوډ تر لاسه کړ .

– د جمعې ورځی د څلورو بجو راپور مو تر لاسه کړ چی د جام سیند اوبه لږ سوی، باران دریدلۍ او د لس متره په اندازه د منار له بدنې د اوبو مسیر بدل شویدی.

– د دې اونۍ د شنبې په ورځ مود یونسکو په ګډون د کورنیو او بهرنیو متخصصینو بیړنی غونډه را وبلل چی د جام څلۍ د اوسنی او راتلونکی لپاره علمی او مسلکی نظریات را ټولو کړل چی سالم او اغیزمن نظریات به د وزارت او یونسکو له لوری په ګډه د پلی کیدلو زمینه پیدا کړی.

– ورمه ورځ (دوشنبه ) د جمهور رئیس له لوری هغه حکم هم را ورسیدۍ چی د اطلاعات او فرهنګ وزارت له لوری طرح شوی وو، په حکم کی یو شمیر ادارو ته دنده سپارل شوې چی د جام څلۍ د شته استحکاماتو، د لنډی او اوږدې مودې لپاره د کاری پیلانو تابیا وکړی او د همدې هدف لپاره دی د غور ولایت ته د یونسکو د متخصصونو سره یوځای سفر وکړی.

– د شنبې ورځ مو د تاریخی آبداتو او لرغونپوهنی یو ګډ پلاوی ته دنده وسپارل چی د محلی ادارو سره یو ځای د ورستیو زیانونو په اړه بیړنۍ څیړنه وکړی او د حل لپاره دی مشخص وړاندیزونه مطرح کړی چی د لوی هیئت تر رسیدلو وړاندی ، د یو شمیر بیړنی چاری پلی شوی وی.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت هیوادوالو ته ډاډورکوی چی د جام منار د استحکام اوبنسټیزی بیا رغونی لپاره د یونسکو سر ه یوځای د دوو کالونو را هیسی پر له پسې کار کوو چی د روان ۲۰۱۹ کال د جولای په میاشت کی به د منل شوی پلان مطابق به عملی کارونه پیل شی. د یادولو ده چی د همدې چارو د تنظیم لپاره د یونسکو ادارې له لوری دوه ملیونه دالره منل سوی او پاته بودجه به یی د افغانستان د دولت لوری ورکول کیږی.د یادولو دوهمه خبره دا ده چی، د دې سره سره چی د جام څلۍ د تیری پیړۍ د ستر او ویجاړوونکی سیلاب سره مخ شو، خو الحمدلله پر خپل ځای ولاړ دۍ ،دا د هغو استحکاماتی دیوالو اغیزه وه چی د دې ستر توپان سره سره بیا هم د پایښت زمینه ورکړه.

موږ د همدې تربیون یو ځل بیا دا اعلان کوو چی : حکومتی ادارې په یوازی توګه د ټولو تاریخی آبداتو او لرغونو ټاټوبو ساتنه او پالنه نه شی کولای، تر هغه چی ولس په خپل وار د خپل هویت او خپل ملکیت څخه ساتنه او پالنه ونه کړی. اولس ته مراجعه کوو او وایو چی د خپل تاریخی هویت او فرهنګی میراث په ساتنه کی زموږ ملاتړ وکړی!

په درنښت

د اطلاعات او فرهنګ وزیر

حسینه ساپۍ

ممکن است شما دوست داشته باشید