روزنامه ملی انیس

د ارواښاد پروفیسور رسول امین لسم تلین

دافغانستان دعلومو اکاډمی په کوربه توب او دپروفیسور رسول امین دکورنۍ په همکارۍ دنوموړی دلسم تلین یادغونډه د(فکر سړی) تر سرلیک لاندې دعلومو اکاډمی دسمینارونو په تالار کې د۱۳۹۸هـ. ش کال دقوس دمیاشتې په ۶مه نېټه دچهارشنبې په ورځ جوړه شوه.

په دې غونډه کې چې دهېوادیو شمېر سیاستوالو، پوهانو، فرهنګیانو او دعلومو اکاډمۍ علمی غړو برخه اخیستې وه، دپروفیسور امین پر ژوند، فکر او مبارزې خبرې وشوې.

رسول امین د۱۳۱۸هـ،ش دثور په ۲۰مه نېټه دکونړ دمرکز اسعدآبادپه وټه پور کلی کې دمحمدامین خان په کور کې وزېږېد، په ۱۹۶۶م کال کې یې له پېښور پوهنتون څخه په ټولنپوهنه کې دماسترۍ سندترلاسه کړ، وروسته کابل ته راستون شو او په پښتو ټولنه کې یې لومړنی ماموریت پیل کړ او ترڅنګ یې په کابل پوهنتون کې په افتخاری توګه درس هم ورکاوه. بیا په ۱۳۵۸هـ، ش کال کې پېښور ته مهاجر شو او هلته یې دنورو فعالیتونو ترڅنګ افغان اطلاعاتو مرکز سره هم کار کاوه، هلته یې دوفا په نوم اتحادیه جوړه کړه. بیا دحامدکرزی دانتقالی ادارې له راتګ سره سم دپوهنې وزیر شو او په اخره کې د۲۰۰۹م کال داکتوبر په ۳۱مه نېټه دورپېښې ناروغۍ له امله په آسترالیا کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

دهغه ځینې آثار دا دی: افغانستان دتاریخ له خطرناک پېچومی تېرېږی؛ قومی، نژادی او ژبنی تعصبونه دافغانستان ملی وحدت او ځمکنی تمامیت ته خطر دی.

دجمهور رئیس محمداشرف غنی په پیغام کې چې دهغه دفرهنګی سلاکار استاداسدالله غضنفر له خوا ولوستل شو، راغلی و: پروفیسور رسول امین یو له هغو کسانو و چې دافغانستان دتېرو څو لسیزو توپانی حالاتو کې یې تر خپله وسه کوښښ وکړ چې دخپل هېواداو دټولنی په ژغورنې کې برخه واخلی. ده په دې لاره کې زیاتې لیکنې وکړې، غونډې یې راوبللې، سفرونه یې وکړل، اخبارونه یې راووېستل او کتابونه یې چاپ کړل. ارواښاد پروفیسور رسول امین دپوهنتون دیوه استادپه توګه هم دقدر وړ خدمتونه کړی دی.

دعلومو اکاډمی سرپرست رئیس څېړنوال دوکتور عبدالظاهر شکېب په خپلې پرانیستې وینا کې وویل:

اروښاداستادرسول امین دپښتو ټولنې دغړی، لیکوال او څېړونکی، دکابل پوهنتون استاداو دهجرت په چاپېریال کې دآزادافغانستان دلیکوالو ټولنې  او دافغانستان دمطالعاتو دمرکز دمشر په حیث او دمنځمهاله حکومت په دوره کې دپوهنې دوزیر په توګه هېواداو خلکو ته دیادونې او ستاینې وړ علمی ـ فرهنګی خدمتونه ترسره کړی دی.

دهمدغو علمی ـ فرهنګی فعالیتونو په لړ کې یې دیوه ژمن لیکوال، څېړونکی، ژباړونکی، سیاسی مبصر او فرهنګپال په حیث دعلمی، تاریخی، سیاسی او ادبی مسایلو په اړه په چاپی رسنیو، په ځانګړې توګه دکابل مجلې، وږمې مجلې، خپلواکۍ

مجلې، زېری جریدې، عرفان مجلې او نورو کې په لسګونو علمی، تاریخی، څېړنیزو مقالو ، لیکنو او ژباړو سربېره دسوسیالوجی، دپښتو ټولنیز  او اقتصادی جوړښت، په افغانی ټولنه کې دښځو اجتماعی موقف، دځناورو فارم، دافغانی ټولنې دزعامت خلا او نور ځانګړی لیکلی او ژباړلی چاپ شوی آثار لری، چې له امله یې اروښاداستادموږ ته دمعاصر تاریخ په علمی ـ فرهنګی بهیر کې دپیاوړی لیکوال، لوړ علمی ـ فرهنګی، ملی او ټولنیز شخصیت څخه برخمن دی، ددوی فرهنګپالنه، هېواداو خلکو ته په ځانګړې  توګه دځوان نسل په ښوونه او روزنه او ټولنیز، ملی او سیاسی خدمتونه به ددوی نوم او یادپه زړونو او دماغونو کې دتل لپاره ژوندی وساتی.

اوس چې دارواښاد استادعلمی، فرهنګی خدمتونه دهغوی دلسم تلین په یادغونډه کې نمانځو ، دافغانستان دعلومو اکاډمی دداسې غونډو او سیمینارونو دجوړولو لپاره خپله ژمنتیا څرګندوی او په دې باور یو چې په دې غونډه کې به پوهان او لیکوال په خپلو  ویناوو کې دارواښادامین صیب د علمی ـ فرهنګی او سیاسی شخصیت دژونداو آثارو بېلابېلې خواوې نورې هم وځلوی چې  راتلونکو نسلونو دعلم او فرهنګ مینه والو څېړونکو او زده کوونکو ته به دخپلو لیکنو او څېړنو لپاره دیوې ګټورې معلوماتی سرچینې په توګه په ښه ورشی.

دغه راز دجمهور رئیس سلاکار نبی مصداق وویل چې پروفیسور امین یو استثنایی شخصیت و، هره غونډه او مجلس کې به یې خبرو خلک ځان ته راجلبول. هغه په پېښور کې دمهاجرت پرمهال فرهنګی خدمتونه ترسره کول. دی یو ستر علمی او قومی شخصیت و او ډېرې لیکنې یې وکړې.

دعلومو اکاډمی سلاکار پوهاندمجاور احمدزیار له پروفیسور امین سره دده دخطراتو پر یادولو سربېره وویل، چې نوموړی دافغانی ټولنې یو ټولنپوه و، پاک زړی او دښه چارچلندڅښتن و او آن دښی او چپ اړخونو کوښښ کاوه چې دی خپل خواته جذب کړی، خو امین خپل فکر درلود.

په ولسی جرګې کې دکندوز دخلکو استازی انجنیر کمال ساپی بیا وویل چې امین دسیدجمال الدین افغان په ټاټوبی کې دې نړې ته سترګې غړولې دی، هغه دمعاصر تاریخ یو ښه سیاستوال، ټولنپوه، ادیب، جیدعالم او قومی شخصیت و.

هغه په پېښور کې دادیبانو او فرهنګیانو لپاره دسیوری حیثیت درلوداو دده په شاوخوا کې یې فرهنګی او ادبی چارې مخ ته وړلې. هغه نه یواځې چې علمی شخصیت و، بلکې ولسی سړی او دلوی دسترخوان خاوندو، دډېرو شخړو دهوارېدو سبب ګرځېدلی دی، سرشاره او شملور افغان و او دافغانانو دموقف په بیانولو کې یې له هېچا وېره نه درلوده.

سیداسحاق ګیلانی هم وویل چې ښاغلی امین په رښتینی     

معنا زړور سړی و، دوطن دوستۍ مینه یې په وینه کې غځېدلې وه. هغه له علومو اکاډمی وغوښتل چې دژوندیو مهمو اشخاصو کارنامې هم وستایی او په ژوندونی یې دکار او فکر دښکاره کولو په اړه غونډې جوړې کړی.

غلام نبی فراهی هم له علومو اکاډمی څخه په مننې څرګندولو سره چې دیوه ستر حقدار شخص حق یې ددې محفل په جوړولو سره ادا کړ وویل چې پروفیسور امین پر قوم او هېوادمین شخص و دهېوادله خلکو سره یې ډېره مینه وه او په دې لاره کې هرې قربانۍ ته آماده و. هغه دافغانستان په حالاتو واکمن شخص و، تل به یې له نورو پوهانو سره هېوادنی مسایل مطرح کول او دحل پر لارو چارو به یې ورسره بحثونه کول.

فراهی علومو اکاډمی ته دپروفیسور امین دتلین په مناسبت سل ټوکه آثار هم ډالۍ کړل.

دننګرهار والی شاه محمودمیاخېل بیا وویل چې پروفیسور امین دکشر، مشر، عالم، ملک او سپین ږیری هر یوه سره ځانګړی طرز سلوک درلوداو له هر یوه سره به یې ځانګړې مینه ښودله. هغه وېره نه درلوده او په ملی مسایلو کې یې له چا سره جوړجاړی هم نه کاوه. په مبارزه کې را لوی شوی شخص او مبارزه یې دکار برخه وه.

معین مرستیال بیا خپله وینا په دې بیت پیل کړه:

چې نشه داستبدادلری په سر کې

ماته یو دی که مغل دی که افغان

دپروفیسور امین ژونددهمدې بیت په شاوخوا کې راڅرخېده.

نوموړی دغویی تر کودتا وروسته دپروفیسور امین دبندی کېدو دعلت خاطره او هم په راولپنډۍ کې دافغانستان لپاره دحکومت جوړولو په اړه دارواښادامین خاطرې بیان کړې.

ده په ډاګه کړه چې دحامدکرزی دواکمنۍ په اوایلو کې، پروفیسور امین په خپله وزارت نه دی غوښتی بلکې پر هغه منل شوی دی.

محمدصدیق پتمن بیا وویل امین چې اوس له مونږ سره نشته، سیاسی بنډارونه هم اوس نشته.

 هغه هم دامین په اړه خپله خاطرات له ګډونوالو سره شریک کړل او زیاته یې کړه چې امین سیاسی بصیرت درلود.

پتمن دپوهانو او مهمو شخصیتونو له کورنیو وغوښتل چې دهغوی علمی شتمنی له علومو اکاډمی سره شریکې کړې، ترڅو په راتلونکی کې ترې استفاده وشی.

تر دې وروسته دپروفیسور امین مستندفلم چې دښاغلی محبوب الله خان په زیار چمتو شوی، نندارې ته وړاندې شو.

دامین لور ډاکټر یاسمین امین بیا دغونډې له ټولو راغلو مېلمنو او ګډونوالو څخه مننه وکړه چې په دې محفل کې یې برخه اخیستې ده او څرګنده یې کړ چې کورنۍ به یې دخپل پلار دفکر ډیوه بله ساتی او دهغه په نوم به فرهنګی مرکز جوړوی.

 هغې له حکومته وغوښتل چې دپلار له وصیت سره سم یې جسدپه کابل کې دسیدجمال الدین افغان څنګ ته را انتقال کړی.

ددې غونډې وروستۍ ویناوال استادحبیب الله رفیع و چې دغونډې دارزونې ترڅنګ یې وویل، مونږ نن دیوه داسې چا په یادراټول شوی یو چې هغه دهر اړخیز شخصیت درلودونکی و او تر ټولو مهمه دا چې، هغه دفکر سړی و، هغه ملی فکر درلوداو دهمدې فکر درڼولو لپاره یې له هرې وسیلې استفاده کړې ده. هغه دخپل فکر داظهارولو لپاره په پښتو ټولنه کې کار پیل کړ او مقالې یې لیکلې، بیا کابل پوهنتون کې استادشو او هم یې کتابونه لیکل.

ده زیاته کړه، په دې غونډه کې سره له دې چې دپروفیسور امین دکارونو لنډه یادونه وشوه، خو دهغه په اړه بایدنور لوی سیمینارونه هم جوړ شی.

دغه غونډه دڅېړنوال برهان الله نیازی له خوا په دعایې او دارواښادرسول امین روح ته ددعا په کولو سره پای ته ورسېده.

محمد اصف احمدزی

ممکن است شما دوست داشته باشید