روزنامه ملی انیس

دیرغلیزو عملیاتو پرمهال به تیری کوونکی دماتی سره مخامخ شی

جګړه چی دناوړه پیښو زیږنده ده دویر دټغر دخپریدو ترڅنګ ټولی مادی او معنوی شتمنی ګواښوی او دسوکالی په وړاندی خڼډونه پیدا کوی نوځکه دجګړی څخه زیات خلک کرکه لری او تل دهوساینی له پاره لاری لټوی ترڅو دوګړو له پاره دپرمختګ په هڅو کی بریاوی ترلاسه کړی او دژوند له آسانتیاو څخه خوند واخلی.خو زمونږ په هیواد کی لااوس هم دجګړی تورلوګی خپاره دی او داندیښمند ژوند خوند خوندورنه بریښی ډیری هیواد وال دجګړی په وړاندی دمظبوېی او اوږدمهاله حوصلی ترڅنګ هیله لری چی جګړییزی ستونزی به هواری شی او که خدای(ج) کول یوځل بیا به دهوساینی په ټغر راټول شو.

ځکه افغانانو دتاریخ په اوږدوکی ډیری جګړییزی تیری کوونکی او لاس وهنونکی بریدونه له سره تیر شوی او دزیاتو مرګ  ژوبلو په زغملو سرهیی هیواد ساتنی ته اوږه ورکړی او تردی دمه یی خپل جغرافیایی جوړښت څخه دفاع کړی چی اوس ورباندی ټول افغانان ویاړی او ددفاع له پارهیی دهیڅ  ډول قربانی ورکونی څخه دریغ نه کوی هیوادوال پوهیږی چی هرچاته خپل وطن ګران وی او مورنی ټاټوبی ورته د مهربانی غیږ خلاصه پریږدی نو ځکه یی مینه هیڅ وخت له یاده نه وځی او دسر په بدله ورڅخه دفاع کوی او د تیری کوونکو څخه یی ژغوری اوس هم دتیر په څیر د پردی پالو تیری کوونکی هڅی زموږ دهیواد او خلکو امنیت ګواښوی او دزیاتو ناخوالو دراپیدا کیدو له پاره دسیمی داستخباراتی کړیو ملاتړ څخه برخمن کیږی او زموږ دخلکو دهوساینی په وړاندی ستونزی زیږوی خو دراپاتی شوی میراث ساتنی په خاطر دهېواد میړنی بچی دملی وسله وال پوځ لیکی پیاوړی کوی او دتیری کوونکو په وړاندی دراپاتی شویو ارزښتونو څخه دفاع کوی.

ډاډه یو چی دهیواد میړنی بچی دامنیتی ځواکونو لیکی یی پیاوړی کړی دخپلو نیکونو او پلرونو په څیر دهرډول امکاناتو په لرلو سره دهیواد ساتنی دنده ویاړ ګڼی او په خپله خوښه دتیری کوونکو په وړاندی دجګړی ډګر ته وردانګی ترهغه چی دښمن یی دماتی سره نه وی مخامخ کړی نه قراریږی مونږ په اوسنی روانه جګړه کی دملی وسله وال پوځ په میړنتوب ویاړو ځکه دنوی پوځ جوړښت او ترڅنګ یی دجګړه مارو په وړاندی جګړه ستونزمنه ده خو دهېواد مشران وتوانیدل چی دیوی خوا دړوی وړی شوی پوځ بیا راجوړ او دجګړه غوښتونکو تیری ته هم په خپل وخت ځواب ووایی دهیواد او خلکو دښمنانو چی دخپلو استخباراتی کړیو په وسیله دپوځ بنسټیزی جړړی له بیخه را ایستی وی تمه یی درلوده چی دپوځ بیا جوړیدل ډیر وخت ته اړتیا لری نو ځکه یی جګړه سخته او پراخه کړه چی په جکړه کی لاسته راوړنی ترلاسه کړی خو زمونږ میړنیو سرتیرو په تش لاس او ډیرو ابتدایی امکاناتو وتوانیدل ددښمن هر تیری ته ځواب ووایی او هغوی ناوړه هدف ته لاس رسی پیدا نه کړی.

نړیوال او هیوادوال وینی چی لمسول شویو جګړه غوښتونکو ډول ډول نومول شوی عملیات په لاره واچول خو هر وخت چی یی په هر نوم عملیات پیل کړی په وړاندیی دهیواد امنیتی ځواکونه داوسپنیز سپر په توګه دریدلی او هیڅ وخت یی مخکی تګ ته نه دی پریښی همدا وجه ده چی مخالفو وسله والو تردی دمه کومه ستراتیژیکه نقېه تر اوږدمهاله نه ترلاسه کړی یوازی او یوازی دجګړی دمیدان دګرم ساتلو په خاېر یی مرګ  ژوبله زغملی او ډیر ژر یی دتیښتی لار غوره کړی. همدا اوس زمونږ دخلکو دسوله ییز نیت په وړاندی دېالب مشرتابه جګړییز اعلان چی دختر په شپو وروځو کی یی وکړو پرته له دی چی لاسته راوړنی ترلاسه نکړی بلکی دسختو تلفاتو په زغملو سره یې سیمی پریښی او دتیښتی لاریې غوره کړی ده هغوی فکر کاوه چې د اختر په شپو ورځو کې به جګړه سخته اولاس ته راوړنی به ترلاسه کړی خو خبره برعکس شوه ځکه سرښندونکو سرتیرو دمخالفو وسله والو ېالبانو په ډیرو مضبوېو سنګرونو بریدونه وکړل چې دله منځه وړوله امله یې کنترول دملی وسله پوځ په لاس ورغی همدا اوس دملی وسله وال پوځ میړنی په نیول شویو سیمو کې په چاڼیزو عملیاتو بوخت دی او ددښمن پاتی شونی به ترهغه تعقیب او وڅاری ترڅو چې سیمه یې له شتون څخه پاکه کړی.

ډاډه یو چې ددښمن سنګرونه به یوپه بل پسی له منځه ولاړشی او که خدای(ج) کول ډیر ژر به دجګړه مارو ټغرورټول شی دملی دفاع د وزارت لوی درستیز چې په غزنی ولایت کې دپوځی عملیاتو پرمهال د خواجه عمری ولسوالی دعملیاتو په لاس ته راوړنو خبری کولی ډاډیې څرګند کړو چې جګړه ماروته به په جګړه ځواب ورکړو او هڅه به وکړو چې دښمن یوه لویشت خاوره هم ترکنترول لاندی ونه لری موږ دخدای(ج) په مرسته او دخلکو په ملاتړ د دښمن هر ډول سنګرله منځه وړو او هېوادوالو ته د هوساینی ژوند وربرابرو.

موږ به دښمن ته ددی اجازه ورته کړو چې زموږ دخلکو ژوند وګواښوی او یا په خپلو شومو موخوکې بری ترلاسه کړی هغوی چې د الفتح په نوم پوځی عملیات زموږ د جګړی ځپلو خلکو په وړاندی اعلان کړی و دخدای(ج) په نصرت او دهېوادوالو په ملاتړ دملی وسله وال پوځ دسخت غبرګون سره مخامخ شو او تردی دمه هیڅ ډول لاس ته راوړنی نه لری. موږ ډاډه یو چې که تیری کوونکی جګړه ماران هرڅومره دلمسونکو پوځی او مالی ملاتړ ترلاسه کړی خو دهېواد ملی اتلان چې هره شیبه یې دسرپه بدله دخلکو، هېواد او ناموس څخه دفاع کړی بیاهم تیری کوونکو ته پریکند ځواب وایې او مخالف وسله وال به هیڅ وخت او هیڅ ځای کې لاس ته راوړنی ونه لری ځکه هېوادوال سوله غواړی او دجګړه غوښتونکو څخه کرکه کوی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید