روزنامه ملی انیس

دګاونډیانو دوه مخی سیاست به ښی پایلی ونه لری

دراخپاره شویو رپوټونو له مخی دمخالفو وسله والو طالبانو یو پلاوی دملابرادر په مشری دایرانی چارواکو سره دخبرو اترو له پاره تهران ته رسیدلی راپور زیاتوی چی دواړو غاړو دکډوالو او سولی په هکله یو لړ خبری ترسره کړی خو معلومیږی چی دخبروپوره جزییات نه دی راسپړل شوی ځکه ایران هم دپاکستان په څیر دنورو په کورنیو چارو کی دلاس وهنی سیاست غوره کړی هڅه کوی چی دخپلو ګټو دخوندیتوب له پاره ددوه مخی سیاست څخه کار واخلی خو دایران داډول هڅی چی دښه ګاونډیتوب سره اړخ نه لګوی دافغان دولت سره به یی اړیکی پیکه او بی خونده کړی. ځکه مخالف وسله وال طالبان تردی دمه هیڅ یوه هیواد په رسمی توګه نه دی پیژندلی او هغه خبری چی ددولتونو ترمنځ ورباندی بحث او خبری کیږی دمخالفو وسله والو طالبانو له واکه لری دی له دی امله ویلی شوی چی دهوکړو او موافقو واک یوازی اویوازی ددولتونو ترمنځ شونی دی نه دیوی ډلی ټپلی سره افغان دولت چی دګاونډیو هیوادو سره دښه ګاونډیتوب له پاره تل خپله
غیږ خلاصه پریښی هڅه کوی چی داړیکو دپراختیا او غښتلتوب له پاره مختلفی لاری ولټوی او په سیمه کی دتاوتریخوالی پرځای دراکړی ورکړی دپراختیا له پاره لار هواره شی. خو په خواشینی سره ویلی شو چی یوشمیر ګاونډی هیوادونه زمونږ په هیواد کی دلاس وهنی له امله خپلی ناوړه ګټی لټوی نه غواړی زمونږ په هیواد کی سوله رامنځته شی او په سیمه ییزه کچه دتاوتریخوالی لمن ټوله شی جوته ده چی ایران دیوه خواخوږی هیواد په توګه عمل نه ترسره کوی بلکی غواړی دخپلو سیاسی سیالانو له پاره سرخوږی ولټوی او له دی لاری سیالی ته دوام ورکړی. لیدل کیږی چی کله هم دامریکا دمتحده ایالاتو له خوا دسولی درامنځته کیدو له پاره دمخالفو وسله والو طالبانو سره خبری پیل کړی نوایران هم خپله پښه راغزوی او دمختلفو لارو څخه دطالب چارواکو سره لیده کاته پیلوی اوسنی لیدنی کتنی هم دتیرو لیدوکتو په څیر ځکه ترسره شول چی د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ د خبرو د پیل کیدو انګازی راخپری شوی.

ځینو رسنیو څرګنده کړی چی د امریکا د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د  وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد او طالبانو ترمنځ په قطر کی په پټه خبری روانی دی. د امریکا جمهور رییس هم د طالبانو سره د خبرو پیل کیدل نه دی رد کړی ویلی یی دی چی وه به ګورو چی څه کیږی. افغان دولت چی تل د خپلو ګاونډیانو ته د یوه بی پری او خواخوږی ګاونډی تمه لری هیله ده چی د لاس وهنی پرځای د سولی په رامنځ ته کیدو کی رښتینی مرستی وکړی څو زموږ په هیواد کی سوله ټینګښت ومومی او د تاوتریخوالی لمن ټوله شی.

افغان دولت هڅه کړی چی په رڼه توګه خپل سوله ییز دریځ د نورو سره شریک کړی او هغه لار چی تل پاتی سوله رامنځ ته کوی د عملی طرحی په توګه وړاندی کړی ځکه پرته د یوی معلومی او هراړخیزی طرحی څخه سولی ته رسیدل به ستونزمن او ناشونی وی نو همدا وجهه ده چی د یوی بین الافغانی خبرو پیل کیدو له پاره رښتینی او عملی هڅی پیل او د سولی د رامنځ ته کیدو له پاره په هغو لارو خبری وشی کومی چی اړینی او یا د جګړی لامل ګرځی. ښه به وی چی زموږ ګاونډیان زموږ د دولت دریځ درک کړی وی ځکه سوله په یو اړخیز ډول ناشونی ښکاری ترڅو چی د بین الافغانی مخامخ خبرو پیل کیدو ته لار هواره نه شی هلته او دلته د ناستو پاستو پایلی به د یوی همیشنی او تل پاتی سولی رامنځ ته کیدو سره مرسته ونه کړی.

تمه ده چی ګاونډیان لږ څخه فکر وکړی او د هغو لارو په لټون کی بی پری ګامونه پورته کړی په کومو کی چی سولی ته رسیدلی شو. سوله یوازی او یوازی دافغان دولت په ګټه نه ده بلکی سوله دسیمی اونړی په کچه دهیوادونو دپرمختګ له پاره لار هواروی. شونی ده چی ددولتونو ترمنځ دباور فضا رامنځته شی او هغه لګښتونه چی په جګړه کیږی باید دخپلو وګړو په هوساینه په مصرف ورسیږی څو ورځی وړاندی دایران دبهرنیو چارو وزیر جواد ظریف دداعش دترهګرییزو فعالیتونو دپراختیا څخه سروټکاوه څرګنده یی کړه چی داعش دګواښ لمن دپراخیدو په حال کی ده چی داندیښنی وړ ګڼل کیږی ظریف دا هم وویل چی دداعش ترهګرییزو فعالیتونو اندیښنی یی دچین، روسانو او نورو ګاونډیانو سره شریکی کړی.

جواد ظریف چی څومره دداعش له ګواښ څخه اندیښمن دی باید یوهه شی چی دداعش په څیرترهګرییزو فعالیتونو ته مخالفو وسله والو طالبانو زمینه برابره کړی او دامنیت دتامین په وړاندی دخڼډونو اوستونزو دراپیدا کیدو په لټه کی دی خوظریف باید دافغان دولت دمیړنیو سرتیرو سرښندنی له یاده ونه باسی او وروستی بریاوی چی دداعش په وړاندی ترلاسه کړی ډاډه یو چی هرهغه څوک چی دافغان دولت سوله ییز وړاندیزونه په پام کی ونه نیسی هرو مرو به دداعش په برخه لیک اخته شی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید