روزنامه ملی انیس

دکرونا پر وړاندې د مبارزې په اړه هیوادوالو ته د جمهوررئیس د لومړی مرستیال امرالله صالح پیغام

بسم الله الرحمن الرحیم
ګرانو او ډېرو معززوهیوادوالو !
تاسوهر یوه ته سلام او نېکې هیلې وړاندې کوم.
لکه څرنګه چې ستاسو په یاد دی د افغانستان اسلامی جمهوریت او په ځانګړی ډول جلالتماب ولسمشر د کرونا بحران د وخت له نظره په پنځو مرحلو وېشلی و.
لومړی مرحله د دې بحران پر شتون اعتراف کول و.له بده مرغه په دې مرحله کې زیات شمېر هیوادوالو حتی با نفوذه شخصیتونو په دې برخه کې روغتیایې او علمی لارښونې له پامه وغورځولې او خلک یې غونډو ته وهڅول .
او خوشبختانه په همدې حال کې د ټولنې یوې لویې برخې په خاص ډول علمای کرامو زمونږ له زړورو او متعهدو ډاکترانو سره یوځای خلکو ته دکرونا د خطرونو په اړه خبرداری ورکړچې زه له دوی څخه د زړه له تله مننه کوم.
دوهمه مرحله د کرونا د خپرېدو وه، چې مونږ وتوانېدو د منظمو پروګرامونو له لارې د خپرېدو لړی سسته کړو، تر څو زمونږ پر روغتیایې سیستم چې هیڅکله د داسې بې سابقه او له تصور پورته بحران سره مخ شوی نه و، انی فشارونه کم شی.
په دې کار کې تر ډېره حده بریالی شو،.خو اوس له بده مرغه د هغو شمېرو له مخې چې د عامې روغتیا وزارت او د رضاکارانو له لارې مونږ ته رسېږی، د دغې احصایې په اساس او بنسټ څرګندیږی چې زمونږ هیواد افغانستان د کرونا بحران اوج یا د فلاکت پړاو ته په نزدې کېدو دی.
ددې ویروس منحنی وضعیت هم په غټېدو اوهم په لوړېدو دی .مونږ ټول هغه څه ترسره کوو چې لازم دی څو د دې مخه ونیسو.
په کور دننه او له هیواد څخه بهر اټکلونه او علمی وړاندوینې ښیې چې افغانستان به په راتلونکو دوه میاشتو کې د دې ویروس د پراخېدو له سرسامونکی حالت سره مخ شی، متاسفانه،خو که ولس روغتیایې او علمی لارښونې جدې ونیسی، له کوره بهر په خپلو چارو کې دوه متره واټن مراعت کړی، له غیر ضروری غونډو ډډه وشی او د عامې روغتیا د محترم وزارت لارښونې جدی ونیول شی،د دې ناورین مخه نیول کېدای شی.
اټکلونه او پېشبینی دادی چې که مونږ وکولای شو چې په اګست میاشت او یا د زمری میاشت په نیمایې کې د کرونا د خبیثه منحنی ملا ماته کړو او څلورم پړاو ته چې د مبتلا کېدو د کچې تیټوالی دی داخل شو او زیات احتمال لری چې موږ د کال تر پایته رسېدو پورې خپل هیواد عادی حالت ته راوګرځوو.
خلک پوښتنه کوی او برحقه پوښتنه کوی چې دا قیودات به تر کله وی ؟ دا زړه تنګوالی تر کومه وخته؟ ځواب ساده دی.
د قیوداتو او خدای مکړه په ډله ییزه توګه د وژل کېدو ترمنځ باید یوه لاره غوره کړو.
مونږ پوهېږو چې ګرځ بندیز په سمه توګه نه مراعت کېږی او هڅه هم نه کووچې د پولیسو له لارې یا له زور په کار اخیستو دا لار عملی شی.
زمونږ غوښتنه او هیله داده چې په ټولنیز،فرهنګی، دودیز او ولسی ځواک سره د کرونا پر ضد مبارزه وکړو.
د بحران پراخېدل او غټېدل د ټولنې د هر وګړی په چلند او رفتار پورې تړاو لری.د دې بحران پر اقتصادی اړخ مونږ شپه او ورځ کار کوو. ټاکل شوې ده چې تر راتلونکو څو اونیو پورې به د افغانستان په ټولو ولایتونو کې د بیړنیو مرستو په لړ کې د کار په بدل کې د پیسو او د خوراکی موادو د بستو د وېش پروسه پیل شی.
د دې تر څنګ تاسو پوهېږئ چې مونږ د سترو پروژو کار بند کړی نه دی، تر څو ولس د دې بحران له اقتصادی زیانونو خوندی وی.
ټوله نړی له دې بحران سره لاس او ګریوان ده. هغه هیوادونه که ډېر لوړ امکانات هم لری، د دې بحران په یو ډول د ډولونو په یوه مرحله کې وارخطا شوی دی.مونږ د پروګرامونو د طرحه کولو له نظره منظم عمل کړی او په راتلونکې کې یې هم کوو.
خو متاسفانه د امکاناتو له اړخه زیات محدودیتونه لرو چې د تېرو جګړو د بد حالت او د بدو بې پرواییو میراث دی.زه یو ځل بیا د افغانستان د ټول اسلامی جمهوری دولت په استازیتوب له خپلو ډاکټرانو او صحی کارمندانو څخه مننه کوم ، د زړه له کومې مننه کوم او له تاسو هر یوه څخه غواړم چې حوصله او زغم مو وساتئ،خپلې او د خپلې کورنۍ روغتیا ته مو پاملرنه وکړئ،د روغتیا وزارت لارښوونې جدی ونیسئ او د کرونا په مهارولو او ماتولو په ګډه مبارزه وکړو.
پر طالبانو غږ کوم چې د خلکو له وژلو چې یو ذلت او جنایت دی، لاس واخلی او بشردوستانه او افغان دوستانه اوربند ته غاړه کېږدی.
سرلوړی دې وی افغانستان

ممکن است شما دوست داشته باشید