روزنامه ملی انیس

دچین دلرغونپوهنې هیئت افغانستان ته راځی

دچین دولسی جمهوریت د لرغونپوهنې هیئت په نږدې راتلوونکی کې دلرغونو آثارو دتحقیقاتو په خاطر افغانستان ته سفرکوی .

دباخترآژانس دخبریال دخبرله مخې: دغه مطلب په کابل کې د چین دولسی جمهوریت سفیر پرون داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت له سرپرستې حسینې صافۍ سره په کتنه کې بیان کړ . دغه هیئت افغانستان ته له راتګ وروسته دافغانستان دلرغونپوهانو له یوې ډلې سره دلرغونو آثارو دتحقیقاتوپه خاطر دبدخشان ولایت دواخان درې ته سفرکوی. په دې کتنه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دچین او افغانستان ترمنځ دتاریخی اړیکوپه باب خبرې وکړې او د دغواړیکو په پراختیا یې ټینګار وکړ . دغه راز داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې دعینکو مسودکان دلرغونو ساحو دکیندنوپه لاره کې ددغه وزارت همکاری څرګنده کړه. 

ټاکل شوې ده راتلوونکی اوونۍ دافغانستان دجمهوری ریاست ددویم مرستیال قانونپوه سرور دانش په مشرۍ  یو هیئت چین ته سفروکړی .

په کابل کې دچین سفیر ددغه سفر بلنلیک داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرستې ته وسپاره.

ممکن است شما دوست داشته باشید