روزنامه ملی انیس

دپرمختګ له پاره دیو مټیتوب لار اړینه ده

دهیواد دجغرافیایی جوړښت راهیسی چی دخپلواکی جګړی پای ته ورسیدی دوخت واکمنانو دخپلو کاری وړتیا له مخی وتوانیدل چی داقتصادی توان په اندازه دهیواد په بیلا بیلو برخو کی بدلونونه رامنځته کړی او دمختلفو لارو په لټون سره دمواصلاتی چارو ترڅنګ دوسله وال پوځ دپیاوړتیا له پاره پاملرنه راوګرځوی هڅه کیده چی په هیواد کی دښوونیزو چارو دپراختیا لاملونه ولټوی او دنالوستو په شمیر کی کمی راشی خو دبدلون او پرمختګ په لور دګامونو پورته کیدل خو را کمزوری او ګړندی نه ښکاریده نو ځکه دنالوستو په شمیر کی ژر ترژره کمی ونه لیدل شو او دژوند دآسانتیاو له پاره عملی ګامونه دپام وړ نه و.

دهیواد لری پرتی سیمی دډیرو ښیګڼو څخه بی برخی پاتی وی او دزده کړی څرک پکښی کم رنګه ښکاریده خو تمه وه چی دهوساینی ترڅنګ به آهسته آهسته دپرمختګ په لور روان شی.

دکورنی ناوړه جګړی دراپیل کیدو تر مهاله اداری واحدونه دپراختیا او پیاوړتیا په حال کی و او دساختمانی چارو لاسته راوړنی ورځ تربلی ترسترګو کیدلی.

خو ناوړه جګړی دهیواد په ټولو لاسته راوړنو بدمرغه سیوری ورخپور کړو او دهیواد زیاتی ودانی یی په کڼدوالو بدلی کړی. دغه راز ددولت اداری چاری له بیخه دزیان سره مخامخ شوی او دپوځ ټول پوځی تجهیزات لوټ او تالا شول نو همدا لاملونه وه چی دهیواد ټوله شتمنی
 له مینځه ولاړه او هیوادوال دسخت غربت سره مخامخ شول هر هغه څوک چی په هیواد کی دننه پاتی شول هره شیبه یی دمرګ  ژوبلی سره لوبی کولی او له هیواده بهر هیوادوال دکډوالی ژوند ته غیږ ورکړه، خو دنړی خواخوږی انسانان چی انسانی کرامت ته درناوی کوی په ډیرو هیوادو کی هیوادوالو ته غیږ خلاصه پریښوده او دمرستی لاس یی راوغزاوه دلته په هیواد کی دننه زیات شمیر هیوادوال دمرګ  ژوبلی سره مخامخ شول او دیو شمیر هیوادوالو دروازی همداسی قلف پاتی شوی کومو چی دکورنی ټول غړی یی له لاسه ورکړی و یو شمیر ټوپکوالاو په ډیره بی رحمی سره دهیوادوالو شتمنی لوټ کړه او دواکمنی دترلاسه کولو له پاره یی دهیڅ ډول جګړییزو ناخوالو څخه ډډه ونه کړه او ترهغه یی خپل مینځی شخړوته ادامه ورکړه چی دهیواد ټوله شتمنی له مینځه ولاړه په زیاتو سیمو کی دولتی ودانی ورانی او ډیری ځمکی دزورواکانو
له خوا غصب شوی هیواد په بیلا بیلو واکمنیو وویشل شو او دبهرنیو استخباراتی سازمانو له پاره دلاس وهنی ښه زمینه برابره شوه بی پری او بی وسلی خلکو اندیښنی ورځ تربلی زیاتیدی ځکه چی مرکزی واکمنی شتون نه درلوده او انسانی کرامت خوندیتوب چاره نه لیدل کیده، نړیوالو هم زمونږ په هیواد کی دخپل مینځی شخړو ننداره کوله ترهغه چی هیواد ښه لوټ او تالا شو او دزبر ځواکونو ګټی او امنیت دګواښ سره مخامخ شونو را وړاندی شول او دبن لومړنی کنفرانس یې جوړ کړو په کنفرانس کې خورا خوندوری او دارزښت ډکی پریکړی او ژمنی ترسره شوی ځکه هېوادوالو دهیلو مطابق او دهوساینی د رامنځ ته کیدو له پاره ورته ژمنی او پریکړی اړینی وی نو دیوه باور له مخی تمه پردی شوه چې دنوی واکمنی په رامنځ ته کیدو سره به په هېواد کې خپل منځی شخړی پای ته ورسیږی په جګړییزو ناخوالو به دملهم پټی کښیښودل شی خو هغسی چې تمه او هیله وه پشبړتیا یې ونه منده د زورواکو څخه وسلی راټولی نه شوی او دټوپک لرونکو سره قانونی چلند ته پاملرنه ونه شوه ډیری زورواکان چې دبی ګناه هېوادوالو څخه یې ځمکی او شتمنی غصب کړی وه همغسی په زورکی پاتی شول او دمافیایې کړیو په وړاندی لازم اقدامات ونه شول نوله دی کبله دبن دلومړی کنفرانس څخه دراجوړ شوی واکمنی په وړاندی دخلکو راټوکیدلی هیلی مړاوی ښکاریدی، خو هیلو شتون درلود چې دوخت په تیریدو سره به دنړیوالو په مرسته دړنګو شویو چارو ترڅنګ ټولنیز عدالت رامنځ ته شی او دهری ناخوالی له پاره به دپوښتنی ځای ذکی را پیدا شی.

نوښه ده چې هېوادوال ناهیلی ونه اوسی او داوسنی عصر دښیګڼو څخه دګټی اخیستنی له پاره ددموکراسی دغوړیدنی او ثمرته درسیدو په خاطر دهیڅ ډول هلو ځلو څخه دریغ ونه کړی او د رښتینی ولسواکی دپیاوړتیا له پاره پرله پسی هڅی ونه سپموی ځکه دهری واکمنی ترشا ولسی ځواک اړین بریښی او دهغوی په مټو کیدای شی چې دناخوالو په وړاندی مبارزه وکړی او چاته ددی اجازه ورنه کړی چې دتیر په څیر دخپلی واکمنی دترلاسه کولو له پاره دوینو ویالی وبهیږی.

اوس دټولنیز ژوند څیره دپخوا په پرتله بدله شوی ډیری هېوادوال په جګړه کې رالوی شوی او ډیرو دخپل منځی جګړو غمیزی په خپلو سترګو لیدلی هغوی چې جګړی ته یې لمن وله او خپلی ګټی یې په جګړه کې نغښتی ګڼلی دهیچا څخه پټ نه دی نوځکه باوری یو چې دیوی غوره او دقیقی ارزونی له مخی به هېوادوال چلند غوره کړی او دهغو څخه به لار را بیله کړی کوم چې لا اوس یې هم لاسونه دهېوادوالو په وینو ککړدی. هېوادوال چې غمیزی یې اوږد مهاله شوی دهغو لارو په لټون کې به برخه واخلی کومی چې ددی هېواد د راتلونکی سوکالی له پاره اړینی دی. ځکه تاریخ دهیچاپلوی نه کوی او دهری څیری په هکله ښه قضاوت کولی شی نو که غواړی چې یوځل بیا په ناخوالو کې راګیرنه شی په خپل دریځ کې نوی بدلون رامنځ ته کړی او دهېواد دپرمختګ له پاره دیوموټیتوب په لاره کې هغه څوک را ټول کړی چې رښتینتوب یې دعملی ژمنو ښکارندوی وی.

ع. متین

ممکن است شما دوست داشته باشید