روزنامه ملی انیس

دپاکستان پارلمانی ټاکنو تـه یوه کتنه

د اسد دمیاشتی په ۳ نیټه چې د ۱۲۱۸ میلادی کال دجولای میاشتی د ۲۵ سره سمون خوری په پاکستان کې پارلمانی ټاکنی ترسره شوی دپاکستان پارلمان ۳۷۲ څوکۍ لری ددی څوکیو دګټلو لپاره یوشمیر کاندیدان میدان ته راوتلی سره له دی چې پاکستانی ولس له تیرو ټاکنو چندان راضی نه دی ځکه ټاکنی اکثر رڼی نه وی دپاکستان دجوړیدونه ترنن پوری اکثره حکومتونه دپاکستان دمسلم لیک ګوند واک ترلاسه کړی او کله کله بیا دخلکو ګوند (پیپلزپارټی) هم په ټاکنو کې واک ته رسیدلی دی چې ذوالفقار علی بوټوپه ۱۹۶۵ لسیزه کې حکومت ترلاسه کړ او بنګله‏دیش چې دپاکستان دخاوری برخه وه دده په حکومت کې له لاسته ورکړه دپاکستان ۸۰۰۰۰ اتیازره پلی پوځ دجنرال نیازی په مشری هندی پوځ ته سلامی شول هند دبنګله دیش په بیل والی کې دهغه حکومت او دپاکستان دمخالفینو پلوی کوله دپاکستان په ۶۱ کلن تاریخ کې ۳۰ کاله پوځی جنرالانو منتخب حکومتونه ړنګ کړی او خپله یې واکمنی ترلاسه کړی ده چې یحی خان، جنرال ضیاالحق او جنرال مشرف حکومتونه ښکاره بیلګی دی کله هم چې په پاکستان کې ټاکنی کیږی دپاکستان پوځیان یې له نژدی څارنه کوی. مخصوصاً آی اس آی هرکله چې ملکی حکومتونه هم جوړ شوی د آی اس آی رول په کې مشهود وی حتا ځنی ډلګی دپوځ او آی‎اس آی په ښکاره لارښوونه جوړ شویدی لکه په سند ایالات کې دمهاجر قومی غورځنګ چې وروسته بیا ډیر قوی غورځنګ شو په پارلمان کې یې تر ۳۰ پوری څوکۍ ترلاسه کولی سره له دی چې دسند په ایالت کې دخلکو ګوند (پیپلزپارټی) هم ډیره قوی وه ځکه ذوالفقار علی بوټو لور‎یې بی نظیر بوټو زوم یی آصف علی  زرداری ددی ایالت وه او پردی ایالت کې اکثر وخت دهمدی ګوند حکومت وی پوځیانو ددی لپاره چې دخلکو ګوند مهار کړی مهاجر قومی غورځنګ یې ورته را پیدا کړ خو دمهاجر قومی غورځنګ او پوځ ترمنځ له دوه کالو
را پدیخوا څه اختلافات را پیدا شول چې اوس په څو ډلو ویشل شوی او مشریې
الطاف حسین په لندن کې فراری دی په روانو ټاکنو هم پوځ مخصوصاً ای اس آی ژور نظر لری نواز شریف ته یې دمالی فساد دوسیه جوړه کړه لومړی یې نااهله کړ حکومت یې ړنګ او اوس په لس کاله بند محکوم او له خپلی لور او زوم سره په اډیاله زندان کې شپی ورځی تیروی ځینی نور مخکښ کسان یې هم په بیلو بیلو بهانو بندیان ګړی دی په آصف زرداری چې یووخت دپیپلزګوند لخوا جمهور رئیس هم وه ځینی تورونه لګول شوی دی. اوس په دی ټاکنو کې میدان د تحریک انصاف مشر عمران خان ته خالی دی. ویل کیږی چې پوځ او آی اس آی په پټه دعمران خان ملاتړ کوی عدلیه هم تر ډیره حده دعمران په طرفداری کی ده په پاکستان کې مأمول دادی چې کوم ګوند دحکومت جوړولو لپاره زیاتی څوکۍ تر لاسه کړی ازاد کاندیدان دهغوی ملاتړ کوی نو دعمران خان ګوند ساده اکثریت ترلاسه کړی خو حکومت کول به ورته ګران وی ځکه پیپلز ګوند مسلم لیګ نواز ګوند عوامی نشنل ګوند دسخت دریزو ایتلاف متحده مجلس عمل دعمران خان سره ډیر سخت وران دی ډیره ممکنه ده چې دوی دعمران خان خلاف یولوی اتحاد جوړ کړی او حکومت یې له ننګونو سره اوس که هرڅوک حکومت جوړ کړی راتلونکی حکومت به  یې ډیر ضعیف وی ځکه چې پوځیان څه وغواړی هغه به کوی او یا به ړنګیږی .

اختر محمد شراف

ممکن است شما دوست داشته باشید