روزنامه ملی انیس

دپاکستان دلاس وهنو په وړاندی به نړیوال غبرګون رامنځته شی

هغه څه چی لاپخوا شوی وی ارزښت او لاسته راوړنی به یی زیاتی وی ځکه په نړیواله کچه دډیرو هیوادو امنیت دترهګرو دګواښ له امله اندیښمن دی او خلک یی دژوند دډیرو لومړنیو آسانتیاو څخه بی برخی دی نو له دی امله ویلی شو چی نړیوال دترهګرو دتمویل کوونکو هیوادو په وړاندی غبرګون ناوخته ښکاری خو بیا هم که دترهګرو دملاتړو سره غوڅ چلند ترسره شی. نړیوال امنیت دټینګښت له پاره به ښه لاسته راوړنی ولری.

دامریکا متحده ایالاتو چی یو نړیوال زبر ځواک ګڼل کیږی دجنوبی آسیا او افغانستان له پاره نوی استراتیژی جوړه او دعملی کولو له پاره یی تیاری وښود په ستراتیژی کی پاکستان ته لارښوونه شوی چی دترهګرو دملاتړ څخه لاس واخلی او دتمویل تجهیز او پټن ځایونو دله مینځه وړو په هکله یی عملی ګامونه پورته کړی خو لیدل کیږی چی په ستراتیژی کی لیکل شوی لارښوونی چی دسیمی او نړی دامنیت دخوندیتوب له پاره اړینی وی عملی بنه ورنه کړه او تردی دمه په سیمه ییزه کچه جګړییزی ستونزی او ناخوالی په خپل ځای پاتی دی.

غوره وه چی دستراتیژی دموادو دتطبیق ارزونه ترسره شی او دنیمګړتیا و درغاونی له پاره عملی ګامونه واخیستل شی اوس هم کله کله دامریکا چارواکو له خوا دپاکستان دښکاره او پټو لاس وهنو په اړه نیوکی را برسیره کیږی خوپاکستان دځان په نانګاره کولو سره هیڅ ډول تیاری نه دی ښودلی چی دستراتیژی له پاره عملی لاری چاری ولتوی او دترهګرو دتمویل او تجهیز څخه لاس واخلی.غوره ده چی په افغانستان او ترڅنګ یی دسیمی دهیوادونو سره دمرستی په خاطر دامریکا متحده ایالات او انډیوالان یی دخپلو ستراتیژیکو وړاندوینو دتطبیق له پاره عملی لاری چاری ولټوی ترڅو دترهګرو جرړی له بیخه راوایستل شی.

اوس چی دپاکستان دپرله پسی لاس وهنو او دنړیوال ګواښ درامنځته کیدو اندیښنی رازیاتی شوی تمه ده چی نړیوال دیوه اجماع له مخی دعملی ګامونو په پورته کیدو سره دترهګرو دملاتړ کوونکو په وړاندی عملی هڅی پیل کړی ترڅو نړیوال ددی سرطانی ناروغی څخه وژغورل شی.ډاډه یو چی نړیوال به هرو مرو دنړی دامنیت دخوندیتوب له پاره مناسبی لاری ولټوی ځکه که دترهګرو دتمویل کوونکو په وړاندی ځان نانګاره کیدل پایښت ومومی نوشونی ده چی دسیمی او نړی ګواښ زیاتوالی ومومی او دهوساینی په وړاندی دګواښ کچه زیاته شی.

اوس نړیوال پوهیدلی چی دنړی په کچه پاکستان هغه هیواد دی چی دترهګرو ډلو ملاتړ کوونکی هیواد پیژندلی شوی ځکه دځینو ترهګرییزو پیښو دارزونی له امله جوته شوی چی دترهګرییزو بریدونو رهبری دپاکستان څارګره اداره رهبری کوی، نړیوال چی دا مهال یی پاملرنه دپاکستان ترهګرییز سیاست ته راګرځیدلی ګوت څڼډنه کوی چی پاکستان به دترهګرو دملاتړ کوونکی په تور محاکمه شی ځکه څوبریدونو لکه دهند، ایران او افغانستان کی دخونړیو بریدونو مسولیت هغه چا اخیستی چی په پاکستان کی میشت او پټن ځایونه لری نو جوته شوی چی پاکستان دترهګرو له لاری خپلی ناوړه موخی لټوی او ددی ناوړه او ترهګرییز سیاست له مخی دنورو په کورنیو چارو کی لاس وهنه کوی خو مناسبه به دا وی چی دامریکا متحده ایالات او ترڅنګ یی نړیوال سوله غوښتونکی هیوادونه دیوه عملی میکانیزم پربنسټ دهغو لارو په لټون پیل وکړی چی نړیوال امنیت دګواښ سره مخامخ نه شی او ورسره جوخت هغه هیوادونه چی دا مهال دافغانستان سره په نااعلام شوی جګړه کی ښکیل دی دسولی په رامنځته کیدو کی لاس بری ترلاسه او دغه اوږد مهاله جګړه ژر تر ژره دپای ټکی ومومی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید