روزنامه ملی انیس

دویاړونو هېواد

شاه محمود درویش

چــې په سـپکه دی کتلی تاته چـا

بیایی روغ کـله انـدام وړی لـه تا

دعبرت درس دی هغو ته دی ورکړی

څوپه بل چې سپک نظر ونه کـړی بیا

دامنم چـې ته زانګو دنام او ننګ یی

هرغلیم په وړانـدی پروت لکه ګړنګ یې

که پرون دی سره روسان دلته ګونډه کړل

لاپخـوا هم مـاتوونکی دپـرنګ یې

لاکه څوک دلته په زغرده دی راغلی

شـوګیرونه خـویې دیردی لاګاللی

چې همتی یـی د افغان ځلمو لیدلی

بیا په تیښته دګیدړ په شان دی تلـلی

ځکه دا هېواد دهـسکو تـوریالو دی

هـم ټاټوبـی درښتینو پـرګـنو دی

لاپـه دی خـو نړیوال دی پوهیدلی

چـې داکور دبـا هـمتو مـیړنو دی

نـه هیڅ کله یې تیری دی په چا کړی

نـه له اره یـې دبـل تـیری مـنلی

داهېواد یې لـکه پت، عزت، ناموس دی

په هـمدا هـیله یـې دا هـیله پاللی

که دوخت روسـانو دلـته یرغل وکړ

ګوت په ګـوټ یـې دتیریو تکل وکړ

په هـر لـوری هـېواد پـالو میړنیو

په داسرو لښکرو هر ځای غوبل وکړ

ځکه دوی موله میړانی وارخطا شول

بیا له شرمه نور له دی ځای نه په شـاشول

زبرځـواک یې دنـړی وځـان ګڼلی

خــو مخ تـوری لاترننه ددنیا شول

ممکن است شما دوست داشته باشید