روزنامه ملی انیس

دوکتور امان الله نورزی: د افغانستان د دولت دښمنان په ډله ییزو وژنو هدف ته نه شی رسیدلای

دالله(ج) په آسمانی کلام پاک کې راغلی دی چې دیوه بی ګناه انسان وژنه دټول بشریت وژنه ده یوڅلویښت کاله کیږی چې په افغانستان کې ناروا، او تپل شوی جګړه دپردو داهدافو په خاطر پر افغانانو تپل شوی ده بایدوویل شی چې ددی جګړی موخه څه ده؟ یوازی افغان وژنه او نسل کشی.

موږ پوهیږو هرکله چې دافغانستان دسولی لپاره څرک ولګیږی او ګام واخستل شی بیا دافغانستان ددولت ښکاره او پټ دښمنان دخپلو اجیرو نوکرانو او ګو ډاګیانو په واسطه سبوتاژ وی. لکه چې دملاعمر دمړینی په افشا کولو او همدارنګه دملا منصور په وژلوچې دافغانستان دسولی پروګرام هغه وخت چې په پاکستان کې جوړ شوی وه سبوتاژ کړ اوس له یوی خوا په دوحه کې دامریکا ځانګړی استازی ډاکتر زلمی خلیلزاداو طالبانو ترمنځ دسولی دنهم پړاو خبری روانی دی او هم دافغانستان دخپلواکۍ سلمه کلیزه ددولت او ولسونو له خوا چې پوره امنیتی تدابیر ورته نیول شوی دی ونمانځی ولی دا چې دافغانستان دسولی او خپلواکۍ دښمنانو دانشوای لیدلی او زغملای تروریستانو په ډیری بی رحمی سره دتیری یکشنبی په شپه نیټه ۲۷/۵/۱۳۹۸ په کابل کې دشپږمی ناحی په سیمه کې دشهری دبی په هوټل کې دواده په مراسمو ناځوان مردانه تروریستی انتحاری حمله وکړه چې زمونږ ۶۲ تنه بی دفاع او ملکی وګړی یې شهیدان او۱۸۳تنه نوریی زخمیان کړل چې دا داسلام له نظره یو ډیر فجیح غیر انسانی اونه بښونکی عمل دی که څه هم دطالبانو درهبری له خوا دواده پر مراسمو دحملی پړه پرغاړه وانه خستله مګر ددی ډلیزی وژنی پړه داعش ډلی پرغاړه واخسته خو دافغانستان ولسمشر په ډاګه وویل چې طالبان ددا ډول حملو  ددوی کار ده اوځان ټه برات نشی ورکولای.

همدارنګه تروریستانو دخپلواکۍ دجشن په ویاړ په ننګرهار ولایت کې ۱۲ بمی چاودنی وکړی چې په نتیجه کې ۸۰ تنه بی دفاع ملکی خلک ټپیان شول خو دافغانستان دخپلواکۍ دښمنانو ونشو کړای چې دخپلواکې دجشن دنمانځنی مخه ونیسی بلکی دغه دخپلواکۍ دسلمی کلیږی جشن دهېوادپه ټولو ولایتونو کې دحکومت او خلکو له خوا په ډیرو شانداره مراسمو سره ونمانځل شوه خو دافغانستان دسولی اوخپلواکۍ دښمنان نشی کولای چې په دلیزه وژنو سره خپلو شومو اهدافوته ورسیږی ښه به داوی چې دقرآنکریم طالبان چې په دینی مدرسو کې دقرآن کریم زده کړی کړی دی او ځنی یې لاهم حافظان دقرآن مجیددی دوی بایددداعش له صفوفو څخه ځانونه را جلا کړی او دسولی لاره غوره کړی ځکه په سوله کې خیر دی بل دډلیزو وژنو جبران کول بیا ډیر وخت غواړی اوپه ورځ دمحشر چې ۱۸۰۰۰ قومونه
دالله پاک په حضور کې دسوال او جواب په خاطرولاړوی او الله پاک خپله قاضی او محمدرسول الله(ص) یې شفاعت کوونکی وی دغه تروریستان چې په هره انتحاری بریدکې په سلهاو بی ګناه انسانان وژنی خپل خدای ته څه ځواب ولری.

دافغانستان ددولت دښمنانو دا فتیلی وه چی دخپلواکی دسلمی کلیزی جشن به حکومت او ولسونه ونه نمانځی خو له نیکه مرغه ډاکتر محمداشرف غنی او افغان ولس دغه جشن په ډیر اخلاص او لوړ همت وروسته له اتلس کلونو څخه او هم ددارالامان دبیا رغونی قصر چی په خپله دمحمداشرف غنی له خوا دلس میلیونو ډالرو په اندازه ورغول شو.

 ولسمشر محمداشرف غنی ددارالامان دبیارغونی په افتتاحیه غونډه کی یوه عالمانه وینا وکړه په داسی حال کی چی دکابینی وزیران دپارلمان ددواړو مجلسونو استازو، بهرنیو سفیرانو کور دیپلوماتیکو غړو او آن دا چی دغازی امان الله خان دوه لور ګانو هندیه او ناجیه ته له ایتالیا هیوادڅخه ددی قصر دافتتاح او جشن په خاطر بلنه ورکړل شوی وه حضور درلود.

دوکتور امان الله نورزی په کابل کی دشهری دبی په هوټل دواده په مراسمو دتروریستانو له خوا په بی ګناه او ملکی وګړو دبریدپه اړه دانیس دملی ورځپاڼی خبریال ته په مرکه کی وویل: تروریستان او دانسانیت دښمنان نه وطن لری او نه هم په انسانیت پوهیږی دواده په مراسمو او یا په جوماتونو او یا دخپلواکی دجشن په مراسمو باندی تروریستی او بمی چاودنی دچا کار دی؟ دا دهغو کسانو کار دی چی دپردیو نوکران او غلامان دی او دپردو په لمسون بی ګناه مسلمانان وژنی. خلک بایدډیر هوښیار و اوسی او ټوله پړه پر دولت وانه چوی خلک بایددخپلو خوښیو مراسمو تدابیر په خپله ونیسی او له امنیتی چارواکو سره مرسته وکړی ترڅو ددښمن دناروا عمالو مخه مخکی له واقعی څخه ونیسو.

امان الله نورزی په ننګرهار ولایت کې دخپلواکی دسلمی کلیزی دجشن دنماځلو په مراسمو باندی دتروریستانو له خوا حملی او دبمی چاودنو په اړه وویل: څلوښت  کاله کیږی چی افغانان دخپلی خاوری استقلال او ارضی تمامیت په خاطر قربانی ورکوی او دا لومړی ځل نده چی دشهر دبی دواده په مراسمو کی ۲۴۵ تنو ته مرګ  ژوبله اړول کیږی خو په دی ډلیزو وژنو باندی افغان ولس چاته سرنه ټیټوی په دی هکله شاعر څه ښه ویلی دی: ټیټ می مه بوله غورځنګ دا باندی مه کړه زه په دی افتادګی کی لوی ګړنګ یم. همدا رنګه په ننګرهار ولایت کی محلی حکومت او ولسونو دغازی امان الله خان دخپلواکی سلمه کلیزه په ډیر شهامت سره ونمانځله په دی مراسمو باندی تروریستانو دولس بمی چاودنی وکړی چی ۸۰ تنه ځوانان پکی ټپیان شول خو افغانان اوس آب دیده شوی دی په دی اوټو بوټو څوک نه هیریږی او که یو افغان هم ژوندی وی خپله خپلواکی به نمانځی.

امان الله نورزی زیاته کړه: دافغانستان دولت او په راس کی اعلی سرقوماندان
ډاکتر محمداشرف غنی سږکال دخپلواکی دسلمی کلیزی دشانداره نمانځلو او درناوی او دغازی امان الله خان دناتمامه فصل ددوام او یا دتازه ساتلو په ویاړ او ددارالامان دقصر دبیارغونی دافتتاح په غونډه کی له ویاړه ډکه وینا وکړه چی زه دیوه افغان په حیث دولسمشر پر دغی تاریخی وینا ویاړم او فخر پری کوم.

 ولسمشر محمداشرف غنی وویل: دافغانستان عظیم ولسه: نن دافغانستان دویاړلی استقلال دبیرته ترلاسه کولو سلمه کلیزه ده دا له افتخاره ډکه ورځ ده او ټول افغان ولس او ټولو مشرانو ته چی په دی غونډه کی حضور او تشریف لری مبارک وی. دخپلواکۍ دسلمی کلیزی دشانداره نمانځلو څخه هدف داوه چی ملت او ځوان نسل ته دهیوادپخوانی عظمت تداعی شی او په خپله خاوره او تاریخ افتخار وکړو او داستقلال قدر وکړو او دوطن دوستی احساس یی لاپیاوړی شی. خو زمونږ دآزادی او خپلواکی دښمن زمونږ او ددی خاوری دښمن دا جشن او دا خوشالی نشوای لیدلای دا دښمن زمونږ دزړورو وسلوالو ځواکونو سره مقابله نشی کولای تروریستان زموږ دامنیتی او دفاعی ځواکونو له برکته په هیڅ ډول ددغی خوشالی مخه نشی نیولای خو له بده مرغه زمونږ دوطن دښمن چی دواده پرمراسمو باندی تروریستی بریدوکړ ماشومان او ښځی په نښه کړی او په ډیر وحشیانه ډول یی زمونږ هیوادوال په وینو ولمبول ولی غچ به یې اخلو او دداعش ریشی به باسو.

دافغانستان جمهور رئیس
 محمداشرف غنی وویل: طالبه که افغان یی دافغان په وینه ودریږه که نه له مونږ سره پدی خاوره کی شریک نه یی، مونږ منلی یی چی بایددسیاسی لاری حل ته ورسیږو او سولی ته ورسیږو اماته انتخاب وکړه چی افغان یی، یا دپر دی دلاس وسله یی بل دغچ اخیستلو له ارادی سره په ولس کی خوځښت او حرکت راځی مونږ ټول په قوت سره کار کوو مونږ ټول بشپړ تعهدلرو او اراده لرو اوتصمیم نیسو چی دولسواکی دغه حرکت به دتروریزم په ضدپه یو ملی خوځښت بدلیږی.

ولسمشر زیاته کړه: له ټول افغان ولس څخه غواړم که ستاسو په کور کلی، ناحیه، ګذر، دکار په محیط او اداره کی داعشی افکار او عناصر موجودوی نو افشایی کړی او دافشا کولو یوه ملی پروسه بایدپیل شی او په دغه پروسه کی دامنیتی او کشفی ارګانونو تعلل او غفلت دمنلو نده دافشاګری هره قضیه بایدجدی تعقیب او عاجل اقدام وشی.

ډاکتر محمداشرف غنی وویل: زمونږ جنګ دبشریت ددښمنانو سره جنګ دی دا بایدټولی نړی ته واضح شی چی واقعاً ولس یوازی دخپل استقلال څخه دفاع نه کوی بلکی دټول بشریت له بقا دفاع کوی دنړی هیڅ قوت افغان ولس نشی محوه کولای، جمهور رئیس دوینا به آخر کی دغه شعر ووایه:

څوچی دامځکه آسمـان وی

څو چی ژوندپه دی جهان وی

تـل بـه دا افغـانستـان وی

تـل بـه دا افغـانستـان وی

 دوکتور امان الله نورزی  دمرکی په پای کی وویل: دامریکا ولسمشر دونالدټرامپ څو ورځی مخکی دافغانستان دجګړی په اړه مطبوعاتو ته وویل: مونږ کولای شو په یوه اوونی کی دافغانستان جګړه وګټو خو دلس میلیونه انسانانو وژنه دمنلو وړه نه ده دا چی دنړی لوی ابرقدرته ځواک انسان وژنه ردوی نو طالبان خو مسلمانان دی زه دیوه مسلمان افغان په حیث ورباندی غږ کوم چی انسان وژنه او مسلمان وژنه بنده کړی دبین الافغانی مذاکراتو له لاری خپلی روا غوښتنی مطرح کړی بل ډاکتر محمداشرف غنی خو په هره وینا کی په طالبان غږ کړی: که غواړی قدرت ته ورسیږی راځی په انتخاباتو کی برخه واخلی او دانتخاباتو له لاری ځان قدرت ته ورسوی په ډلیزو وژنو څوک قدرت ته نشی رسیدلی.

مولوی عبدالاحدمحمدی پیرامون حمله تروریستی بر مراسم عروسی در هوتل شهر دبی در کابل گفت:
من
منحیث عالم دین میگویم آنانی که مسلمانان بی گناه را در مراسم عروسی و خوشی شان به شهادت می رساندوخاصتاً هنگام ادای نماز در مساجدویا سربازان و افسران که در دفاع از تمامیت ارضی کشور شان قرار داردتوسط حمله های تروریستی به شهادت می رسانداین گونه افراددر روز بازپرس وروز محشر چه جواب میدهد.

 به نظرمن هرکسی که خواسته های مشروع داردبیایدبا دولت افغانستان خواسته های خودرا مطرح کندمانندحزب اسلامی افغانستان  که مطرح کردو به صلح رو آورندورنه با شهادت رسانیدن اطفال، زنان وجوانان به هدف نمی رسند.

اختر محمد اکاخیل

ممکن است شما دوست داشته باشید