روزنامه ملی انیس

دولت، سیاستوال، شنونکی دخالد او الفتح په اړه لازمی څېړنه

دیوه شمیر سیاسی تحلیلګرانو دسیاسی خبط حقوقی ملاحظاتو او ناوړه توجیه په اړه لنډه سیاسی کتنه او ملاحظه لرو، ښایی سیاسیون او سیاسی، پوځی، استخباراتی خبره ګان،کتونکی، شنونکی سم اند ولری او حق ته حق ووایی.په عدالت سره سمه شننه او سیاسی درست مصلحت ددولت او مقابل کی طالبانو ته وړاندی کړی.

یو شمیر سیاسی مفکرین سیاستوال او دسیاسی پوځی او استخباراتی برخو کارپوهان او دنظر څښتنان یا په لوی لاس یعنی عمداً ناسم یا عوام فریب مصلحت او تحلیل وړاندی کوی او یا خدای مکړه کوپړی یی همدومره درایت او وس ده، نه ښایی دولت چې قانونی او مشروع بنسټ لری او هم طالبانو لوریوته ناسم معلومات او ددریځوالی په اړه او هم دجنګ او سولی په باب ناسم ویجاړونکی او کږلاری شننه ورکړی.

لاندی مهم ټکی په پام کی نیسو:

الف – اغوا، هغه عمل دی، چې عمداً او قصداً داستخباراتی او یا بلی سیاسی ټولنی او نهاد له طرفه ددی ټولنی او یا نهاد رسمی همکار(اجنټ) نورو څه دولتی اراکین او یا عوامو ته فریب ورکړی او ډیر ځله دپروپاګنډو او تبلیغاتو له لاری کیږی.

چې اکثریت سیاسی او فرهنګی اغوا ګڼل کیږی.

ب- سیاسی خبط، دا هغه کړه وړه دی چې یو څه تر پښو لاندی کوی او په غلط لاره درومی او یا سهوه او اشتباه پکښی وی اوعمداً دعدو په استشاره تصرف کوی.

ج- دیوی مسالی دارجاع په خاطر د هدف تطمیع لاری چاری سنجوی او بیا یی ترسره کوی او فریب ورکوونکی عمل ته یی هڅوی او ناکامی منځته راوړی.

د- دخبره کسانو دآګاهی لرونکو ذواتو غولول دی چې دا هم عمدی او الزامی عمل په ناببره توګه یا په څرګنده توګه سرته رسیږی اودا هم یو استخباراتی منفی عمل دی چې اجتماع ته زیان رسوی.

دوم- دافغانستان اسلامی دولت دملی امنیت شورا او دری ګونو پوځی ځواکونو له لوری دګډ امنیتی پلان کوم چې کابو یوه میاشت ترمخه درسمی عملی کیدو له پاره چمتو شوی هغه دخالد امنیتی پلان دی. دحقوقی نظره مشروع دولت دافغانستان دولت دا حق لری چې خپلو وګړو ته هوساینه، سوکالی، ثبات او امنیت او په څنګ کی یی سوله په ارمغان راولی او دایی دنده ده.

دافغانستان دولت دنړی کابو ۱۰۰ دولتونه نړیوالی ټولنی، زبرځواکونه، همسایه ملکونه ټوله اسلامی نړی او ملګری ملتونه په رسمیت پیژنی او سیاسی مراودات او معاملات او تړونونه کنوانسیونو نه لری او عملی کوی یی، اساسی قانون لری، انتخابات او دری ګونی قوی لری او نور…

نوله حقوقی نظره دا ددولت حق دی چې دوګړو دهوساینی او دټولنی دثبات له پاره دترهګرو ورانکارو ټولنو او اشخاصو په وړاندی سم رسمی تصمیم ونیسی او پلان یی کړی چې دخبرو یا دزور او ځواک له لاری عملاً بالفعل او باالقوه توګه پلی او عملی کړی.

نو ددغ امنیتی پلانو مرجع او پلی کوونکی، طرح کوونکی باید خپله دولت دی او دمیثاقونو او نړیوالو قراردادونو له مخی له نورو څخه مرسته غوښتل ملل متحد پوری دایی حق دی چې یی عملی کړی.

دریم- دالفتح په نوم دطالبانو له لوری دپوځی عملیاتو پلان طرح او دهغوی په ژبه چې دا دی عملی کوی یی دا کومه ټولنه ده چې قانونی مشروعیت به ولری او هغه رسما اعلانوی چې دافغانستان دوګړو دوژنی او دوطن دویجاړونی لامل ګرځی.

بلکی دا یوه غیر قانونی او نا اصوله خبره او کار دی کوم چې عمدی او دنورو په استشاره جنګ جګړه کوی ورانکاری او سړی وژنه پرمخ بیا یی، چې اخلاقی، اسلامی، بشری، مدنی او فرهنګی اصولو سره تطابق نه لری، بلکی دایوه خبط یا سیاسی اشتباه ده، نو نه ښایی چې داسی وشی.

سیاسی شنونکی یا سیاستوال باید وپوهیږی، چې دا دولت دی او ددولت انحصاری حق دی، ترڅو امنیت او ثبات خوندی کړی دفاعی قوتونه وروزی اوددفاع له پاره یی چمتو کړی.

ترڅو په هیواد کی دنا امنی جرړی و چې شی.

دطالبانو له لوری چې دالفتح په نوم کوم عملیات کیږی، مونږ ټول افغانان په دی باور لرو چې دا دبهرنیو په ګټه اوعمل دی چې دهغوی ابزاری، بشری قوت چې طالبان دی ددوی په واسطه تطبیق کیږی نو لازم نه دی چې افغان طالبان چې په همدی هیواد کی پیدا شوی او له وګړو او دولت سره دوینی، رنګ، نژاد او عقلانیت او اسلامیت پیوند ونه لری اړیکی لری او دوګړو توقع او تمه ورڅخه کیږی.

پرخپل وطن ډزوکړی او وګړی نیست او نابود ګړی، قطعا شایسته عمل او خبره نه ده.

نو دطالبانو پسرلنی عملیات دالفتح جنګی پروګرام داسلامیت او عقلانیت او افغانیت پر اصولو برابر نه دی اوسمون نه لری، بلکی دسولی مصالحی، مفاهمی، مذاکری خبری دواړو غاړو دولت او مخالف لوری ته یی باید ارزښت ولری او وکړی.

تاوتریخوالی ددښمنو کړیو کار دی او سوله ددوستانو او افغانانو، تحمل تیریدنه، ښه نیست، صداقت، محبت له طالبانو او افغانی مرکچېانو دواړوغاړو ته پکار دی.

باید له خپل جګړییز پلان او نیست څخه ترشایی.

نوهمدا لامل دی چې دمصلحت پربنسټ هم سیاسی مصبرینو، شنونکو او سیاستوالو او ددریځ خاوندانو او طالبانو څخه مو دښه نیت او حرمت په خاطر هیله ده چې جګړه او هم دسولی او جګړه ییزو دعملی کولو له پاره سم سمون او ترقی تعالی او پرمختګ او مصالحه غوره کړی او دنیکی خبری تر سره شی او رسنی هم کوچنیو خبرو ته شاخ او پنجه  ورنکړی بلکی دمصالحی خبری وشی او عملی شی، نه جنګی طرح او پلانونه، ځکه چې په ۲۵۲۶ حمل کی مونږ په غزنی او کندز ولایتونو کی ولیدل چې دطالبانو ۴۰+۴۰ تنه مړه شول او څومړه او دولت برلاسی ونو شایسته خبره ده چې سمون راشی او محبت او صداقت پلی شی.

عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید