روزنامه ملی انیس

دهېواد په اقتصادکې داوبو ستر ارزښت

دیوه کیلوګرام غنمو دتولید له پاره ۸۰۰-۱۰۰۰ لیترو او دیو کیلو ګرام وریجو د تولید له پاره له ۱۸۰۰-۲۰۰۰ لیترو پوری اوبه او دیوه کیلوګرام غوښی دتولید له پاره له ۱۲۰۰-۱۵۰۰ لیترو اوبوته اړتیا ده. چې داددی مانا ورکوی چې اوبه آکسیجن د ژوندانه دپایښت له پاره خورا مهم عناصر ګڼل کیږی.
اوبه دخدای پاک دلویو نعمتونو څخه ستر نعمت دی، چې په پریمانه توګه یې دبشر نباتاتو او حیواناتو دبقا له پاره پیدا کړی او په واک کې ورکړی دی، که دغه اوبه به عادی حالت کی وی که دغاز اویا دګنګل په بڼه وی په مستقیم او یا غیر مستقیم ډول یې کاروی او ارزښت لری. که له اوبوسره احتیاط ونه شی اوبی ځایه مصرف شی نو ځمکه به یوه ورځ د مریخ سیارې ورڅخه جوړه وی.
ساینس پوهان په دی نظروی چې په مریخ کې اوبه وی خو هلته جلا جلا عواملو له کبله اوبه وچې شوی او ژوند له منځه لاړ او ختم شو.
سربیره پردی چې اوبه انسانانو ته اهمیت لری اوبه نباتاتو او ځناور ورته هم دڅښاک اوبدنی روغتیا او په معده اونور بدن کې دکیمیاوی تعاملاتو له پاره خورا ارزښت لری.
له دی پرته چې اوبه په ژوندانه کې اهمیت لری، دانسانانو په اقتصادی ژوند ، صنعت او عمرانی، مالداری، کرنیز، باغداری او سبزی کاریو کې هم خورا زیات ارزښت لری، ځکه چې ټول ژوند په اوبوپوری تړلی دی.
دا ددولتونو مسؤلیت دی چې دغذایی امنیت په توګه خپلو وګړوته اوبو ستونزی هواری کړی، په ټوله کې خوږې اوبه چې دځمکی کرې د ۹۵-۹۷ فیصدو اوبو څخه یوازی ۵ یا ۳ فیصده یې خوږی اوبه دی چمتو کړی اودوګړو اړتیا ته سم ځواب ووایی.
نو دیوه هېواد دپرمختګ او اقتصاد لوړتیا په اوبوکې نغښتی دی، چې په فردی مسؤلیت سره یې جمعی او ملی مسؤلیت او دولتی مسؤلیت په قانونی توګه یې مصرف هم ارزښټ لری او دملی اقتصاد په رغاولو او دبنسټونو په پیاوړتیا کې مهمه خبره ده.
د اوسنۍ نړی دپرمختګ له پاره برښنا خورا ارزښت لری، کوم چې دګازو ډبروسکرو، دلمروړانګو، تیلو په واسطه هم تولید کیږی، خو د اوبو له کارولو او د بندونو په جوړولو سره یې مصرف کم دی او ضایعات خورا لږدی، ګټه یې خورا ډیره ده او داد دولتونو، ساینسپ وهانو او اقتصاد پوهانو دنده ده چې له اوبو څخه دسمی ګټی اخیستنی په باب ملی پوهاوی هم وکړی او وګړی داوبو په اړه وپوهوی او په دی توګه دچاپیریال ساتنی د زرغون تیا، پاکوالی او نورو برخو کې لکه دترځمکې لاندی اوبو دسم مصرف او هم د کوهی په کینلولی په علمی تخنیکی طریقی دښارمنو اوټولو کیلوایی وګړو له پاره خبری ورسوی او داوبو لګښت په سم مصرف کې خلک وپوهوی.
د اوبو په هکله علمی تحقیقی کړنې، ساینسی پروګرامونه او نظریات:
داوبو په اړه د تاریخ په اوږدوکې څوڅو ځلی لوی کنفرانسونه او غونډی جوړی، شوی، چې ترټولو مهمه او تاریخی غونډه یې کوم چې داوبو اهمیت او ضرورت په اړه وه دلومړی ځل له پاره د دوبلین په ښارکې جوړه شوه، چې همدلته داوبو اقتصادی اهمیت په اړه هم جلا طرحه جوړه او وړاندی شوه، چې یوشمیر قوانین هم وضع شول. له هغه کنفرانس څخه کوم چې په ۲/۲/۱۳۹۹ کې په دوبلین کې جوړشوی و یوشمیر علمی شخصیتونو او سیاسی ګډونوالو خپل نظریات څرګند کړل.
په همدی کنفرانس کې په علمی توګه څرګنده شوه چې: اوس مهال کابو دنړۍ ۵۰ سلنه هېوادونه له هغو اوبو څخه ګټه اخلی، چې سرچینې یې په نورو هېوادونو کې دی او په ګډه ورڅخه استفاده کوی.
ځکه نو اوبه کله نا کله په نړۍ کې دسیاسی کشالو او شخړو لامل ګرځی او حتا سیاسی لوښی ورڅخه جوړ شی. هرڅومره چې په غیر فنی توګه داوبو له استعمال او یا دترځمکې لاندی اوبو څخه ګټه واخیستل شی چې همغه اندازه داوبو له کمښت سره مخامخ کیږو.
له همدی امله داوبود کمښت دمخنیوی له پاره دملګرو ملتونو د ۲۲/۳/۱۹۹۲ کال دپریکړې پربنسټ اړوند هېوادونه دنده لری چې د اوبوپه لګښت کې سپماوکړی او په علمی توګه استخراج او استعمال شی.
یادونه: په ټوله نړۍ کې د اقتصادی له نظره له ۲۵۵ سیندونو څخه ګټه اخیستل کیږی چې له هرسینده کابو له ۵۰۰ څخه تر ۵۵۰ میلیونو پوری وګړی ګټه اخلی او دا سیندونه دنړی ۴۰سلنه اوبه تهیه کوی.
په ټوله نړۍ کې دعلمی، ساینسی تحقیقاتو په نتیجه کې داوبو اندازه دا ډول تخمینی شوی چې داوبو ټوله اندازه څه خوږی او سختی اوبه کابو ۱۱ میلیارد او ۳۰۰ میلیون متره مکعبه اوبه شته چې ۹۷ سلنه یې دسمندرونو، خلیجونو اوسیندونو په بڼه او ۲ فیصد یې په دواړو قطبونو کې د کنګل په ډول اویو مقدار یې ترځمکی لاندی اوبه دی له دی څخه یوازی ډیره کمه برخه یې دخوږو اوبو په بڼه ګټه اخیستل کیږی او ورځ تربلې دکمښټ سره مخامخ دی.
د افغانستان اوبه اقتصاد او د اوبولګښټ: افغانستان دنړی هغه هېواد دی چې سیندونه یې له خپلی خاوری څخه سرچینه اخلی، خو له بده مرغه اوبه یې تر ډیره بریده نورو هېوادونو ته ورځی.
افغانستان داوبو له کبله یو بډایی هېواددی، چې د اوبو کلنی جریان یې ۹۵ میلیارد متره مکعبوته رسیږی. البته دهېواد په کرنیز سکتورکې هره ثانیه ۱۲۰۰ مترمکعبه اوبه لګول کیږی، په هېواد کې دهرتن وګړی له پاره داوبو کلنی لګښت له ۱-۲ زرو متر مکعبو اوبو پوری تخمین شوی دی، دیادونی وړدی، که په هېواد کې دیو نفرته زرمتره مکعبه چې ۲۷۴۰ لیتره کیږی په پام کې ونیول شی، نو هغه هېوادته دکمبود اوبو هېوادوایې چې په ټوله نړۍ کې ۲۶ هېوادونه او ۲۳۴ میلیونه خلک دی. افغانستان له هغو هېوادونو څخه دی چې ډیری اوبه لری او دوګړو او دکرنیز سکتور او صنعت او عمرانی چارو او ښاری لګښتونو له پاره دغه اوبه کفایت کوی او زیاتیږی. نوښایې چې په اقتصادی ډګرونو کې ورڅخه په سمه علمی، تخنیکی، فنی او مسلکی توګه ګټه واخیستل شی. خوله بده مرغه دجنګ جګرو اونورو سیاسی او اقتصادی، یا تخنیکی او فنی ستونزو اوجګړه ییزه فشارونو له کبله دغه پریمانه، وړیا او به او ستر نعمت نه شومهار کولای باید حکومتونه ورته ډیره توجه وکړی بندونه جوړکړی، او برښنا بندونه جوړ او یا کښت او زراعت کې استعمال شی او دا وس پیدا کړی چې خپلی پاکې پریمانه او رڼې او به اقتصادی برخوکې استعمال کړی هغه باید مهار او معیاری کړی. چې له ورځنی استعمال دبرښنا تولید او پنځونې او همدکرنې له پاره ورڅخه کار واخیستل شی.
په افغانستان کی او به په لاندی ډول ضایع کیږی:
الف:
– ورځڼی مصرف د انسانانوـ څارویو او مرغانو له خوا.
– د نباتاتو او کرنی په لګښت کی.
– د بړاس (تبخیر) له کبله.
– د ځمکی لاندی جذب کیدوله کبله.
ب: او به له سیندونو څخه د بهر ته د توییدو او جریان له کبله:
یادونه! اوس مهال افغانستان له خپلو اوبو څخه یوازی له ۳۰ څخه تر ۴۰ سلنی پوری ګټه اخلی. نږدی ٪۷۰ اوبه یوازی ایران او پاکستان ته په وړیا توګه ورځی.
څیړنی ښیی چی په افغانستان کی نظر د اوبونورو سرچینو ته له سیندونو او کانالونو ډیره ګټه پورته کیږی (تراوګه کیږی) په ټول هیواد کی ۱۳۳ لوی او واړه سیندونه شتون لری چی له دی جملی ۴۳ یی لوی دریابو (سیدونه) دی البته د هیواد ټول ولایتونه سیندونه لری. د افغانستان ټول سیندونه په پنځو برخو (حوزو) ویشل شوی دی.
یادداښت! د ارقامو له مخی د اوبو لګولو د سیستم ۸۴ سلنه سیندونو او کانالونو ۸سلنه چینی-۷سلنه کاریزونو او ۱ سلنه څاګانکی جوړوی او هم ولاړی او به او جهیلونهُ زرقول، چق مق تین، شیوا، سیستان، کوزای، ناور، غزن، جوړوی او د هندوکش او پنجشیر یو شمیر سیمو کی ولاړ ډنډونه (حوضونه) او هم واخان پامیر، بابا غرونه او نورو محلاتو کی د غه سیندونه ولاړی او به او هم د هلمند کجکی ګرماب چینی او کاریزونه او د کندهار، میوند دعینو مشهور کاریز او د جبل السراج بند او د چک وردګ بند، د کجکی، درونټی، سروبی، نغلو، ماهی پر، سلطان بند، خاک جبار بندُ نادعلی پروژهُ شمال پروژهُ ګرمسیر پروژهُ مارجه، نهرسراج، نهرسراج بندکریم قرغه یی، ګمبیری دښتی ستر نهر، د لغمان چلم کټالویه ویاله د نوری بند او ویاله پلخمری بند، فراه رود، کمال خان بند، شاه روان بند، کندز امام صاحب سلما بند، هرات، مچلغو بند، ګلبهار بند، خوش تیپه بند، د کندهار د دهلی بند د کابل د چمچمه مست او د محمودخان پله شمالی او شرق ته دوه کوچنی اوبه خور بندونه او یو شمیر نور محلی، کلیوالی بندونه جوړشوی لکه په لغمان کی د میراخور کلا د برښنا د تولید او د خان کلاسه صدی برښنا د تولید کوچنی بندونه او نور شته چی دا ټول یی د اوبو په زیرمه کولو، د کرنی د ځمک په خړوبو او اقتصادی، بڼوالی په سمون او د کلیوالو سیمو د اقتصاد په پرمختګ او انسجام کی وګتو تمام شوی دی او د محلاتو د اوسیدونکو او بزګرانو او بڼوالو د ژوندانه په سیمو او لوړتیا کی خاماخا ښه او مثبت اغیز ښندی.
په افغانستان کې د اوبو دښه مدیریت او اقتصادی ګټی په پار دښه مدیریت کار کول اړین دی د افغانستان اوبه په پنځه سیندیزی برخی ویشل شوی دی لکه:۱- د کابل سیند حوزه ۲- د هلمند سیند حوزه۳- د هریرود- مرغاب سیندونو حوزه ۴- د پنج آمو سیندونو او به ییزه حوزه ۵- کورنی سیندیزی حوزی ۶- د شمال سیندیزی حوزی ۷- له پولی آخوا سیندزی حوزی.
تر ټولو مهم بحث د اوبو، اقتصاد دی چی د اوبو بحث بلل کیږی. چی په افغانستان کی د اوسنی دولت د ۱۳۹۷ او ۱۳۹۸ لمریز کال له پیل څخه یی رسمی دریځ او لایحه او د استفادی اوښه مدیریت چاری په پام کی نیول شوی دی تر څو پیچلی موضوع ګانی په رسمی توګه هواری شی.
د اوبو ملکیت او د تحت لارضی اوبو د سم مدیرتی او ملکیت له پاره قوانین رامنځته شوی دی او داښه عنصر ګڼل کیږی. د افغانستان اوبه د هیواد د اقتصادی صنعتی او ټولنیز پرمختګ یو بنسټیز عنصر دی. خو د سیندونو اوبه د وضعیت په نظر کی نیولو سره د ګاونډیو هیوادونو سره همغږی د اوبو د زیرمو د پراختیا له پاره یو اړین او ضروری ګام بلل کیږی. ددی له پاره اوبو ارزښت او اقتصادی اهمیت یی د دولت او ملت له پاره د ملی اقتصاد او ملی امنیت او ښی دریځوالی او وړتیا او اتوریتی دلوړتیا او پیاوړتیا له پاره خورا مهم ګڼل کیږی. نو ښایی د هیواد په اقتصاد کی د اوبو ستر ارزښت او اهمیت په پام کی نیولو له پاره علمی، مسلکی، ځینی ملی او عملی ګامونه د ملت په ګټه پورته کړی> عبدالهادی قریشی

ممکن است شما دوست داشته باشید