روزنامه ملی انیس

دهېواد مصیبت ځپلی هېوادوال د هراړخیزو مرستو وړ دی

په دې وروستیو کې په هیواد کې د‏طبیعی پیښوله امله زموږ یو شمیر هیوادوالوته مالی او ځانی زیانونه ور‏اوښتی دی او د طبیعی پیښو ترڅنگ وچکالۍ هم زمونږ گڼ شمیر هیوادوال له‎یو لړجدی ستونزو سره مخامخ کړیدی  په هیواد کې د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله ویل شویدی چی سیلابونو او بارانونو په دی وروستیوکی دهیواد په ځینو برخوکی هیوادوالوته دمرگ ژوبلی ترڅنگ دخلکو کورونو، کرنیزو مځکو او څارویوته هم زیان اړولی دی، البته څه موده وړاندی له طبیعی پیښو سره دمبارزې د اداری دمسئولینو له قوله ویل شوی وو چې د افغانستان په شمالی او مرکزی ولایتونو کې سیلابونوو شاواخوا « نهه سوه‏» کورونه ویجاړ کړی، په سلگونو څاروی یې مړه کړی او ډیرو کرنیزو مځکوته یې تاوان اړولی دی او لاهم دتاوان دقیقه اندازه معلومه نه ده دنوموړی په وینا ددې له پاره چې په افغانستان کې اکثره ځنگلونه وهل شوی له بارانونو سره دغرونو خاوری د خړی په بڼه په سیلابونو کې جاری کیږی او له بلې خوا دپرله پسی وچکالۍ له کبله مځکه داورښتونو اوبه ژرنه جذبوی نو دسیلابونو راتگ ته لاره هواریږی.

دیادونې وړده چې دغوطبیعی پیښوته په‎کتو سره په ټوله کی افغان جگړه ځپلی ولس هیله لری چې باید حکومت او دولت له مصیبت ځپلو سره مرسته وکړی او خلک هم باید د دوی مرستې ته ور ودانگی اوغم شریکی ورسره وکړی همدارنگه دهیواد په بیلابیلو ولایتونو کې باید له دغو « سیلاب ځپلو او وچکالۍ ځپلو» اوپه ټوله کی له مصیبت ځپلو خلکو او کورنیو سره بیړنۍ مرستې وشی او پردې سربیره باید کورنی او بهرنی مرستندویې خیریه ټولنې اوبنسټونه، ملی پانگه وال او په ټولیزه توگه شتمن هیوادوال دزړه له کومې په ډیر اخلاص له خپلو هیوادوالو سره انسانی مرستوته ودانگی، ځکه چې ددوی مرستوته ډیره اړتیا لری نوبې له شکه چې دامرستې به نه یواځې د دوی دستر اجراوثواب لامل شی،بلکې په خپل ذات‎کې صدقه جاریه هم ده، نو رب العالمین دی په خپل قدرت کامله سره پرافغان مظلوم ولس رحم اوکرم وکړی ترهغه چې هم له ډول ډول طبیعی پیښو څخه په امن کې پاتې شی اوله بله پلوه دغه بدمرغه جگړه چې په افغانستان کې دوام لری او هره ورځ له افغانانو څخه قربانی اخلی هم د تل له پاره پای ومومی اوپرځای یې په ټول هیواد کې نیکمرغه سوله ، دایمی ثبات او ډاډمن امنیت چی د هر جگړه ځپلی هیوادوال لومړنی غوښتنه او یوازینی هیله ده ،ټینـگ شی او دبدمرغه جگړې لمن له گران افغانستان څخه د تل‌لپاره ټوله شی ترهغه چې وروسته له دی دهیڅ یوه افغان پتمنه کورنۍ دخپلو عزیزانو په مرگ  ژوبلې ویرجنه نه شی او په ټوله گې افغان مظلوم ولس تردی زیات نور په جگړو او مصیبتونو کې خپل وگړی له لاسه ورنه کړی، بلکی دنیکمرغه سولی په ښکلی چاپیریال کی دپاک الله(ج) له ورکړی خوږ ژوند څخه دهراړخیزی خوښی په فضا کی په پوره هوساینه خوند واخلی .

شاه محمود درویش

ممکن است شما دوست داشته باشید