روزنامه ملی انیس
ریاست روزنامه های دولتی افغانستان

دهېواد د زراعتی محصولاتو لپاره دهوایی دهلیزونو په جوړیدو سره به افغانستان په یو صادراتی هېواد بدل شی

افغانستان دخپل غرنی جغرافیوی موقعیت له امله دڅپاندو او مستو سیندونو په درلودلو سره یو زراعتی او کرنیز هېواد دی چې په سلوکې ۸۰ سلنه وګړی یې په بزرګری او باغداری بوخت دی چې زیاتره کرنیز تولیدات او محصولات یې دهمدی لاری څخه ترلاسه کیږی.

دجګړی له کلونو وړاندی یې نه یوازی دخپلو خلکو اړتیاوی او ضرورتونه د زراعتی تولیداتو څخه پوره کول بلکی بهرنیو هېوادونو ته یې هم صادرول خوله بده مرغه داوږدی کورنۍ جګړی او دروانی استخباراتی جګړی له امله یې
نهیوازی صادرات په ټپه ودریدل بلکی په یووارداتی هېواد هم بدل شوی چې له دی درکه دهېواد ملی اقتصاد ته، په میلیونونو ډالرو زیان رسیدلی او خلک یې دوچکالۍ او نورو عواملو له امله ډیرو ستونزو او ننګونو سره مخامخ شول. دلته زمونږ هدف دهېواد په کرنیزو تولیداتو او محصولات دی چې افغان حکومت غواړی دهېواد دبزګران او باغداران تشویق او وهڅوی چی له دی درکه خپلو زراعتی او کرنیزو تولیداتو او محصولاتوته زیاته پاملرنه وکړی ترڅو دنړۍ په بیلابیلو هېوادونو کې دهوایې دهلیزو له لاری دهغوی دپیداوارو لپاره بازار موندنه او مارکیټونه پیدا کړی.

د روان ۱۳۹۷ کال دتلی په ۱۳ مه د افغانستان د اسلامی دولت جمهور رئیس محمد اشرف غنی په کابل کې دنړیوال زراعتی او کرنیز نندارتون دپرانستنی په وخت کې وویل: دهرات او شمالی ولایتونو په بزګرانو او باغدارانو ویاړم چې بیایې خپلی ځمکی او بڼونه شنه او زرغون کړل او د افغانستان انګوروبیا خپل نوم او نښان را ژوندی کړ او هم دخپل هېواد په بزګرو میرمنو هم ویاړم چې تاسی هری یوی د اولاد او کورنیو او په ټولنه کې د افغان میرمنو ژوند بدل کړ او افغان میرمنی دی په تولیدونکو ملی شبکو بدلی شی.

دهېاد جمهور ریس محمد اشرف غنی دکرنی او مالدارۍ وزارت نه په مننه سره دا هم وویل: چې دهېواد بزګرانو ته یې په نړیوال بازارونو کې دمارکیټ موندنی لپاره زمینه برابره کړه او هغه داچې دهند په هوایی دهلیز کې ۸۰۰ زره ډالره پانګونه راجلب او تیر کال یې د ۷۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت افغانی زراعتی محصولات صادر کړیدی چې په دی سره به زمونږ کرنیز او زراعتی پیداوار څوچنده شی.

په آخر کې راز ګل احمد احمدی دبزګرانو په استازیتوب وویل:

په تولیداتو او محصولاتو کې ستونزه او مشکل نه لرو دبازار موندنی او کرنی په پراختیا کې دبدلونونو او دکرنیزو سیستمونو او په معیاری تولیداتو سره دهېواد بزګرانو او بڼواله آشنایی زمونږ یوازینی هدف دی. باور دی که د افغانستان اسلامی دولت په تیره بیا دکرنۍ او مالدارۍ وزارت او نور نړیوال مرسته کوونکی هېوادونه چې په دی برخه کې کار کوی دهېواد د بزګرانو او باغدارانو تولیداتو او محصولاتو ته دنړۍ په بیلا بیلو هېوادونوکې دبازار موندنی او مارکیټونو په برخه دهوایې دهلیزو نوله لاری دهغوی دپیداوارو دخرڅلاو لپاره زمینی برابری شی نه یوازی افغانستان به دیو وارداتی هېواد پرځای په یو صادراتی هېواد بدل شی بلکی دملی اقتصاد په پیاوړتیا کې به یو لوی او مهم ګام هم اخستل شوی وی .

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید