روزنامه ملی انیس

دهېواد برخه لیک په ټول ټاکنو کې ټاکل کیږی

لیدل کیږی چې هېواد دا مهال په مختلفو برخوکې دبدلون په حال کې دی دیوی خوا دولسی جرګی ټول ټاکنی ترسره شوی او دبل خوا دجمهوری ریاست له پاره د نوماندانو دنوم لیکنی نیټه پیل شوی ده ګونګسی دی چې سیاسی ډلی ټپلی د نورو خپلواکو نوماندانو ترڅنګ په خبرو اترو بوخت دی وبه لیدل شی چې څوک دچاسره ګډی ملګرتیا ته رامخ ته کیږی او دټول ټاکنو له لاری په یوه آزاده سیالی کې برخه اخلی.

په سوله ییزه توګه دسیاسی سیالیو له لاری واک ته رسیدل خورا خوندور او داوسنی پرمختللی نړی زرین اصل ګڼل کیږی ډیری هېوادونه چې دتاریخ په اوږدوکې دولسی واکمنی ډول ډول تشکیلاتی بڼی یې تجربه کړی غوره یې ګڼلی چې اولس واکی دخلکو په خوښه رامنځ ته کیږی دخدمت کولو ښه لار شمیرل شوی ده ځکه چې دولسی واکمنی نیټه معلومه او د خپل مسؤلیت له مخی خلکوته ورکړل شوی ژمنی په بیړه او عملی توګه ترسره کوی څو دخلکو په منځ کې یې باور زیات او په سیاسی سیالی کې بری ترلاسه کړی.

دتیرو څوکلونو راهیسی چې ولسواکی تجربه کوو خورا زیات څه مو زده کړی او په دی خوښ ښکارو چې د زور پرته په خپله خوښه دواکمنانو په ټاکنه کې برخه اخلو او هغه مرګ  ژوبله چې دواک پرسرمو په خپل منځی جګړوکې لیدلی خواشینونکی و  نوځکه پرهغه مهال ډیری هېوادوال دمرګ  ژوبلی سره مخامخ شول او دهېواد شتمنی لوټ او تالان شوه اوس چې دولسواکی څخه برخمن یو غوره به وی چې دولسواکې لاغوړیدو له پاره لارهواره کړوترڅو دهری ورځی په تیریدو سره دولس واکې په وړاندی شته خڼډونه له منځه ولاړشی او دهوساینی له پاره اوږد مهاله لار رالنډه شی باید ومنو چې زورواکی لا اوس هم دخپلو ګټو دخوندیتوب له پاره دهری ممکنی لاس و منی څخه کار اخلی او دځینو خڼډونو په را پیدا کیدو سره ستونزی رامنځ ته کوی خو روڼ اندی چې دیوه نوی خوځښت له مخی یې لیکی پیاوړی کیږی هغه چا ته به اجازه ورنه کړی چې دتیر په څیر د زورواکو واکمنی رامنځ ته کړی اوس په خلکو کې عامه پوهاوی زیات شوی او نیت لری چې هېواد د کلونو کلونو وروسته پاتی والی څخه راوباسی او دپرمختګ په لور ګړندی او عملی ګامونه واخلی ځکه چې په ولسواکې کې هېوادوال کولی شی دیوی ځیړنیزی ارزونی له مخی دکار سړی په نښه کړی او دترسره شویو کارونو په پرتله کیدو سره دخپلی خوښی نوماندته رایې ورکړی نوله دی امله باوری یو چې هېوادوال به په خپلوکې ویشل شوی نیتونه په یوه اوسپنیز یووالی سره دهېواد دبرخه لیک دټاکنی له پاره په ټول ټاکنو کې فعاله وڼډه واخلی
او دهغو کسانو په وړاندی به غوڅ غیرګون وښایې کوم چې دولسواکۍ دلاغوړیدو په وړاندی ستونزی او خڼډونه پیدا کوی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید