روزنامه ملی انیس

دهېوادوالو دملاتړ له کبله به جګړه غوښتونکی دماتی سره مخامخ شی

په هېواد کې دجګړییزو ناخوالو درغاونی او دمرګ  ژوبلی په کموالی کې دملی یووالی دحکومت سوله ییزی هڅی چې دا مهال یې په نړی کې  خورا نوی خوځښت او غبرګونونه راپیدا کړی دپآم وړګڼل کیږی ځکه دکابل دپروسی دلومړنی کنفرانس څخه نیولی بیا په بهرکې په نړیواله کچه په عربی هېوادوکې ددینی عالمانو دغونډو پرمهال وړاندوینی را په ګوته کوی چې دملی یووالی دحکومت سوله ییزه کړنلاره دملاتړ وړګرځیدلی او ټینګار پردی دی چې روانه جګړه دی دیوی بین الافغانی مخامخ خبروله لاری هواره شی ځکه په جګړه کې ښکیلی غاړی چې دجګړی په څرنګوالی او ناخوالو ښه پوهیږی او داجراییو چارو ترڅنګ کولی شی د جګړی په ټپونو دملهم پټی و لګوی او خپل منځی شخړوته دپای ټکی کښیښودل شی نوله دی امله په هره کورنی او بهرنی غونډه کې ولسمشر محمد اشرف غنی پرته دکوم شرط څخه په بین الافغانی خبرو ټینګار کړی او دښه نیت له کبله یې  دافغان وژنی دمخنیوی له پاره هر وخت اوربند ته تیاری ښودلی دی. هېوادوالو دسولی دمشورتی جرګی سپارښتنی چې دهېواد دګوټ ګوټ استازو په ګې ګډون درلود د اوربند او مخالفو وسله والو طالبانو له پاره په کور دننه د دفتر او دخبرو اترو د آسانتیاو په هکله تیاری په څرنګوالی ټینګار درلود چې له امله یې ولسمشر محمد اشرف غنی په روڼ تندی اوخلاصه غیږ یوځل بیا دمخالفو وسله والو طالبانو سره دخبرو اترو په هکله خپل دریځ څرګند کړو او دهېواد په هرځای کې چې مخالف وسله وال طالبان خبرو اترو ته تیارشی پرته له کومی ستونزی به بین افغانی خبرو ته لار هواره شی. دغه راز دسوله ییزنیت او افغانی خواخوږی له مخی ولسمشر دیوه فرمان په ترځ کې دیوشمیر بندیانو دخوشی کیدو امرکړی خو مخالفو وسله والو طالبانو د جګړی په دوام ټینګار کړی او د افغانانو مرګ  ژوبله یې غوره ګڼلی ځکه داخترپه شپو، ورځوکې دهېواد دینی عالمانو، سپین ږیرو ټولنیزو سازمانونو او په ټوله کې ټولو هېوادوالو دغونډو په جوړیدو سره په دواړو غاړو غږ وکړو چې د روژی دمبارکې میاشتی په خاطر او داختر د رارسیدو له امله اوربند ته غاړه کښیږدی خو دمخالفو وسله والو طالبانو مشرتابه دیوه پیغام په ترځ کې دجګړی دوام غوره ګڼلی او داوربند پرځای یې خپلو تیری کوونکو بریدونو ته دوام ورکړی دی. چې له امله یې دهېواد دملی وسله وال پوځ دسخت او قانع کوونکی ځواب سره مخامخ شوی مخالف وسله وال طالبان چې دهېوادوالو له پاره هیڅ دسوکالی او هوساینی طرح او برنامه نه لری یوازی او یوازی زموږ بی ګناه هېوادوال وژنی جګړه پرخلکو ورتپی او دخوشحالی په ورځوکې ورته دویر او ماتم ټغر خپروی. هېوادوالو ولیدل چې داختر په شپو ورځوکې مخالفو وسله والو طالبانو څه لاس ته راوړنه ترلاسه کړه چې اوربند یې ونه مانه او جګړی ته یې دوام ورکړو په جګړه کې حلوا نه ویشل کیږی هرو مرو به په دواړو غاړو کې مرګ  ژوبله شتون ولری خو لاس ته راوړنه به یې څه وی آیا مخالفو وسله والو طالبانو چې دخلکو وړاندیزیې رد کړو او داختر په شپو ورځوکې یې بریدونو ته دوام ورکړو کومه ستراتیژیکه او ارزښتناکه لاس ته راوړنه یې هېوادوالوته ورپه ګوته کړی پرته له دی چې دمرګ  ژوبلی سره مخامخ شوی وی نور هیڅ یې نه دی ترلاسه کړی. همدا اوس دهېواد میړنی امنیتی پوځونو دجګړه مارو هرتیری ته مناسب ځواب ورکړی او په زیاتو سیموکې یې ددښمن سنګرونه دړی وړی کړی او له منځه وړی په همدی توګه دکورنیو چارو د وزارت دویاند دڅرګندونو له مخی امنیتی ځواکو د مخالفو وسله والو یوازی او یوازی په کابل کې د ۳۵ ترهګرییزو بریدونو مخه نیول شوی او دهغوی دښمنانه هڅی شڼډی شوی دی دغه راز ۷۰ ترهګرییز بریدونه دهېواد په کچه شڼډ شوی چې له امله یې د ډیرو خونړیو پیښو د رامنځ ته کیدو مخه نیول شوی ده.

په همدی توګه دملی دفاع وزارت سرښندونکی سرتیری توانیدلی چې دچاڼیزو عملیاتو ترڅنګ ددښمن زندانونه تربرید لاندی ونیسی او یو زیات شمیر زندانیان چې دسرتیرو په ګډون ملکی وګړی هم پکښی و آزاد کړی.

دملی دفاع دوزارت دخبرپاڼی له مخی ددغه وزارت کماندو ځواکونو دفاریاب ولایت دقیصار په ولسوالې کې دطالبانو په مرکزی زندان د ځانګړو عملیاتو په ترځ کې ۸۳ تنه د زندان څخه آزاد کړی او ددښمن ساتونکی یې له منځه وړی دی. دغه راز دغزنی په ولایت کې دده یک ولسوالې دنیولو وروسته وړمه ورځ چې دجوزا د ۱۷ تاریخ سره سمون خوری دملی وسله وال پوځ د عملیاتو په ترځ کې ددښمن څخه ونیول شوه دخواجه عمری ولسوالی چې دیوکال په اوږدوکې دمخالفو وسله والو طالبانو سره وه اوس دمیړنیو سرتیرو په کنترول کې راغلی او دښمن دزیاتی مرګ  ژوبلی سره مخامخ شوی دی. ملی وسله وال پوځ چې دجګړه مارو په وړاندی خپله سینه سپرکړی تیاری ښایې چې جګړه غوښتونکو ته به په جګړه ځواب ووایې او ترهغه به یې تعقیب اوولټوی چې دجګړی له کرښی وه ایستل شی.

موږ ډاډه یو چې دملی وسله وال پوځ سرښندونکی ځواکونه به په خپلو چاڼیزو عملیاتو کې زیاتی بریاوی ترلاسه کړی ځکه هېوادوال دملی وسله وال پوځ ملاتړی دی او دجګړه غوښتونکو په وړاندی یې دکرکې څپه په پراخیدو ده نوځکه به د ملی وسله وال پوځ په عملیاتو کې لاس ته راوړنی زیاتی او که خدای(ج) کول دښمن به دپوره ماتی سره مخامخ شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید