روزنامه ملی انیس

دهیواد د ملی خپلواکۍ د سلمې کلیزې په ویاړ؛ غازی امان الله خان دهیواد دملی خپلواکئ رښتینی اتل

ش ، شاهین

لومړی برخه

بی له شکه  چی دسرلوړی افغانستان ملی خپلواکی دافغان میړنیو او پرآزادۍ مینو ښځو اونارینه و دسرښندنو او اتلولیو پایله ده چی هغوى ۱۰۰  کاله وړاندی تر لاسه کړی ده، پردی بنسټ د زمری آته ویشتمه په حقیقت کی د افغانانو د تاریخ ځلانده پاڼه ده اونن سبا هم دگران هیواد سرلوړی افغانستان ملی خپلواکی ددی لپاره نمانځل کیږی چی له نن څخه پوره (( سل ))  کاله وړاندی باتورو ، با شهامتو  باهمتو، توریالیو ،آزادی غوښتونکو او هیوادپالو افغانانو وکولاى شول په درییو برحقه او عادلانه جګړو کی دخپلو آزادی غوښتونکومبارزو په ترڅ کی دوخت دښکیلاکگر، تیری کوونکی او زبرځواک پوځ پروړاندی دهیواد پال، پرآزادۍ مین ، پرمختګ غوښتونکی ملی اتل شاه امان الله‌خان غازی ترمدبرانه قیادت لاندی په دی وتوانیدل چی پرغاصب دښمن برى ومومی اوملی خپلواکی ترلاسه کړی. واقعاً دا هغه ورځ وه چی هغی ته باید ((دآسیا دویښتیا دسرچینی)) نوم ورکړو ، ځکه دهیواد دخپلواکۍ دبیرته ګټلو له دغی تاریخی ورځی را وروسته دآسیا په زړه کی دآزادۍ هیلی اوخوځښتونه را پیل شول اوهغو کسانو چی په اسارت کی یی ژوندکاوه دافغانانو له هیواد پالنی او آزادۍ غوښتنی څخه یی الهام واخیست اوپه دی هیله شول چی دافغانانو په څیر باید آزادۍ اوخپلواکۍ ته ورسیږی، ترڅو په خپل کورنی اوبهرنی ژوند کی په خپلواک او مستقلانه ډول عمل وکړی او دافغانستان په څیردنړۍ له آزادو هیوادونو څخه وشمیرل شی. همدا چی ګڼ شمیر هیوادونه  یو پر بل پسی خپلو ملی هیلو او آرمانونو ته ورسیدل او بالاخره دآزادۍغوښتنی وړانګی هرلوری ته خوری وری شوی او حتى دافریقا او لاتینی امریکا محکومی سیمی یی هم تر خپلی اغیزی لاندی راوستی  پردی اساس تاریخ دافغانانو درښتینو مبارزو، سرښندنو ، اتلولیو او بریالیتوبونو شاهد دى او وی به ، دا یو څرګند واقعیت دى چی دګران افغانستان خپلواکی زموږ دپلرونو او نیکونو دبی سارو سرښندونو  اتلولیواومیړانو پایله ده ، له آزادۍ اوخپلواکۍ سره مینه زموږ داتل ملت په وینه کی اخښل شوی ده ، هر ځل چی کوم یرغلګر زموږ پر ویاړلی خاوری یرغل کړى او دافغانانو آزادۍ اوخپلواکۍ ته یی سپک کتلی دی دا باتور،باهمته او با شهامته ملت یی پرخلاف را پورته شوى
قربانی یی ورکړی اوککری یی نذرانه کړی دی، خو په بشپړه میړانه اواتلوالۍ یی دخپلی آزادۍ ، خپلواکۍ ،ملی واکمنۍ او مځکنۍ بشپړتیاساتنه کړی ده.  البته دخپلواکۍ تر ټولو ساده مفهوم دادى ، چی یو ملت دخپل برخلیک دټاکلو واک اواختیار ولری یعنی خلک وکولاى شی له هر راز ډار، گواښ اوفشار څخه پرته خپل ملی زعامت او راتلونکى برخلیک وټاکی او  دخپلواکۍ ارزښت هم په همدی اصل کی نغښتى دى.بناً دافغانستان دملی خپلواکۍ لپاره لکه څنګه چی افغان باتورو او میړنیو نارینه و ډیری سرښندنی اونه ستړی کیدونکی مبارزی کړی ، ددوى ترڅنګ افغان پتمنواوغیرتی ښځو هم دهیواد دخپلواکۍ دگټلو په لاره کی فعاله ونډه اخیستی اوپه دی اړوند یی دتاریخ په زړه کی تل پاتی ویاړلی کارنامی  په زرینو کرښو ثبت کړی دی او نړیوالو ته یی خپله اتلولی او هیواد پالنه په اثبات رسولی ده. دبیلګی په توګه د پیغلې(( ملالۍ)) اتلولی چی په اړوند یی دځینو لیکوالو په لیکنو کی هم راغلی ده.

پیغله ملالۍ دمیوند دسوځوونکی دښتی هغه قهرمانه، میړنۍ، نومیالۍ  جنگیالۍ اواتله څیره ده چی په ۱۸۸۰میلادی کال کی یی دملی قهرمان سردار محمد ایوب خان غازی په مشرۍ دوهمه ملی جګړه یعنی د (افغان انگلیس ) په دوهمه جګړه کی دخپلو نورو افغانی جنګیالیو او باتورو  وروڼو ترڅنګ دوخت ددښمنانو پروړاندی دمبارزی پرمهال داتلولۍ ویاړ ترلاسه کړ . دانگریزانو له ټولو تجهیزاتو او په توپونو سمبال (( پنځه ویشت زره )) کسیز پوځ سره دافغانانو دجګړی پرمهال دماسپښین یوه نیمه بجه ټکنده غرمه وه چی ناڅاپه دغزا په ډګر کی نومیالۍ او میړنۍ پیغله ملالۍ را پیدا شوه اوپر افغانی لوړ غرور او احساس اولوړ آواز سره یی ناری کړی.

   پاتی لری

ممکن است شما دوست داشته باشید