روزنامه ملی انیس

دهیواد دښمنان به دافغانانو په مرګ  ژوبله موخی ته ونه رسیږی

په داسی حال کی چی دهیواد دخپلواکی دبیرته ترلاسه کولو دسلمی کلیزی له پاره دډیرو کلونو راوروسته تیاری نیول شوی و هیوادوالو غوښتل چی دغه دخپلواکی جشن په ډیرو شاندارو مراسمو سره ونمانځی او یوځل بیا هیوادوالو په ویرجن کورکی دخوشحالی څپه خپره او په شنډو یی دخندا مسکا ولیدل شی ځکه کور ورانی جګړی دډیرو کلونو راهیسی دافغانانو څخه دزړه له تله او طبیعی خندا اخیستی اوهره ورځ خپلو عزیزانو په مرګ ژوبله دغم او ویر اوښکی تویوی. همدا وجه وه چی ددولت واکمنانو دا ځل دهیوادوالو دخوشحالی او دتاریخی ویاړنو دزده کړی په خاطر خورا زیات تدابیر نیولی و تمه وه چی دخپلواکی دسلمی کلیزی د ښی نمانځلی په ویاړ دارالامان ماڼی چی په کورنیو جګړو دومره زیانمنه شوی وه چی دبیارغاونی له پاره یی زیات وخت ته اړتیاوه خو ددی له پاره چی سږکال دخپلواکی سلمه کلیزه په شاندارو مراسمو ونمانځل شی دماڼی په بیارغاونه کی دولسمشر محمد اشرف غنی دپاملرنی له مخی دماڼی دبیارغاونی کارکوونکو په ډیری مینی او علاقی سره ګړندی کارترسره کړو او ماڼی یی دخپلواکی دسلمی کلیزی دنمانځلو په خاطر پرانیستی ته تیاره کړه. څو دیوه پرتمین جشن په ترڅ کې پرانستل شی.

خودهیواد، سولی او ارامی دښمنانو دهیوادوالو دخوشحالی زغم نه درلوده او دشنبی په شپه یی دیوه واده په مراسمو کی ځانمرګی برید وکړو چی زموږ په زیاته شمیرنه هیوادوال چی ټول ملکی وګړی و په وینو ولمبول او یو ځل بیا یی زمونږ دبی ګناه او سولی ته دتږو هیوادوالو په وینو لاسونه سره کړل.  ولسمشر شهیدانو او ټپیانو سره دغم شریکی له امله دغه پرانسته وځڼډوله هغوی چی پردی پالی، او دسولی او سوکالی دښمنان دی هڅه کوی چی هره ورځ په هیواد کی دویر لمن پراخه او جګړه همیشنی کړی ځکه دا مهال افغانانو هیله درلوده چی دخپلواکی لاسته راوړنه او دهغو سرښندونکو سرتیرو دکارنامو په هکله چی دهیواد دخپلواکی په لار کی یی ځان تیریدنه کړی او دتیری کوونکو اشغالګرو څخه یی هیواد ژغورلی دهر هیوادوال چی ځان افغان او ددی هیواد وارث ګڼی باید په دی ورځ ټولی ناخوالی یوی خواته پریږدی او دآزادی دلاری شهیدانو دروح دخوشحالی له پاره خپله خوشحالی رابرسیره کړی.

خو دریغه چی پردی پالی او دهیواد دښمنان چی تل دافغانستان دوروسته پاتی والی له پاره په مختلفه بڼه هلی ځلی کوی نه تنها دخپلواکی پروا نه ساتی بلکی دهیوادوالو دمرګ ژوبلی څخه خوند اخلی دشنبی دشپی خونړی پیښه چی زمونږ بی ګناه هیوادوال یی دمرګ ژوبلی سره مخامخ کړه مخالفو وسله والو طالبانو یی مسولیت نه دی منلی خو دولسمشر محمد اشرف غنی دوینا له مخی مخالفو وسله والو طالبانو په خپلو ترهګرییزو هڅو دی ډول جنایت نه بخوونکی پیښی ته لار هواره کړی ځکه مخالف وسله وال طالبان ځان افغانان بولی نو دافغانانو په وینو تویدودی فکر وکړی او که دنورو دلاس اله وی نو بیا په افغانیت کی نه شی شمیرل کیدای. خبره غوره اومناسبه ده ځکه چی په داسی ملی ورځو کی چی هرڅوک ځان ددی هیواد بچی ګنی ایمانی،اسلامی او هیوادنی دنده یی دا ده چی دخپل هیواد ویاړنی کارنامی او ملی ارزښتونو ساتل دټولو دنده ګڼل کیږی. هیڅ ډله چی ځان افغانان بولی په دی خبره ځان نه شی خلاصولی چی دغه ناوړه او زړه بوګنونکی پیښه مونږ نه ده کړی، آیا دوی دافغانانو په توګه که دپیښی عاملین نه دی نو د مخنیوی په هکله یی څه ډول اقدام کړی ځکه هر هغه څوک چی ددی هیواد د خلکو له پاره ځان د خدمت کولو جوګه ګڼی باید په خیر او شر کی ځان شریک وبولی او خلکو ته ثابته کړی چی د سولی او آرامی له پاره یی کوم بیلګیز ګام پورته کړی دی. موږ وینو چی ولسی واکمنی تردی مهاله د هیوادوالو د ټولنیز ژوند د هوساینی له پاره مختلفی لاری لټولی او د سولی د رامنځ ته کیدو په هکله یی رڼه او هر اړخیزه لار چی همیشنی او تل پاتی سوله پکښی رامنځ ته کیدای شی غوره کړی ده.

بایدومنو چې دیوه عینی او عملی ګام په پورته کونی سره دولت وتوانیده چی د نړیوالو پام دجګړی پرځای د سولی رامنځ ته کیدو ته راوګرځوی نو ځکه دا مهال د امریکا د متحده ایالاتو د استازو او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ اته پړاوه خبری ترسره شوی په همدی توګه د افغانستان د اسلامی جمهوریت رییس محمد اشرف غنی دواک راهیسی څوڅو واره مخالفو وسله والو طالبانو ته د بین الافغانی خبرواترو وړاندیز کړی خو دریغه چی مخالفو وسله والو طالبانو له خوا رد ځواب ورکړل شوی او د جګړی د دوام ترڅنګ یی د افغانانو د مرګ ژوبلی لار غوره کړی چی هره ورځ دهیواد په بیلابیلو سیمو کی د هیوادوالو د مرګ ژوبلی له امله د ویر ټغر خپور دی.

په وروستیو کی چی افغانانو د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ خبرو ته د یوی سوله ییزی هیلی په توګه کتل اوس یی دخبرو دپیل کیدو راهیسی دجګړی دستخوالی له امله باور له لاسه ورکړی او ډاډمن نه ښکاری چې مخالف وسله وال طالبان به په خپله خوښه او خپلواکه توګه په افغانستان کې دهمیشنی او تل پاتی سولی په هکله پریګړه وکړی ځکه چې دا مهال دلاس وهونکی هېواد چې دترهګرو ملاتړ کوونکی بلل کیږی یوځل بیا دخپلی لاس وهنی سند په ډاګه کړو چې دکشمیر په سرد هند سره را پیدا شوی شخړه به د امریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ سوله ییزی خبری پیکه کړی چې دا ډول څرګندونی د افغانانو په هېواد کې دښکاره لاس وهنی بیلګی را برسیره کوی نړیوال باید پوه شی چې پاکستان چې دسیمی په کچه د ترهګرو دملاتړ کوونکی هیواد په توګه پیژندل شوی نړیوال باید ددی هېواد دترهګرییزو چارو دترسره کولو په هکله یې د مخنیوی له پاره غوڅه او ټینګه اراده پکار واچوی ترڅو دپاکستان دلاس وهنی لاس ورلڼډشی او په سیمه او نړی کې سوله خوښه ونکی هېوادونو وګړی پرته ددی چې دویری او تاوتریخوالی په هکله اندپښنه وکړی دیوه هوسا ژوند له پاره لاره هواره کړی نو غوره ده چی دافغانانو سوله ییزی غوښتنی چی څو څو واری دنړیوالو سره شریکی شوی په دقیقه او ژوره توګه فکر وکړی ترڅو ددی ناوړه او لاس وهونکی هیواد دلاس وهنی څخه سیمه او نړی وژغورل شی. ځکه لاس وهونکی چی دخپلو موخو له پاره ترهګر روزی نه پریږدی چی په سیمه کی سوله رامنځته شی او دسیمی هیوادونه په ډاډه زړه خپلی ملی او یا نړیوالی ورځی چی هم کورنی او نړیوال ارزښت لری ونمانځی ولسمشر چی دشنبی په شپه دواده په مراسمو کی ځانمرګی برید سخت خوشینی کړی په ټولو هیوادوالو غږ کړی چی دپیښی دقربانیانو غچ به واخلی او په افغانستان کی به دداعش ډله په پوره معنی وځپل شی.

په همدی توګه ویلی شو چی که دهیواد او خلکو دښمنان هرڅومره زموږ دهیوادوالو په وینو لاسونه سره کړی بیا هم به خپلی ملی ورځی نمانځی او ددښمن شوم هدف ته درسیدو مخه به نیسی.

دهیواد په مختلفو سیمو کی دچاودنو سره سره دهیواد سپین ږیری، ځوانان، ښځی او نر په دی وتوانیدل چی دیوی خوا دهیوادوالو په ویر کی برخه واخلی او دبلی خوا دخپلواکی سلمه کلیزه ونمانځی درسنیو درپوټونو له مخی دننګرهار په ولایت کی چی په بمی بریدونو کی کوم ځوانان، سپین ږیری او ماشومان ټپیان شوی په مخونو یی دافغانستان دری رنګه بیرغ وهلی و او په لاس کی یی دبیرغ په رپیدو سره تل دی وی افغانستان ناری وهلی هغه پردی پالی  چی دافغانانو خوشحالی نه شی زغملی دافغانانو په ډله کی نه شمیرل کیږی او خلک به ورسره دیوه پردی پالی په څیر چلند وکړی.

افغانان که هر څومره دمرګ ژوبلی سره مخامخ شی خو هرو مرو به دا وروسته پاتی هیواد دپرمختګ په لور بیا یی او دهوساینی له پاره به نوره قربانی هم ورکوی دښمن دی زمونږ په مرګ ژوبله ډاډمن نه شی چی ناوړه موخی ته به ورسیږی ځکه افغانان سر ورکوی خو سنګر نه ورکوی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید