روزنامه ملی انیس

دهوایی دهلیزونو اهمیت

دافغانستان جمهور رئیس او خصوصی سکتور ددې لپاره چې په یوه لاره او یوه ګاونډی پورې تړلی ونه اوسو په دې لټه کې شول چې له نړۍ سره دراکړی ورکړې په موخه په بدیلو لارو فکر وکړی، چې له امله یې لمړى خپلې ځمکنۍ پولې له چین، منځنۍ آسیا او له همدې لارې دروسې او اروپا سره پرانېستې؛ پهدې سره اتیا سلنه ترانزیټی ستونزې ته دحل لاره پیدا او ورسره جوخت په دې هڅه کې شول چې دستونزې دلا ښه حل په موخه هوایی دهلیزونه پرانیزی، څرنګه چې ځمکنۍ لارې او هوایی دهلیزونه لهسمندری لارو وروسته دوهم ځاى لری نو ځکه حکومت ورته توجه ډیره کړه او نوې څیړنې دا ښیی چې ممکنه ده ځمکنۍ او هوایی لارې تر سمندری لارو مخکې شی.

دا چې افغانستان یو په وچه پورې تړلى هېواداو سمندر ته لاره نه لری هوایی دهلیزونه ورته دشارګ حیثیت لری. په همدې موخه د۱۳۹۶ کال دچنګاښ په دریمه دافغانستان او هندتر منځ لومړى هوایی دهلیز پرانستل شو چې دا ورځ دافغانستان دسوداګرۍ په تاریخ کې خاص ارزښت لری او له برکته یې نن په ټوله نړۍ کې افغانی محصولات او تولیدات په خپل نوم نړیوال بازار ته عرضه کیږی.

تر اوسه پورې افغانستان له چین، روسیې، ترکیې، سعودی، قزاقستان، اروپا، متحده اماراتو او دهندله دوو ښارونو (ډهلی او ممبی) سره دهوایی دهلیزونو له لارې نښلول شوى دى.

په ۲۰۱۸ م کال کې ۵۲۰۰ ټنه صادراتی توکی د۱۰۰ میلیون ډالرو په ارزښت دهوایی دهلیز له لارې بهر ته لیږل شوی چې تازه میوه، وچه میوه، غالۍ، څرمنې، زعفران، جلغوزه، طبی بوټی، اینجه (هنګ)،  جامې او لاسی صنایع پکې شامل وو او اکثرو یې په نړیوالو بازارونو کې لومړى ځاى خپل کړى دى چې دا دهر خواریکښ افغان بزګر او کسبګر لپاره ښه زیرى دى.

په صادراتی توکو کې یې ښه مثال غالۍ او جلغوزه ده چې دسږنی کال تر اوایلو پورې دپاکستان په نوم نړیوال بازار ته صادریدل او دلومړی ځل لپاره دلړم دمیاشتې په پنځلسمه نېټه
 ۲۰ ټنه جلغوزه چین ته دهوایی دهلیز له لارې صادره شوه چې همدا ورځ دجلغوزې په نوم هم و نومول شوه او هر کال به لمانځل کیږی؛ په بیه کې یې هم دتیر کال په پرتله دپام وړ بدلون راغلى دى، تیر کال یو کیلوګرام جلغوزه په ۱۵۰۰ افغانۍ او سږ کال په
 ۳۵۰۰ افغانۍ پلورل کیږی؛

دا طبعی خبره ده چې هر کار په لمړیو کې یو لړ ستونزې له ځان سره لری ولې له نیکه مرغه دا چارې ورځ تر بلې په ډیر ښه لوری روانې دی چې په دې برخه کې ګمارل شوى پرسونل کافی اندازه مسلکی شوى او دمحصولاتو دبسته بندۍ سیستم هم دمعیاری کیدو پر خوا روان دى، چې دا ټول دځان بساینې په لور مهم ګامونه دی.

همدا سبب شو چې دحکومت او خلکو له خوا دپستې او زعفرانو کرکیلې ته پاملرنه ډیره شوه دا نه یواځې بزګرو او بڼوالو ته ترې ګټه رسیږی بلکه دکوکنارو دمرګونی بوټی غوره بدیل هم دى او په دې سره نه یواځې افغانانو نقدی ګټه کړې ده بلکه له یوه نړیوال شرم څخه دخلاصون هڅه هم ده. دا دى اوس په ډیرو سیمو کې دځنګلونو ساتنې او نویو نیالګیو کښینولو ته لیوالتیا ډیره شوې چې ښه مثال یې په تخار ولایت کې دحکومت له لوری په ۲۰ هکتاره للمه ځمکه کې دپستې دونو کښینول دی.  دیادونې وړ ده چې په لویه پکتیا کې دمیشتو قومونو له لوری دجلغوزې دونو په وهلو ناغه سخته او ډیره شوې او په شمالی ولایتونو کې بیا دغرنی اینجې تر څنګ دزراعتی اینجې کښت مخ په ډیریدو دى چې دا چاره به دښه چاپیریال تر څنګ په ملی او محلی اقتصادهم ښه اغیز ولری.

عبدالله توحیدی

ممکن است شما دوست داشته باشید