روزنامه ملی انیس

دمیړنیو سرتیرو په مټ به دسولی او سوکالی بیرغ رپانده شی

په هېواد کې د روان جګړییزو ناخوالو د راقابوکیدو ترڅنګ د ټولنیزو ستونزو درغاونی له پاره هڅی ګړندی شوی خو دهېواد او خلکو دښمنان چې زموږ دجګړی ځپلو هېوادوالو دهوساینی زغم نه لری په مختلفه بڼه د دولت په وړاندی ستونزی زیږوی او د جګړی دپراختیا په لټون بوخت دی. خو دملی یووالی دحکومت مسؤلین دیوه ځانګړی او غوڅ چلند له مخی دسیمی او هېواد دحالت د ارزونی پربنسټ دچارو سمون برابر کړی چې دا مهال دغوره مدیریت له کبله دسیمی او نړی په کچه دپام وړبدلون رامنځ ته شوی دی او په هېواد کې د روانی جګړی دڅرنګوالی له کبله په کور دننه او بهر اجماع رامنځ ته شوی ده ترڅو دیوه نوی خوځښت پرمټ دپیښو اولاس وهنو په وړاندی دځان دنانګاره کولو بهیر پای ته ورسیږی او دیوی ریښتینی سولی د رامنځ ته کیدو له پاره ګډی هڅی پیل شی.

ددی چاری ترڅنګ لیدل کیږی چې دملی یووالی دحکومت دجګړی څخه د اقتصادی باج اخیستو تمه دپای ته درسیدو په حال کې ده او دنورو مناسبو لارو په پیدا کیدو سره وښودل شوه چې که د اړیکو پیوند په متقابلو اړیکو ولاړنه وی نو شونی ده چې نوری لاری ولټول شی ترڅو دهېوادوالو اړتیاوې له بلی خوا پوره او سوداګرییزی چاری دسیاسی نزاکت څخه وژغورل شی ځکه تیرو جګړییزو کلونو په بهیر کې لیدل شوی چې ګاونډی هېواد دخپلو شومو او ناوړه موخو دترلاسه کولو له پاره نه ِیوازی جګړییزو لاس وهنو ته پراختیا ورکړی، بلکی داړتیا پرمهال یې زموږ ملی سوداګروته دومره زیان رسولی چې شمیر یې نه کیږی ډیر ځلی د دواړو هېوادو ترمنځ په سوداګرییزو چارو کې دخڼډونو دلری کیدو په هکله موافقی او تفاهم نامی لاس لیک شوی خو دریغه چې کله زموږ دسوداګرو له پاره دزیان لار ور برابره شوی پرته له دی چې په هوکړو عمل وکړی دخڼډونو په رامنځ ته کیدو سره یې بی رحمانه عمل ترسره کړی دی.

یومتل دی چې وایی (که غل نه تښتی، نومل دی وتښتی) ددی له پاره چې دهېواد دملی سوداګرو همیشنی ستونزی هواری شوی وی دولت دمناسبو لارو په لټون سره وتوانیده چې دیوی خوا دسوداګرو ستونزی ورغاوی او دبلی خوا دهېوادوالو د ژوند دلومړنیو اړتیا و ستونزه ورحل کړی دا مهال دشمالی ګاونډیانو سره دراکړی ورکړی بهیر خورا قناعت ورکوونکی دی او هغه ستونزی چې دلارو په بندیدو به ورسره هېوادوال مخامخ کیدل له منځه تللی او اوس
 د دولت په هڅو ستونزی هواری شوی دی.

دغه راز ویلی شو چې دتیر وخت په پرتله دملی وسله وال پوځ په پیاوړتیا او دجګړی پرمهال دغوره مدیریت په هکله ښه ګامونه پورته شوی او دنړیوالو دپام راګرځونی له کبله تردی مهاله دتیری کوونکو دښمنانو تیری ته مناسب ځواب ویل شوی او هغه خوب چې دبهرنیو سرتیرو دوتلو پرمهال یې لیدلی ؤ په سین لاهو شو ځکه لاس وهونکو تمه درلوده چې نوی رغاول کیدونکی ملی
وسله وال پوځ به په ځانګړی او یوازیتوب سره ددی توان ونه لری چې دلمسول شویو په وړاندی دخپلو سیمو دفاع اوساتنه وکړی نو له دی کبله یې دهېواد په یوشمیر سیمو کې دجګړی دستخوالی له پاره مختلفی لاری ولټولی او هڅه یې وکړه چې ځان ته دراټولیدو ځای ذګی پیدا کړی لاکن ملی وسله وال پوځ دملی یووالی دنوښتګری پالیسی او مدیریت له مخی دهېواد او خلکو ددښمنانو ټولی تیری کوونکی هڅی دماتی سره مخامخ کړی او ورسره جوخت یې دیوی خوا دجګړی دراقابوکیدو ته پاملرنه وکړه او دبلی خوا یې دملی وسله وال پوځ تمویل او تجهیز هم له پامه ونه غورځاوه. نړیوال مرستندویه هېوادونه چې دملی یووالی دحکومت سره دمرستو په دوام زړه نازړه وو دباور له مخی یې دخپلو ژمنو دعملی کیدو له پاره دملی یووالی دحکومت سره ژمنی تازه او عملی کیدو تیاری یې وښوده اوس که دملی وسله وال پوځ په تجهیز کیدو کې نیمګړتیا لیدل کیږی لری به نه وی چې دنیمګړتیاوتشه به را ډکه شی او دسیمی په کچه به یو پیاوړی او په عصری وسلو سمبال ملی وسله وال پوځ ولرو. ځکه د دولسمشر
محمد اشرف غنی ځانګړی پاملرنه ددی ډاد راکوی چې دمختلفو لارو په لټون سره چې دا مهال ورباندی کار روان دی دملی وسله وال پوځ د اصلاحی چارو ترڅنګ دبهرنیو مرستو کوونکو هېوادولیوالتیا له امله به نیمګړتیاوی پوره او دچارو په سمون کې به عملی ګامونه پورته شی. همدا اوس سرښندونکو سرتیرو دهېواد په مختلفو سیمو کې ددښمن پراخ یرغلونه په شاه تمبولی او دپوره تلفاتو په زغملو سره یې دتیښتی لار غوره کړی ده. منو چې جګړه ماران به دجګړی دپایښټ اوسختوالی له پاره خپلو ناوړه هڅو ته دوام ورکړی خو ډاډمن او باورمن اوسی چې بری به زموږ داتلو سرتیرو به برخه وی او که خدای(ج) کول په هېواد کې به دهمدی میړنیو سرتیرو په مټ دسولی او سوکالی بیرغ رپانده شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید