روزنامه ملی انیس

دملکی وګړو خوندیتوب ته باید جدی پاملرنه وشی

دا واقعیت ټولوته روښانه شوی او حقیقت هم دی چی اوس مهال افغانستان دسیمی دهیوادونو په استازیتوب د تروریزم پروړاندی په رښتینی مبارزه او جگړه ییزو ناندریواخته دی او په دی لړکی ستره قربانی هم افغانان ورکوی او له دی حقیقت څخه هم سترگی نه شی پټیدای چی افغان مظلوم ولس په هیواد کی د تیرو کابو دری نیمو لسیزو څخه را په دیخوا د بدمرغه او تباه کوونکو جگړه ییزو تاړاکونو په لړکی هم ډیری بدمرغی ، درپه دری ، ربړونی ، ځورونی او خورا ډیری مرگ ژوبلی زغملی او په دی بهیر کی له شک پرته چی نه جبیره کیدونکی زیانونو سره هم مخامخ شویدی ، ځکه چی په دی جگړه کی په ټولیزه توگه ملکی ، بی دفاع او بی گناه وگړو ته مرگ ژوبله اوړی او په دی وروستیو کی هم چی په ټولیزه توگه د هیواد په گوټ گوټ کی کوم ځانمرگی او ترهگریز بریدونه او جگړییزی نښتی کیږی ترټولو ډیری د ملکی وگړو ژوند اخلی او قربانی یی هم همدا بی گناه او بی دفاع وگړی دی ، په هیواد کی د ډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله په دی وروستیوکی ویل شوی چې په زابل ولایت کې د یو موټر بم ځانمرګی برید په پایله کې ګڼ شمیر ملکی او بې ګنا خلکوته مرګ  ژوبله ور اوختې ده او ددې ترڅنګ هره ورځ هم د هیواد په ګوټ ګوټ کې په جګړه کې د ښکیلو لوریو ترمنځ د جګړې پرمهال ګڼ شمیر بې ګناه او بې دفاع خلکو ته د سر او مال نه جبیره کیدونکی درانه زیانونه ور اوړی ، چې باید ددغه ناتار مخنیوی ته اړوند لوری جدی پاملرنه وکړی ، البته دې ټکی ته مو هم باید پام وی چې مرگ ژوبله تر ډیره د انتحاری حملو، مخامخ جگړی، ماینونو او هدفی وژنو په ترڅ کی رامنځته کیږی ، بنا دملکی وګړو مرګ ژوبله ډیره د اندیښنې وړه ده ، اړینه بریښی،  له هرې ممکنې لاری چې کیږی باید  دجګړی او ملکی وګړو ته د مرګ  ژوبلې د اوښتو مخه ونیول شی، ځکه افغان مظلوم ولس په هیواد کې له روانې اوږدې جګړې څخه ډیرپه تنګ اوستومانه شویدی او په دغه جګړه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړیدی اودمګړۍ په ټولیزه توگه په جگړه کی له ښکیلو لورو څخه ددی غوښتنه لری چی د جگړی پرمهال د ملکی وگړو مصئونیت ته باید ډیره پاملرنه وکړی ترڅو دغه بی گناه او بی وسه وگړو ته هیڅ ډول ځانی او مالی زیان ونه رسیږی بلکی  ددوئ سر او مال باید له هر ډول گواښ او تیری څخه خوندی کړای شی.

بناً د یاددښت وړ ده چی جگړه جگړه ده په هر نوم چی دوام لری د انسانانو مرگ ژوبله له ځان سره لری، خو په ټولیزه توگه اوس مهال ډیر کوښښ او نه ستړی کیدونکی هڅه باید وشی چی په لومړی قدم کی د بدمرغه جگړی داساسی حل  لپاره مناسبی لاری چاری وسنجول شی ترهغوچی هرراز نارضایتی او مخالفتونه د خبرواترو او سیاسی ډیالوگ له لاری حل شی او هیڅ راز وسله وال مخالفت او د بدمرغه جگړی دوام ته اړتیا پیدا نه شی، په دی هیله چی پاک الله(ج) دی په کلونو کلونو جگړه ځپلیو افغانانو خپل رحم، کرم او فضل وکړی او ددوئ په زړونوکی دی د نیکمرغه سولی، اخوت، ورورولی او انسان پالنی رښتینه مینه راپیدا کړی تر هغه چی هیڅ یو افغان د پردیو په لمسون د بل افغان دله منځه وړلو او بربادی سبب نه شی او په ټول هیواد کی په تلپاتی ډول سوله، ثبات او سراسری ډاډمن امنیت ټینگ شی تر څو له امله یی واقعاً کلونه کلونه جگړه ځپلی مظلومه افغانان هم په خپل هیواد کی دهوسا او بسیا ژوند خاوندان شی او وروسته له دی بدمرغه جگړه د تل لپاره په ټول هیواد کی پای ته ورسیږی او په دغه هیواد کی نور د هیڅ یو بی گناه انسان وینه تویه نه شی بلکی اوږد مهاله خوښی  او نیکمرغی د ټولو افغانانو په برخه شی تر هغوچی د ډاډمن امنیت او سولی په فضا کی ددی هیواد ټول وگړی د پاک الله(ج) له ورکړی شوی خوږ ژوند څخه خوند واخلی.

البته د اسلام د سپیڅلی مقدس دین د اصولو مطابق د مسلمانانو ترمنځ هرراز بی اتفاقی د اسلامی ټولنی د بیرته پاتی والی او بدمرغی سبب کیدای شی، پدی اساس د همدغه اصل مطابق باید افغانان په خپلومنځونو کی د اتفاق، اتحاد، ملی پیوستون او ملی یووالی مزی کلک کړی تر هغه چی له شته هرراز بدمرغیو او ناخوالو څخه چی اوس ورسره لاس او گریوان دی وژغورل شی، او په پایله کی تلپاتی نیکمرغه سوله او ډاډمن امنیت په ټول هیواد کی ټینگ قایم او دایم شی او هم د کلونو کلونو جگړه ځپلیو افغانانو ترمنځ ملی یووالی او ملی پیوستون ټینگ او همیشنی شی، ترهغه چی په دی توگه د افغان دښمنو بهرنیو استخباراتی شبکو ټولی ناوړه دسیسی او شوم اهداف هم شنډ او له خاوروسره خاوری شی او بالاخره په پایله کی افغان جگړه ځپلی ولس ته په خپل پلرنی ټاټوبی  سرلوړی افغانستان کی په تلپاتی ډول د هوسا ژوند د پرمخ بیولو لپاره بشپړه سوله ییزه اوډاډمنه فضا مساعده شی او په ټولیزه توگه په جگړه کی ښکیلی لوری د افغان ولس د هوساینی او په ټول هیواد کی د ډاډمن امنیت د ټینگښت په موخه د افغان حکومت د سولی دعوت ته ښه راغلاست ووایی او دسولی له روان بهیر سره یو ځای شی.

ش ، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید