روزنامه ملی انیس

دملکی وګړومصونیت اوخونډیتوب یو لومړیتوب دی

له شک پرته چی اوس مهال افغانستان دسیمی دهېوادونو په استازیتوب دتروریزم پروړاندی په رښتینی مبارزه او جگړه ییزو ناندریواخته دی او په دی لړکی ستره قربانی هم افغانان ورکوی او له دی حقیقت څخه هم سترگی نه شی پټیدای چی افغان مظلوم ولس په هېوادکی دتیرو کابو دری نیمو لسیزو څخه را په دیخوا دبدمرغه او تباه کوونکو جگړه ییزو تاړاکونو په لړکی هم ډیری بدمرغی ، درپه دری ، ربړونی ، ځورونی او خورا ډیری مرگ ژوبلی زغملی او په دی بهیر کی واقعاٌ چی نه جبیره کیدونکی زیانونو سره هم مخامخ شویدی ، ځکه چی په دی جگړه کی په ټولیزه توگه ملکی ، بی دفاع او بی گناه وگړو ته مرگ ژوبله اوړی او په دی وروستیو کی هم چی په ټولیزه توگه دهېوادپه گوټ گوټ کی کوم ځانمرگی او ترهگریز بریدونه او جگړییزی نښتی چې  کیږی ترټولو ډیری دملکی وگړو ژونداخلی او قربانی یی هم همدا بی گناه او بی دفاع وگړی دی ، په هېوادکی دډله ییزو خپرندویو سرچینو په حواله په دی وروستیوکی دافغانستان دبشری حقونو خپلواک کمیسیون دروان لمریز کال پیل یې ملکیانو ته داوښتې مرګ ژوبلی له پلوه خونړی بللی او ویلی یې دی چې دغه وضعیت بایددوام ونه کړی ، ددغه کمیسیون اجرائیوی رئیس ویلی چې دروان لمریز کال په لومړیو ورځو کې په هلمند، کندز او کابل کې ملکیانوته مرګ  ژوبلې اوښتو خلک اندیښمن کړی دی ، نوموړی په دې وروستیو کی له یوې غږیزې رسنۍ سره په خبرو کې پرملکیانو حملې غندلی او ویلی یې دی چې وروستۍ پیښی دا ښیی چې ښکیلې خواوې دخلکو دخوندیتوب په برخه کې په خپلو ژمنو عمل نه کوی ، موږ دتیر کال په څیر ددغه کال په پیل کې هم مرګ  ژوبله لرله ، دملکی وګړو دخوندیتوب له پاره په پالیسیو کې دبدلون کومه اراده نه لیدل کیږی اودا دزیاتې اندیښنې او محکومیت وړ ده ، دغه موضوع دتاوتریخوالی دزیاتیدو لامل کیږی او دتیر په څیربه بیا هم خلک قربانی شی ، دغه راز دملګری ملتونو مرستندوی ماموریت یا یوناما په ۱۳۹۷ لمریز کال کې ملکی وګړوته اوښتې
مرګ  ژوبله په تیر اتلسو کلونو کې بې ساری ګڼلی او ویلی یې دی چې دملکې وګړو دمرګ ژوبلې شمیر
۴۰۰۰ تنه و چې ۹۲۷ یې ماشومان دی .

البته دې ټکی ته مو هم بایدپام وی چې دغه مرگ ژوبله تر ډیره دانتحاری حملو، مخامخ جگړی، ماینونو او هدفی وژنو په ترڅ کی رامنځته شویدی ، بناءً دملکی وګړو مرګ ژوبله ډیره داندیښنې وړه ده ، اړینه بریښی  له هرې ممکنې لاری چې کیږی باید دجګړی او ملکی وګړو ته دمرګ ژوبلې داوښتو مخه ونیول شی، ځکه افغان مظلوم ولس په هېوادکې له روانې اوږدې جګړې څخه ډیرپه تنګ اوستومانه شویدی او په دغه جګړه کې یې ډیرې قربانۍ ورکړیدی اودمګړۍ په ټولیزه توگه په جگړه کی له ښکیلو لورو څخه ددی غوښتنه لری چی دجگړی پرمهال دملکی وگړو مصئونیت ته بایدډیره پاملرنه وکړی ترڅو دغه بی گناه او بی وسه وگړو ته هیڅ ډول ځانی او مالی زیان ونه رسیږی بلکی  ددوی سر او مال بایدله هر ډول گواښ او تیری څخه خوندی کړای شی.

بناً دیاددښت وړ ده چی جگړه جگړه ده په هر نوم چی دوام لری دانسانانو مرگ ژوبله له ځان سره لری، خو په ټولیزه توگه اوس مهال ډیر کوښښ او نه ستړی کیدونکی هڅه بایدوشی چی په لومړی قدم کی دبدمرغه جگړی داساسی حل  لپاره مناسبی لاری چاری وسنجول شی ترهغوچی هرراز نارضایتی او مخالفتونه دخبرواترو او سیاسی ډیالوگ له لاری حل شی او هیڅ راز وسله وال مخالفت او دبدمرغه جگړی دوام ته اړتیا پیدا نه شی، په دی هیله چی پاک الله(ج) دی په کلونو کلونو جگړه ځپلیو افغانانو خپل رحم، کرم او فضل وکړی او ددوی په زړونوکی دی دنیکمرغه سولی، اخوت،ورورولی او انسان پالنی رښتینه مینه راپیدا کړی تر هغه چی هیڅ یو افغان دپردیو په لمسون دبل افغان دله منځه وړلو او بربادی سبب نه شی او په ټول هېوادکی په تلپاتی ډول سوله، ثبات او سراسری ډاډمن امنیت ټینگ شی تر څو له امله یی واقعاً کلونه کلونه جگړه ځپلی مظلومه افغانان هم په خپل هېوادکی دهوسا او بسیا ژوندخاوندان شی او وروسته له دی بدمرغه جگړه دتل لپاره په ټول هېوادکی پای ته ورسیږی او په دغه هېوادکی نور دهیڅ یو بی گناه انسان وینه تویه نه شی بلکی اوږدمهاله خوښی  او نیکمرغی دټولو افغانانو په برخه شی تر هغوچی دډاډمن امنیت او سولی په فضا کی ددی هېوادټول وگړی دپاک الله(ج) له ورکړی شوی خوږ ژوندڅخه دبشپړې هوساینط په فضا کې خوندواخلی.

ش، شاهین

ممکن است شما دوست داشته باشید