روزنامه ملی انیس

دمسکو ناقانونه غونډه عبدالهادی قریشی

په افغانستان کې دسولې د راوستوله پاره دتیر میلادی کال له مارچ څخه بیا تر اوسه په خورا جدیت هلی ځلې ګړندۍ پرمخ ځی. چې سوله دیوه لوړ او شریفانه آرمان حتا دیوی همیشنی ستراتیژۍ په ټوګه افغان ملت او دسیمی له پاره خورا ارزښت لری په اصطلاح (دسولې اکسیجن د افغان د پایښت لامل) په توګه پیژندل کیږی.

ځکه دسولې راوستو له پاره دملت او دولت هلې ځلې په خورا صداقت سره جاری دی.

دسولی دراوستوله پاره په کابل کې دعلما و غونډه چې دجوزاپه ۱۲ مه جوړه شوه، له دې سره سم په سعودی کې د اسلامی نړۍ د ۶۰ هېوادونو او اسلامی ټولنو رسمی استازیو پریکړه لیک (فتوا) کوم چې دجید و محترمو اسلامی علما ؤ د جاکار تا غونډه او هم دتیر جولای اوبیا د ۲۰۱۹ میلادی کال دفبرورۍ دریمی او څلورمې دوه ورځنۍ غونډه دیادښت وړده.

دمسکو دوهمه غونډ لنډه یادونه:

دمسکو له غونډې څخه ترمخه په دوحه کې هم دطالبانو دمشرانو لکه ملا عبدالحق وثیق، ملاعباس استانکزی او نورو درې تنو پواسطه هلته غونډه جوړه شوه، خو افغان پلاوی سره نوموړو کتنه ونکړه. په هر صورت داځل په مسکو کې هم دڅو تنو افغانانو او طالب استازیو سره په یوه تالارکې غونډه شوه، پرهمدی مهال د افغانستان په چاروکې دمسکو رسمی استازی ضمیر کابلوف هم ګډون نه درلود، مسکو وروسته له هغه دخپل رسمی دریځ څخه په شاشو کوم چې افغان ملت ډیر اعتراضونه وکړل او افغان دولت هم ناخوښ و. په هر صورت دمسکو استخباراتی اداری کاجې بې او آی اس آی هم پکښی مهم رول درلودلی دی.

نوځکه هلته یې دغه بادپریوی موسسی واچوه خود دمسکو د استخباراتو نظر لاندی، نو ددموکراسی له فضا څخه په استفادې (له کابل څخه) یوشمیر کسان هلته (مسکو) ته ولاړل. کوم چې اجراییوی واک نه لری او دخپلو ناوړو کړنوله کبله له دولت څخه واټن لری او زورواکې دی. که چیری ملاعباس افغان وای نو په لومړنیو ویناوو کې یې دملی قوتونو دمنحل کیدو خبرې وکړی اوبیایې داساسی قانون دنه منلو او دښځو له پاره دمنځنۍ دوری دحقوقو په اړه بحث شوی دی!؟ باید داسی نه وای شوی- چی له یو نیک او ملت پاله افغان سره مناسبت نه لری او دغه وینا او هم له افغان دولت سره ناسته کوم چې قانونی دولت دی او انتخابی دولت دی او په ملګرو ملتونو او نورو ۷۰ هېوادونو او له ۲۰۰ څخه زیاتو ټولنو سره رسمی مناسبات او سیاسی تعاملات لری، چې دا ډول کړنی (یانې د افغان دولت رسمی استازی او یا دسولی عالی شورا رسمی غړیو عدم حضور او نه ارزښت) دواړو غاړو او درغلیو کسانو ته سیاسی شخصیتی زیان دی!

نوځکه دمسکو اجلاس (غونډه) چې دبین الافغانی خبرو جوګه نه وه او د افغان دولت رسمی کسانو دخبرو له پاره پکښی ګډون نه وه کړی.

یوه، ناقانونه او یوه نامنل شوې غونډه وه، ایکی یوازی به د افغانانو ترمنځ هغه هم دطالب غړیو او ځو تنو نورو ترمنځ په دسولی له پاره یوه کوچنی دریچه (کوچنی دروازه ګۍ) وی او بس.

ممکن است شما دوست داشته باشید