روزنامه ملی انیس

دمسکو غیر رسمی غونډه به د افغان حکومت د رهبرۍ او ملکیت پرته کومه نتیجه ونه لری

افغانستان اسلامی دولت د افغان دمسلمان ملت په رایه او د افغانستان د اساسی قانون له مخې چې دهېوادیوه ملی وثیقه ده منځ ته راغلی دکابینی او دپارلمان لرونکی هېواد دی دملګرو ملتونو دنړیوال سازمان او نورو معتبرو نړیوالو سازمانونویو فعال غړی او دنړیوال عرف سره سم دنړی دهېوادونو سره سیاسی دیپلوماتیکی، فرهنګی او اقتصادی اړیکی لری.

په افغانستان کې د اوسنی بحران او دسولی او ثبات دتامین په منظور دمخالفینو سره دخبرو اترو لپاره یې په ټولو نړیوالو غونډو او ناستو کې خپل دریځ روښانه کړی، او دایې ښودلی چې دسولی دروازه یې پرمخ خلاصه او ټولی آسانتیاوی ورته برابری کړیدی چې په دی برخه کې په نړیوال کچه ښه ځلیدلی دی.

د امریکا متحده ایالاتو او متحدینو یې هم په دی ټینګار کړی چې خبری باید د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت او د افغانانو ترمنځ وی ځکه پرته له دی به له طالبانو سره خبری او مذاکری کومه پایله او نتیجه هم ونه لری.

دمسکو په غونډه کې افغان مخالفینو او ځینو افغان سیاسی کړیو په کې د افغان حکومت د استازو پرته ګډون کړی وچې په هیڅ صورت د افغانستان سولې له روان بهیر سره مرسته نه شی کولی بلکی هسی د وخت ضایع کوی دی.

ځکه چې دا ډول غونډی اجراییوی واک نه لری.

د افغانستان دبهرنیو چارو وزارت ویاند صبغت الله احمدی هم د آزادۍ راډیوته ویلی: افغان حکومت لاله وړاندی دنه ګډون په اړه سلامشوره کړی وه.

ویلی یې دی: مونږ خپل پلان مشخص کړی او تمه لرو چې ټول هېوادونه په تیره بیا روسیه په خپلو ژمنو عمل وکړی که څه هم دمسکو کنفرانس تنظیمونکو په خپل بیان کې ویلی چې هدف یې په افغانستان کې دجګړی دښکیلو خو اووسره مرسته ده چې په خپلو دریځونو کې اختلافات راکم کړی.

خو په دی برخه کې د افغان حکومت خبره او دریځ له اوله روښانه دی او هغه داچې په هره غونډه او ناسته کې چې د افغان حکومت استازی او نماینده‌ګډون ونه کړی نه یوازی مثبته پایله او نتیجه به ونه لری بلکی اجراییوی واک او صلاحیت به هم ونه لری.

دبلی خوا دمسکو ناستی په اړه د افغانستان دسولی دعالی شورا په خپلی اعلامیه کې ویلی:

دسولی عالی شورا په هېواد کې د بستر جوړونی دهر هغی همغږی اقداماتو څخه چې دسولی له پروسی لپاره ګټور تمام شی ملاتړ یې کوی او له هر هغه حرکت چې همنظری او هم پذیری پیاوړی کوی له هغه سره مرسته خپله وجیبه بولی د افغانستان دسولی عالی شورا داهم وایې چې: دبهرنیو ځواکونو شتون دیو ضرورت پراساس دی او دهغوی وتل دسولی دبهیر او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ دمخامخ خبرو پرمختګ پوری تړاو لری او دمسکو غیر رسمی ناسته بحثونه او قطعنامه په دقت مطالعه کوی او هرهغه ټکی چې د افغانستان دعظیم ملت دخیر او فلاح او دهېواد دملی ګټو سره سمون ولری هرکلی یې کوی او هرهغه څه چې دسولی په برخه رامنځ ته کیږی دخپل مسلمان ملت سره به یې په هر وخت
 او هر ډول شرایطو کې شریکوی.

باوری دی که د افغانستان د اسلامی دولت جوړونکی دریځ ته طالبان او نور سیاسیون جدی پاملرنه وکړی او بین الافغانی خبرو او مذاکرو ته د افغان حکومت په رهبرۍ او مالکیت مخامخ خبروته کښینی نو نه یوازی دمسکو دغونډو په شان دسولی روان بهیر به بریالی شی بلکی جنګ ځپلی افغانستان به دترقۍ او پرمختګ په لور هم روان شی او دنړۍ دسیالانو هېوادونو سره به سیالی شی.

ناصرشاه سرحدی

ممکن است شما دوست داشته باشید