روزنامه ملی انیس

دلمسونکو په لمسونه هېواد مه ورانوی

په داسی حال کې چې دولت یوځل بیا دسوله ییزو هڅو پربنسټ مخالفو وسله والو طالبانو ته د اوربند په هکله تیاری نیسی جګړه غوښتونکو طالبانو دپردیو په لمسون دجګړی دسختوالی او پراخیدو هڅی پیل کړی هغوی چې دجګړی سره مینه لری دنوی اختر په را رسیدو سره یې دخوشحالی پرځای زموږ بی ګناه هېوادوالوته مرګ  ژوبله ورډالی کړه وسله والو طالبانو په غزنی ولایت باندی د وروستی برید وښوده چې پردی پالی طالبان نه غواړی چې زموږ په هېواد کې دسولی او سوکالی فضا رامنځ ته شی نوځکه دسوله ییزو هڅو په وړاندی خڼډونه پیدا کوی او دجګړی سنګرتو دساتی لاکن ددی ټولو ناوړه او بی ځایه دښمنانه چلند په وړاندی دملی وسله وال پوځ تیاری دبل هروخت څخه زیات او پیاوړی شوی نوله دی کبله ویلی شو چې ددښمنانو هر تیری کوونکی پلانونه به دسولی دهڅو په وړاندی خڼډونه ګرځی او دسولی هڅی به پایښت ومومی موږ ډاډه او باوری یو چې اوس د یوه نړیوال ملاتړ له مخی دسولی هڅی دپام وړګرځیدلی او اسلامی هېوادونه چې دترهګرییزو هڅو څخه کرکه لری زموږ په هېواد کې دجګړی دپای ته رسیدو غوښتنه یې یوازینی هیله ده دغه راز سیمه ییز هېوادونه چې دروانی جګړی دخپریدو له امله اندیښمن ښکاری لیواله دی چې دسولی په انسانی او اسلامی هڅو کې  ددولت سره مرسته وکړی او یو لړ ژمنی چې د سولی په رامنځ ته کیدو کې ترسره شوی عملی بڼه ورکړی څه موده وړاندی د افغانستان او ازبکستان ولسمشرانو په لیدو کتو کې دجګړی دپای ته رسیدو په هکله هر اړخیزی وړاندوینی سره شریکی کړی او د ازبکستان دکنفرانس د لاس ته راوړنو له پاره یې دتیاری ترڅنګ دسوله ییزو خبرو اترو له پاره په ازبکستان کې دهر ډول مرستی څخه ملاتړ څرګند کړو.

 اوس چې په ازبکستان کې دطالبانو دپلاوی دخبرو اترو په هکله انګازی خپری شوی یوشمیر شنونکی یې غوره ګڼی او څرګندوی چې مخکی له مخکی د افغانستان د دولت دلوړ پوړو چارواکو سره خبری شریکی شوی او دسوله ییزو خبرو اترو دپیلامی له پاره یی ارزښتناکه بولی. لاکن نیوکه پردی ده چې طالبان هیڅ ډول خواخوږی نه لری تل دنورو په لمسون افغانان وژنی او په ډیری بی رحمی سره دهېواد دکڼډواله کولو له پاره دهیڅ ډول بی رحمه عمل څخه دریغ نه کوی همدا اوس دلوی اختر مبارکې شپی ورځی دی هر هېوادوال په دی بختورو ورځوکې د اختر له پاره تیاری نیسی غواړی چې داختر په درشل کې دتیر کوچنی اختر په څیر اوربندوشی او دهوساینی په فضا کې د اختر شپی ورځی ونمانځی خوپه ډیری خواشینی سره ویلی شو چې سخت زړو جګړه غوښتونکو طالبانو زموږ یوشمیر هېوادوال دویر په ټغر کښینول او داختر دخوشحالی ورځی یې په ویرور بدلی کړی.

پرته له دی چې په غزنی کې یې مرګ  ژوبله رامنځ ته کړه نور هیڅ شی یې ترلاسه نه کړو راځی جګړه غوښتونکی دجګړی په هکله پخپله قضاوت وکړی او دجګړی په لاس ته راوړنو فکر وکړی چې دجګړی پایلی څه وی او دغزنی ولایت چاری دجګړی وروسته څوک پرمخ وړی او دترسره شوی جګړی لاس ته راوړنی دغزنی دخلکو له پاره کومی دی پرته له دی چې پردی پالو دغزنی بی ګناه او سوله غوښتونکی خلک و وژل کورونه یې وران شول او اولادونه یې یتیمان نور څه په لاس نه دی ورغلی.

دغزنی جګړه ډی وسله وال طالبان دټول هېواد دجګړی سره پرتله کړی آیا د جګړی په دوام او د مرګ  ژوبلی په رامنځ ته کیدو سره په تیرو کلونو کې کوم ځای چې ستراتیژیکه اهمیت ولری طالبانو په واک کې پاتی شوی پرته له دی چې دیوه تیری کوونکی غلچکی برید وروسته تیښتی ته اړشوی او دزیاتو تلفاتو په زغملو سره یې لمسونکی خوشحاله کړی دی.

نورڅه په لاس نه دی ورغلی ښه او غوره خبره داده چې دیوه روغ او سلیم عقل له مخی په روانه جګړه فکر وشی او دهېواد دراتلونکی په هکله  هغه څه ته لاس واچول شی چې ددی هېواد ملی خپلواکې او ځمکنی بشپړتیا پکښی خوندی پاتی شی نوراشی چې دلمسونکو دناوړه او بی ځایه هدفونو دترلاسه کولو پرضد دیو موټیتوب لار غوره کړو او ددی وران ویجاړ هېواد دبیا آبادی او پرمختګ له پاره ګډی هڅی له پامه ونه غورځو او دهېواد دښمنان دتل له پاره تور مخی پاتی شی.

ع- متین

ممکن است شما دوست داشته باشید