روزنامه ملی انیس

دلاس وهونکو لاس وهنه پخپله لاس وهونکی را بربڼډوی

هغو لاس وهنو سپیناوی پخپله دلاس وهونکو له خوا رابربڼډیږی ځکه چی وایی دروغجن حافظه نلری، به دی وروستیو کی چی کومی سوله ییزی خبری روانی دی هرڅوک پکښی خپله برخه لټوی او په دی تاوده تنور کی خپله ډوډی پخوی خوګمان کیږی چی دډیرو لاس وهونکو به اوړه همداسی خشنه پاتی شی ځکه په تناره کی دپخپلی واک دهغه چاسره دی کوم چی ددی تناره لری.

لیدل کیږی چی دپاکستان واکمنان په ډیره سپین سترګی او بی مسولیته توګه زموږ له پاره ددولت او یا حکومت جوړونی هڅی کوی ښکاره ده چی لاس وهنی او دجګړی داوږدیدو له پاره یی هڅی هم له دی کبله دی چی دولسواکی په وړاندی جګړه پرمخ بوځی او دافغانانو دهوساینی په وړاندی دومره ستونزی وزیږوی چی تر اوږد مهاله یی رغاونه ستونزمنه وی دپاکستان نامسولیته او ناوړه هڅی نوی نه بلکی دډیرو کلو راهیسی روانی دی دهیواد ډیرو واکمنانو دخپلی واکمنی پرمهال دپاکستان لاس وهنه دنړیوالو سره شریکه کړی خو دځان په نانګاره کولو سره یی دلاس وهونکو سره غوڅ او پریکنده چلند نه دی کړی نوځکه پاکستانی واکمنان یو پر بل پسی لس وهنو ته دوام ورکوی او په جګړه کی ځپلی ګټی لټوی.

خو دملی یووالی دحکومت مشرتابه دیوه مناسب او پرځای سیاست له مخی په  دی وتوانیده چی دنړیوالو پام دجګړی بنسټیزی جرړی ته رواوګرځوی ترڅو په جګړه کی ښکیل نړیوال هیوادونه په خپلو کړو وړو له سره نظر واچوی او دجګړی دپای ته رسیدو له پاره مناسبی لاری ولټوی.

 همدا وجه وه چی دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو دوزرات ځانګړی استازی زملی خلیلزاد په مشری یو پلاوی دپاکستان سره په خبرواترو بوخت شوی تر څو پاکستانی چارواکی چی دجګړی دتمویل او تجهیز چاری پرمخ وړی وهڅوی چی دسولی په خبرو اترو کی ګډون وکړی او دروانی جګړی دپای ته رسیدو له پاره دحل لار ولټوی، پاکستان چی دامریکا دنوی او وروستی ستراتیژی له کبله په بی باوری او اقتصادی ستونزو کی ښکیل شوی ژمنه یی وکړه چی مخالف وسله وال طالبان به په سوله ییزو خبرواترو کی دګډون له پاره وهڅوی کله چی په متحده عربی اماراتو کی دامریکایی پلاوی او طالبانو ترمنځ خبری پیل شوی نو دپاکستان نومړی وزیر او دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی په خپلو باټو سره وویل چی طالبانو موږ اړ ایستل چی دامریکا پلاوی سره خبری پیل کړی.

پاکستان دچارواکو ددغه ډول ویناو څخه جوتیږی چی زموږ په هیواد کی دجګړی دپیل او دپایښت یوازینی منبع پاکستان دی که پاکستان وغواړی نو هرو مرو به مخالف وسله وال طالبان بین الافغانی خبرواترو ته اړشی او دجګړی دپای ته رسیدو لاری به ومندل شی خو دپاکستان چارواکو دتازه څرګندونو څخه جوتیږی چی پاکستان نه غواړی چی زموږ په هیوادکی ولسی واکمنی پراختیا ومومی او ددموکراسی نوی نیالګی په ثمر راشی خو ددی ټولو لاس وهنو سره سره تمه ده چی مخالف وسله وال طالبان به دملی یووالی دحکومت سره خبرو اترو ته حاضریږی او په هغو جګړییزو ستونزو به خبری کوی کوم چی جګړه دزیږوی ډاډه یو چی زموږ نړیوال دوستان چی دا مهال په جګړه کی ښکیل دی وبه توانیږی چی دسولی په وړاندی راپیدا شوی خڼډونه له مینځه یووسی او یوی بین الافغانی ناستی ته لار هواره کړی.

دامریکایی پلاوی مشرتابه زلمی خلیلزاد په خپل تویټر پاڼه کی څرګنده کړی چی دمخالفو وسوله والو طالبانو سره خبری ښی او په ښه لور روانی دی دغه راز زلمی خلیلزاد جوته کړی چی تردی دمه کومه موافقی ته نه دی ترلاسه شوی، خو په راتلونکی کی به دبهرنیو سرتیرو په وتو او دالقاعده او داعش سره دطالبانو په مبارزه دغه راز په اوربند او په بین الافغانی خبرواترو په پیل کیدو خبری وشی.

رابرسیره شوی خبری را په ګوته کوی چی دسولی خبری اتری به دیوی بین الافغانی او مخامخ خبرو اترو له لاری رامنځته شی ځکه دسولی بنسټزی خبری اتری او دجګړییزو ستونزو دهواری واک دافغان دولت دواکمنانو سره دی دوخت واکمنان چی اجراییوی واک لری هیڅوی یی په واک کی لاس وهنه نه شی کولی نوله دی امله په مخالف وسله وال طالبان ددولت سره دخبرو اترو له پاره حاضر شی او دهیواد په راتلونکی به پخپله افغانان خبری اتری وکړی ځکه افغانان پوهیږی چی دااوږد مهاله جګړه څرنګه په یوی همیشنی او تل پاتی سولی بدلون ومومی او هغه ستونزی چی دنورو له خوا راتپل شوی څرنګه یی درغاونی چاری ومندل شی نو غوره او مناسبه خبره دا ده چی افغانان باید هوښیار ووسی او څوکلنی ستونزی چی دنورو په لمسون رامنځته شوی په ډیر وقت او ژوری پاملرنی ورته دحل لار په ګډه سره ولټوی ترڅو جګړه پای ته ورسیږی او دیوی همیشنی او تل پاتی سولی څخه برخمن شو.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید