روزنامه ملی انیس

دلاسته راوړنو څخه ملاتړ دهېواد دپرمختګ لار رالڼډوی

په هېواد کی دسوله ییزو هڅو په وړاندی هغه وخت په کور دننه او بهر مختلف غبرګونه رامینځته شول کله چې دامریکا دمتحده ایالاتو دبهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد دمخالفو وسله والو طالبانو سره خبری پیل کړی دخبرو پیل کیدو په هکله ځکه غبرګونونه راوپاریدل کله چې دخبرو جزییات نه وراخپاره شوی شک څرګندیده چې دیوی پټی او ځانګړی معاملی له مخی به دولسواکی ډیری لاسته راوړنی وګواښول شی او سوله به همیشنی نه بلکی لڼډ مهاله وی نو له دی امله نه تنها په هېواد کی سیاسی ډلوترڅنګ دښځو سازمانونو او مدنی ټولنو یو لړ وړاندوینی را برسیره کړی هڅه یی وکړه چې خبری باید رڼی او دافغانانو سره شریکی وی څو په هغو لارو چارو رڼی خبری ترسره شی کومی چې دډیرو ستونزو په ګاللو سره ترلاسه شوی.

دغه راز دامریکا په متحده ایالاتو کی دسنا دمجلس غړو په خپل دبهرنیو چارو پروزارت نیوکه وکړه او دخلیزاد ترسره شویو خبرو اترو په هکله درپوټ نه ورکولو په اړه یې نیوکی وکړی هغه و چې دامریکا دبهرنیو چارو وزیر دسنا مجلس ته دمخالفو وسله والو طالبانو سره دزلمی خلیلزاد دخبرو په هکله رڼا واچوله او ډاډ یی څرګند کړو چې په افغانستان کی به دتیرو کلونو لاسته راوړنی خوندی پاتی شی.

دغه راز دامریکایی پوځی ځواکونو دوتلو په هکله له سره کتنه وشوه کوم چې دامریکا ولس مشر ترامپ په ډیره بیړه اعلام کړی وه، اوس چې دزلمی خلیلزاد او مخالفو وسله والو طالبانو د افغان سولی دخبرواترو په هکله افغان لوری ته په خبرو کی دګډون او ارزښت په اړه راګرځیدلی هڅه کیږی چې یوی بین الافغانی خبرواترو پیل کیدو ته لار هواره کړی څو دستونزی په بنسټیزه جرړه وغږیږی اودیوی تل پاتی سولی درامنځته کیدو له پاره مناسب لار ومومی.

اړینه ده چې په جګړه کی ښکیلی غاړی دیوه او بل په ارزښت او اړتیا وپوهیږی ځکه که دیوه او بل غوښتنی او وړاندوینی سره شریکی نه شی نو ستونزی هواریدل به ناشونی شی.

ځکه هیڅ یوه خوا نه شی کولی په ځانګړی توګه دسولی دټینګښت او رامنځته کیدو له پاره لار راپیدا کړی ترڅو چې ددولت استازی چې اجراییوی واک ورسره ملګری دی دستونزی په حل کیدو کی ګډون ونه کړی هیڅ یوه اړخیزه یادوه اړخیزه موافقه چې دولتی واکمنان او یا استازی پکښی شتون ونه لری عملی او اجراییوی بڼه به ونه لری.

نوځکه زلمی خلیلزاد دافغان دولت دمصالحی دعالی شورا دجوړښت څخه دملاتړ دڅرګندونو ترڅنګ ډاګیزه کړه چې دمصالحی دعالی شورا په تشکیل کی دښځو، ځوانانو او دمدنی ټولنو غړو ګډون وښوده چې افغانان په توله کی سوله ییزو هڅو له پاره ښه تیاری لری ترڅو مخالف وسله وال طالبان هم تیاری وښای او افغانان په یوه بین الافغانی خبرو اترو کی سره راټول او دجګړییزی همیشنی ستونزی دراقابوکیدو او دسولی دټینګښت په هکله عملی لاری ولټوی.

اوس چې دسولی دهڅو روان بهیر په یوه رښتینی او عملی پروسه بدلون مندلی تمه ده چې دسولی په وړاندی شته خڼډونه چې شتون لری دله مینځه وړو په هکله یی نړیوالی هڅی په یوه عملی خوځښت بدلون ومومی او دسولی روان بهیر دلاسته راوړنو سره مل شی.

اوس مهال چې دامریکا دمتحده ایالاتو دچارواکو دبیړنیو پریکړو په هکله نوی پاملرنه لاګرځیدلی تمه ده راپیدا شوی اندیښنی اوپه بیړه سره دمهمو او ملی ګټو دخوندیتوب په هکله پریکړی باید سنجول شوی او دحالاتو په پام کی نیولو سره ترسره شی.

دامریکا دسنا مجلس دپوځی کمیټی با نفوذه غړی جین شهین چې دوشنبی په ورځ په کابل کی دامریکا په سفارت کی یوی خبری غونډی ته خبری کولی وی ویل: هرډول موافقه چې شخړه پای ته ورسوی باید په ډیره ژور توګه وسنجول شی او ټول اړخونه پکښی برخه واخلی څوټولو دمنلو وړوی، دغه راز دافغانستان څخه دامریکای پوځونو دوتلو په هکله بیړه پکار نه ده.

ددغه امریکایی سناتوری دخبرو څخه جوتیږی چې دسولی درامنځته کیدو په هکله روانی خبری هر اړخیزی او پراخ بنسټه وی ځکه چې دولسواکی لاسته راوړنی دیوه ګډ تفاهم له مخی ښه خوندی کیږی او وهل شوی لار به بیا و نه وهل شی.

همدا اوس په هېواد کی دښځو اړین حقوقو رنګ راوړی او ترډیره دهېواد په آبادی او پرمختګ کی برخه اخلی زیاتی کاری ستونزی ګالی او دهېواد په بیا رغاونه کی نه ستړی کیدونکی هلی ځلی کوی نو که ددوی انسانی او اسلامی حقوق تر پښو لاندی کیږی په وړاندی یی باید څخه ډول غبرګون وشی.

مناسبه ده چې په جګړه کی ښکیلی غاړی دلاسته راوړنو څخه سړغړونه ونه کړی او دهېواد دلا پرمختګ له پاره داسی لاری ولټوی چې همیشنی سوکالی او دژوند آسانتیاوی پکښی نغښتی وی.

ع-متین

ممکن است شما دوست داشته باشید