روزنامه ملی انیس

دعلامه سېد جمال الدین افغان په افکارو او کارنامو علمی او څیړنیز سمینار د کونر په ولایت کی پای ته ورسید

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ د آزادۍ او تجدد دعلمبردار سېدجمال الدین افغان علمی او څېړنیز نړیوال سمینار پنځمه ناسته کونړ کې ترسره شوه، چې د دې ولایت د والی عبدالستار میرزکوال سربېره پکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت معین رسول باوری، د هېواد ټولو ولایتونو د اطلاعاتو او فرهنګ رئیسانو، فرهنګ او ګرځندوی آمرینو، پوهانو، څېړنوالو او د فرهنګ مینه والو برخه اخیستې وه

د کونړ والی عبدالستار میرزکوال وویل چې کونړ د هستیو علم او فرهنګ ټاټوبی دی په دې خاوره علامه سېدجمال الدین افغان، شمس الدین مجروح  مستورې شال، ډاکتر کبیر ستوری  بهاو الدین مجروح او داسې نورو سپېڅلو اتلانو خاپوړې کړی چې د تورې په شرنګ، قلم فضلیت او کلام عفت سره یې د حماسو ډګ تاریخ ژوندی ساتلی دی.

میرزکوال دسید جمال الدین افغان شخصیت او کارنامو په اړه د لنډو څرګندونو ترڅنګ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت له رهبری هیئت مننه وکړه،چې د فرهنګی اونۍ یې له کونړ پیل کړه.

نوموړی زیاته کړه!افغانستان د پوهانو،فرهنګیانو،مورخانو اوعلمی شخصیتونو دپالنې مرکز دى،نه یواځې داچې دا دافغانستان دملت دویاړ سبب دى بلکې نړیوال هم په هغو ویاړی. کونړ والی د سمینار له ګډونوالو او په ټوله کې له هېواد والو وغوښتل چې د ستر شخصیت سید جمال الدین افغان د پوهې تفکر او لوړ ارمان په رڼا کې ځانته د ژغورنې رڼه لار پیدا او ګران هېواد له بدبختیو وژغوری.

د ناستې په ترڅ کې د پوهنمل سیداصغر هاشمی،د علومو اکاډمۍ غړی څېړندوی محمد داوود ناظم،پوهنمل روح الله نجم،پوهنیار محمد سلیم کریمزی،محمد یوسف ناظم پوهنیاررفیق الله بریالی ،پوهنیار محمد رضا زهیر له لوری مقالې او د عبدالحی علمی له خوا قصیده ولوستل شوه. د غونډی په پای کې د ملی راډیو تلویزیون د مستند جوړونې ډلې له خوا د سېد جمال الدین افغان مستندفلم (کابل –مصر ) نندارې ته وړاندې شو.

ممکن است شما دوست داشته باشید