روزنامه ملی انیس

دطالبانو له خوا منل شوی اوربند به دسولی له پاره څه لاسته راوړنی ولری

دملی یووالی دحکومت په رامنځته کیدو سره دسولی له پاره عملی هڅی راپیل شوی خو مخالفو وسله والو طالبانو ونه منله چی دافغان دولت سره دیوی همیشنی او تل پاتی سولی په هکله خبرو اترو ته غاړه کښیږدی نو ځکه دسولی رامنځته کیدل ځڼډنی شول او جګړی پایښت وموند، دولتی چارواکو چی دسولی رامنځته کیدل یی په کاری لومړیتوبونو کی ځای لری وتوانیده چی په نړیواله کچه په جګړه کی دښکیلو بهرنیو هیوادو پام راوګرځوی او دهغو هیوادو په هکله په خپل نیت کی بدلون راولی کوم چی ترهګر روزی پټن ځایونه وربرابروی او دتمویل او تجهیز ترڅنګ یی لوژستیکی چاری ورسمبالوی، پټه نه ده چی په کویټه او دپشاور په بالاحصار کی دمخالفو وسله والو طالبانو شوراګانی دپاکستان په لارښوونه جګړه رهبری کوی او دافغان وژنی له پاره لاری چاری لټوی. خو کله چی دنړیوالو ترفشار لاندی پاکستانی چارواکو ته دترهګرو دپټن ځایونو او پوځی روزنی په هکله ګوته نیول کیږی نو بیا ددوه مخی سیاست څخه کار اخلی او په ټولو ترهګرییزو هڅو باندی دنړیوالو په سترګو کی خاوری ورشندی. افغان دولت چی دپاکستان په مکرجن او دوه مخی سیاست ښه پوهیږی او څوواری یی دیوه ازمایښت له مخی ورباندی دسولی په رامنځته کیدو کی باور وکړو خوپاکستان ونه شوکړای چی خپلی ژمنی عملی او دترهګرو دملاتړ څخه لاس واخلی ځکه پاکستان دهمدی ترهګرییزو ډلو دتمویل او تجهیز له مخی دنورو هیوادو په کورنیو چارو کی دلاس وهنی ترڅنګ هڅه کوی چی تاوتریخوالی ته لمن ووهی او دګاونډیو هیوادو له پاره اندیښنه راپیدا کړی. خو معلومیږی چی دافغان دولت او ترڅنګ یی هغه ګاونډی هیوادونه چی دپاکستان دلاس وهنی څخه یی دصبرکاسه ډکه شوی نه غواړی دپاکستان په تشو او دروغجنو وعدو باور وکړی له دی کبله دخپل امنیت دخوندیتوب له پاره مختلفی لاری لټوی ترڅو پاکستان دلاس وهنی څخه لاس واخلی. ډاډه یو چی نړیوال ترډیره دپاکستان په لاس وهونکو کړو وړو پوه شوی نو ځکه په نړیواله کچه په نړیوالو غوڼډو کی دپاکستان څخه غواړی چی دترهګرو پټن ځایونه له مینځه یووسی او دتمویل او تجهیز څخه دی لاس واخلی دامریکا ولسمشر ټرامپ او دناټو غړیو هیوادو په ډاګیزه توګه دپاکستان ترهګرییز ملاتړ ته ګوته نیولی او وړاندوینه یی کړی چی پاکستان دی ددوه مخی سیاست څخه کار نه اخلی او په رښتیتوب سره دی په افغانستان کی دسولی درامنځته کیدو په کار کی مرسته وکړی ځکه دمخالفو وسله والو طالبانودرهبری شورا دپاکستان په لارښوونه جګړییزی چاری سمبالوی او دجګړی ټول اکمالات له پاکسانه پوره کیږی. باوری یو چی دامریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ دسولی خبری چی په دوحه کی ترسره شوی پاکستانی چارواکی یی خپل ویاړ ګڼی او بربڼډه کړی یی ده چی مخالف وسله والو طالبان موهڅولی چی دامریکا سره خبرو اترو ته کښینی اوس چی خبری دموافقی ترپولی رسیدلی هیله ده چی خبری دیوی بین الافغانی مخامخ خبرو له پاره لار هواره کړی اودافغان دولت دوړاندیزونو سره سمی بین الافغانی مخامخ خبری پیل شی. دډله ییزو خپرندویه سرچینو په حواله دمخالفو وسله والو طالبانو شورا چی دپاکستان په کویټه کی یی غوڼډه درلوده دملا هیبت الله په مشری منلی چی یولڼډ مهاله اوربند ته غاړه کښیږدی او موافقه لاس لیک شی خو دایی نه دی ویلی چی اوربند څه وخت عملی بڼه غوره کوی طالبانو ته نیږدی سرچینی وایی چی داوربند په هکله رضایت ښودل شوی خو داعلانیدو په هکله به یی پخپله ملا هیبت الله پریکړه وکړی، طالبان دیوه لڼډمهاله اوربند په هکله په داسی وخت کی سرخوروی چی دافغان دولت سره یی دمخامخ خبرو دپیل کیدو نیټه اوځای ذګی نه دی معلوم شوی ځکه دامریکا او طالبانو ترمنځ دبین الافغانی خبرو او تاوتریخوالی دراکمیدو په هکله دموافقی جزییات نه دی راسپړل شوی نو له دی کبله یوشمیر هیوادوال دامریکا او طالبانو ترمنځ ترسره شوی خبری داندیښنو ډکی ګڼی او باور نه لری چی لاس وهونکی هیوادونه دی دبین الافغانی خبرو پیل کیدو سره مرسته وکړی اویادی دجګړی په پای ته رسیدو خوښی ښکاره کړی نو له دی امله ټینګار پردی دی چی دپاکستان څخه دیو تضمین کوونکی هیواد په توګه ژمنی ترلاسه شی چی ترهګر به نه روزی او دترهګرو پټن ځایونه به له مینځه وړی ترڅو دلاس وهنی پرځای دباور فضا رامنځته شی او ددواړو هیوادونو میشت وګړی دسیمی دهیوادو په څیر په سوله او سوکالی کی ژوند وکړی او داندیښمن ژوند څخه خلاصون ومندل شی.ولسمشری ماڼی چی سوله ییزی هڅی له نیږدی څاری دامریکا او طالبانو ترمنځ دهوکړی له وروستی کیدو وروسته به افغان حکومت دخپلو تیاریو له مخی دسولی مرکچی پلاوی نومونه په ډاګه کړی دولسمشر دویاند مرستیاله درانی جاوید وزیری وایی چی دغه پلاوی دافغان حکومت استازیتوب کوی او دافغانانو ترمنځ دخبرو دپیلیدو سره هم مهاله به معرفی شی.

وزیری زیاتوی کله چی دوی طالبان له امریکایی پلاوی سره وروستی پایلی ته ورسیږی او له افغان حکومت سره خبرو ته چمتو شی، مونږ حاضر یو چی خپل مرکچی پلاوی معرفی او واستوو حکومت له طالبانو سره دخبرو له پاره پلاوی مشخص کړی خوددغه پلاوی اودهغو کسانو په اړه چی په دغه پلاوی کی شامل دی جزییات نه ورکوی حکومت که څه هم له طالبانو سره دخبرو پرپیل کیدو ټینګار کوی خودغی ډلی تراوسه په دی اړه دحکومت غوښتنه نه ده منلی. خو دامریکا او مخالفو وسله والو طالبانو ترمنځ وروستی خبری پدی راڅرخیدی چی طالبان بین الافغانی مخامخ خبروته کښینی او داوربند ترڅنګ تاوتریخوالی هم راکم کړی. وبه لیدل شی چی دطالبانو داوربند منلو وروسته دسولی ترسره شوی خبری څومره لاسته راوړنی لری او دهمیشنی اوتل پاتی سولی له پاره وروستی منزل څومره دی.

هارون

ممکن است شما دوست داشته باشید